د ترکۍ لخواه اروپایی پولی پرانستلو سره د سوریا د کډولو بحران نور زیاتیدی شی
لیکنه: د ډاکټر اندرانی تالوکدار
ژباړه: د پښتو څانګی
د ۲۰۱۵ م کال د مهاجرت بحران تازه یادونه چې په ترڅ کې یې ډیرو ژوند له لاسه ورکړ او د اروپايي اتحادیۍ غړو ترمینځ اختلافات رامینځته شول داسې ښکاري چې د ترکیې وروستي کړنو سره سمون لری. تیره اونۍ ، انقرې د اروپا په لور د مهاجرینو لپاره خپلې پولې پرانیستې. د ترکیې عمل اروپایی هیوادونو لخوا د اروپايي اتحادیې سره د ترکیې د کډوالو تړون څخه سرغړونی په توګه بلل کیږی چی ۲۰۱۵ م او ۲۰۱۶م کی یی د مهاجرت بحران ځنډولی و. البته ترکیه وايي چې دا خپل وس ته رسیدلی او نور نشي کولی چی د اروپا لپاره دروازې وتړی ، ځکه چې اروپایی اتحادیه د شویو ژمنو سره سم نه دی ولاړ. انقرې ادعا کړې چې اروپايي اتحادیې د ۶ ملیارده ډالرو د شوی لوز مرسته نه ده خپره کړې او نه یې هم له ترکیې سره تجارت زیات کړی دی. اروپایی اتحادیې ته د ترکیې د الحاق په اړه د خبرو اترو ګړندۍ کول یا د ترکي اتباعو لپاره د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته له ویزې پرته سفرلپاره یی هم ژمنه نده پوره کړی. اروپايي اتحادیې دغه تورونه رد کړي دي. په حقیقت کې ، اروپایي کمیسیون ادعا کوي چې هغه مرستې چې ترکیې ته باید رسیدلې وای په بشپړ ډول د مهاجرینو مرستندویه سازمانونو لپاره وو نه چی د ترکیې حکومت لپاره او دا د ترکۍ حکومت ته په مستقیمه توګه نشی ورکړی کیدای.
په داسی حال کی چی ترکۍ تور لګولی چی د اروپه غړیتوب پحقله هیڅ خبری اتری ندی شوی ،دا باید د ۲۰۱۶م کودتا څخه پس د ترکۍ
اولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ترسره شوي ځینې سختو اقداماتو په تناظر کې وڅیړل شي. د ترکیې حکومت په خپل برید کونکي ژورنالیستانو او انتقاد کونکو بې رحمه پاتی شوی. د آلمان یو زیات شمیر اوسیدونکي د ترکیې په زندانونو کې پراته دي. د نړیوالې سوداګرۍ عمومي کمزوری ، د اروپا او ترکیې تر منځ په تجارت اغیزه کړې. په اروپا کې ښي لاسی محافظه کاره سیاست چی ورکی د مهاجرت ضد ګوندونوهم شامل دی ، رامینځته کیدل او په ترکیه کې د بنسټپالو پیاوړي دریځ او په نړۍ کې د نړیوال ګرځیدو نه شتون یو نا راحته حالت رامینځته کړی. ژینفوبیا او په اروپا کې مذهبي ناخوالې ، چی د ترکیې په وړاندې هم دی ، د ناټو یو متحد هیواد راپورته شو
اروپا لاهم د ۲۰۱۵م د مهاجرو بحران څخه راوتلې ندی. په هرصورت ، د اروپايي اتحادیې او ناتو غړي هیوادونه نه غواړي چی ترکیه د بحرالکایل پوری راپوری ټرانز اتلانتیک د امنیتی جوړښت له ساحې لرې کړي ځکه چې پایله به یې د اروپا لپاره هم ګرانه وی او مهاجرو له تناظر څخه هم ستونزی رامنځ ته کولی شی
دا یو نه منل شوی حقیقت دی چې ترکیه د اردن نه علاوه ترټولو لوی هیواد دی چې له سوریې څخه یې ۶،۶ ملیونه کډوال جذب کړي دي. البته انقرې ویلي چې دا نشي کولی چې نور کډوالو ته هرکلۍ اوایی . په ترکیه کې کورني وضعیت نازک دی. د هیواد اقتصاد په بد حالت کې دی. دلته د کډوالۍ پر وړاندې دانفلاسیون شرح لوړه ده ، بی روزګاری زیاته ده او تاوتریخوالی شتون لري. پداسی حال کی چی د سوریې د کډوالو ستونزه په مخه زیاتیږی ، په ترکیه کې به کورني وضعیت نور هم پیچلی شي
ډیری سوریائي کډوال په ادلیب کې د روانې شخړې له امله هڅه کوي چی ترکیی ته پناه یوسی . د ۲۰۱۹ م کال د بیا بساینی پلان له مخې دغه مهاجر د ترکیی د حکومت له خوا په زوره شړل شوی دی. دلته د زیاتو کډوالو څخه مفهوم په هیواد کې د سولې او ثبات ته لویه خطره ده
همدا راز انقره د ترکیې د امنیت د خوندي کولو په موخه کردانو او د سوریې حکومت ته ماتې ورکولو لپاره له اروپا څخه مرسته غواړي. د ولسمشر بشار الاسد پلوي سوري ځواکونه په ادلیب کې د ترکي ځواکونو په ځپلو بوخت دي. ښاغلی اردوغان غوښتل د سوریې په جګړه کې مهم رول ولوبوي ، خو دغه رول تر دې دمه له پامه غورځول شوی دی.
په عربي نړۍ او نړیواله ټولنه کې د انقرې امنیت او شهرت اوس هم نازک دی. د ترکیې ولسمشر په خپل هیواد او عربي نړۍ کې خپل شهرت له لاسه ورکوي . هغه په ماسکو کې د روسیې له ولسمشر پوتین سره د ادلیب د وضعیت په اړه لیدنه وکړه
څنګه چې تاوتریخوالی په ادلیب کې دوام لري ، یو میلیون سوریی کډوالو له ادلیب څخه تښتیدلي دي. د کډوالو وروستی بحران د اروپا او ترکیې دواړو لپاره د ډیرو ستونزو رامینځته کولو ظرفیت لري. له همدې امله ترکیه هڅه کوي په اروپا فشار راوړي ترڅو یو څه ګټې ترلاسه کړی. دا د ښاغلي اردوغان لپاره هیواد دننه ګټه رامنځته کولی شي. اروپايي اتحادیه باور لري چې انقره به وکولی شي چې د ۲۰۱۵ـ ۱۶مو کلونو په څیر د بالکان له لارې اروپا ته د پناه غوښتونکو مخه ونیسي .
هند د سوریی په شمال لودیځ کې د ترکیې په یو اړخیز نظامي کړنه نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د ترکیې عمل کولی شي په سیمه کې ثبات او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه زیانمنه کړي. نوی ډیلي هیله لري چې د ترکیې او اروپايي اتحادیې ترمینځ د قدرت لوبه له ادلب څخه د ملیونونو سوریې کډوال برخلیک به له خطر سره مخامخ نه کړي ، کوم چې له ناورین سره مخ دي
Comments
Post a Comment