داسرائیلواوسنی عمومی ټاکنی د ځنډ په له مینځه وړلو کی ناکام شولی

لیکنه : د پی آر کمارا سوامی 

ژباړه: د پښتوڅانګی 

په اسرائیلو کی ۲۳م پارلیمانی عمومی ټاکنو لپاره د مارچ په ۲مه نیټه رائ ورکړ شوی وې. په یو کال کی دننه کیدونکی دریم عمومی ټاکنی د من سلوی لپاره هیله مند د اسرائیلیانو هیلو سره سم رامینځ ته نه شول . د رائ ګیرۍ څو ساعتو وروسته د بریا ادعا کولو سره د لیکوډ ګوند مشران او د لومړی وزیر منصب باندی تر اوږدی مودی پوری موظف نیتان یاهو د ۱۲۰ غړو پارلیمان کینیسیټ کی د ۶۱ غړو ګټلو کرشمیزه شمیر په ترلاسه کولو کی ناکامه شو.

د ۶ ملیون رایو ۹۹ سلنۍ شمیرنی وروسته لیکوډ ګوند ۳۶ څوکۍ ګټلو وروسته ټولو نه لوئ ګوند پاتی شو او مذهبی ډله شاس او یونائیټیډ توره جوډاسیم ته په باالترتیب ۹ او ۷ څوکۍ ترلاسه شول کله چی ښی لاسی ګوند فقط په ۶ څوکیو بریا ترلاسه کړو. پدا ډول د کڼ لاسه مذهبی بلاک ته ټول ټال ۵۸ څوکۍ ترلاسه شول او په ولسی جرګی کی اکثریت لپاره نتن یاهو دریو څوکیو کمښت سره مخ دې. د ټولو رایو شمیرنی بشپړیدو وروسته هم داسی نه بریښی چی نوموړی ته به اکثریت ترلاسه شی. اقتصادی وده او امریکی سره نزدی اړیکی هم لیکوډ ګوند ته ډیره بریا لاس ته راوړلو کی ناکامه شوی د کوم لپاره هغه هیله مند و . 

دغه شان مخالف ګوند په واسطه ۶۲ څوکۍ ترلاسه کولو سربیره دحکومت جوړلو امکان نه بریښی . پخوانی جنرال بینی ګینز ترمشرۍ اعتدال خوښونکی ګوند ډبلیو او وائيټ د هیلی پروړاندی فقط ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی شو او د کڼ لاسه لیبر ګوند جیشرمیریز بلاک فقط ۷ ترلاسه کړل . د دغو ټاکنو اصلی فاتج ګډ لست دی چاته ۱۵څوکۍ ترلاسه شول دا شمیر ۱۹۴۸ میلادی کال راهسی د اسرائیلو عربو مشرتابه په ترڅ کی ټولو نه زیات دی خو بیاهم ۷ څوکۍ په ګټلو د ایوګ ډور لیبرمین ترمشرۍ یسرائیل بیتینیو ټولو نه لوئ باچا جوړونکی ګوند په توګه رابرسیره شوی. د راتلونکی حکومت د جوړیدو لپاره دهغی ملاتړ نتن یاهو او ګینزلپاره حتمی دې خو دا به آسان نه وی . لیبرمین هر هغه حکومت ضد پاتی شوی په کوم کی چی د عربو حکومت ګوندونو ګډونتیا پاتی شوی . ۲۰۱۸ میلادی کال دسمبر په میاشت کی نتن یاهو او لیبرمین ترمینځه اختلاف له کبله کینیسیت و ځنډولی شو دکوم وروسته ۲۰۱۹میلادی کال د اپریل او ستمبر په میاشتو او په هغه میاشت کی دریم وار ټاکنی ترسره کړی شوی . 

تیرکال ۲ ټاکنو وروسته لا د ځنی ټینګ حکومت د نه جوړیدو له امله لیبرمین د لیکوډ ګوند مشرته ملاتړ برابرولو څخه پشا کیږی . که لیبرمین په خپل موقف ټینګ پاتی کیږی نو د نتن یاهو د حکومت جوړښت د بلیو اینډ وهائټ پارټۍ غړو لخوا ګوند پریښودو پوری اړه لری او د دی خبری اشاری ترلاسه کیږی چی پدی ترڅ کی مذاکری دوام لری .د مارچ په ۱۷مه نیټه نتن یاهو لومړنی اسرائیلی لومړی وزیر وی څوک چی په منصب پاتی کیدو سره هم فساد او د واک اختیار په غلطه کارولو تور له مخی په محکمی کی حاضرشی . یو خوا کله چی یو ایتلافی حکومت جلبونکی متبادل دی بلی خوا بلیو اینډ وهائټ ګوند په لیکوډ ګوند خپل مشر د بدلولو فشار اچوی . دا یو داسی موقف دی کوم چی نه یواځی دا چی نتن یاهو ته د منلو وړ وی بلکی د نوموړی ګوند اکثریت هم لدی سره موا فقه ونلری ځکه چی انديښنا ده چی نوی مشرپه ټاکلو ناټاکلی ګواښونه مخی ته راشی دکوم له کبله ګوند به کمزوری شی . 

په اسرائیلو کی غیریقینی وضیعت له مخی له هند سره دهغی په اړیکو هیڅ اغیزه و نشی . ان تری چی که اسرائیل نوی مشرهم ټاکی بیا هم پدغو اړیکو کی کمی رانشی. هندوستان او اسرائیل ترمینځه اړیکی په لوړیدو ستراتیژیک انډیوالۍ پوری رسیدلی دي . دواړه هیوادونه په بیلا بیلو ډ‌ګرونو کار کوی په کوم کی دفاع، امنیت او ترهګرۍ دمخه نیولو شعبی شاملی دي . نوځکه سیاسی لاندو باندو له مخی په ټینګو دوه اړخیزو اړیکو په بنسټونو هیڅ اغیزه ونشی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت