هندوستان د کويډ -۱۹ سره مبارزه پيل کړي


ليکنه : د کوشيک راي
ژباړه : د پښتو څانګي

په اونۍ کې د دوهم ځل لپاره ملت ته په خطاب کې ، لومړي وزیر نریندرا مودي یوځل بیا له ښاریانو څخه وغوښتل چې ارامه او همغږي پاتې شي او د کورونا ناروغیو پروړاندې محتاط اوسي.
لومړي وزیر مودي د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲ مه جنتا کرفیو کې د پراخ ګډون لپاره د ۱،۳ملیارده هنديانو څخه مننه وکړه. ښاغلي مودي همداشان په دې ستونزمن وخت کې ډاکټرانو ، نرسانو ، د طبي کارکوونکو ، رنځپوهانو ،پولیسو او نیمه پوځي ځواکونو ته د دوی د سترو خدماتو له امله مبارکي وویله
د هند لومړي وزیر د روغتیا نړیوال سازمان په حواله وویل ، یو څوک چې د کورونا وايروس لخوا اغیزمن شوی کولی شي په اونۍ کې سلګونو خلکو ته ویروس خپور کړي . د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ، ښاغلي مودي وویل ، د کوویډ ۱۹ ویروس په ۱ لکه خلکو کې په خپریدو کي ۶۷ ورځې وخت نیسي . په هرصورت ، ویروس یوازې په ۱۱ نورو ورځو کې ۲ لکه خلکو ته خبريږي او په راتلونکو ۴ ورځو کې په ۳ لکه خلکو اغیزه کوي . دا د ویروس جدي حقیقت دی
پرمختللي هیوادونه چې سرچینې او غوره روغتیای خدمتونه لري د وژونکي ویروس خپریدو کې یو له ستونزمن کار سره مخ دي
ښاغلي مودي د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۱۵ زره کروړه روپیو د ځانګړي کولو اعلان وکړ. دغه پانګي به د ازمایښت مرکزونو ، د اي سي يو بسترو ، وينټيليټرونه او نورو تجهیزاتو لپاره وکارول شي
لومړي وزیر مودي ټینګار وکړ چې د ناول کورونا وايروس خپریدو د مخنیوي یوازینۍ لار د حفظ الصحې ، ټولنیز واټن او په کور کې پاتې کیدل دي.
د دې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره په کلکه هڅه کې ، لومړي وزیر د ۲۰۲۰م مارچ ۲۴مي نیمې شپې په ټول هیواد کې د ۲۱ ورځو لپاره لاک ډاون اعلان وکړ. د هندوستان په ښارونو ، ښارګوټو ، ولسوالیو ، کلیو ، کوڅو ، او نورو ساحو کې به د اپريل تر ۱۴ مي پورې لاک ډاون وي.
د درې اونیو د بند په جریان کې ، ټول هنديان باید په کور کې پاتې شي او سخت ټولنیز واټن وساتي. دا د هر هندي خوندیتوب او روغتیا لپاره اړينه ده. هغه د ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د لاک ډاون لارښوونې تعقیب کړي ترڅو خپل ځان ، کورنۍ او عزیزان وژغوري.
د بند پرمهال به اړین خدمات خلاص وي. ټول اړین توکي لکه راشن ، خوراکي توکي ، شیدې او درمل به خلکو ته شتون ولري. هغه پر خلکو غږ وکړ چې په دوکانونه دې بيړه جوړه نکړي او د اړینو توکو له وېرې ډډه وکړي.
د ۲۱ ورځو ملي لاک ډاون ددغه ناروغئ مخه نيولو لپاره اړينه ده . ټول هنديان به د کوویډ -۱۹ د خپریدو د مخنیوي په اړه ځان چمتو کړي . د لومړي وزیر مودي د دې پریکړې هرکلی ټولو کړي چا چې هوډ کړي چې د ناورغۍ د خپریدو مخه ونیسي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت