د دوحې له هوکړې وروسته د افغانستان حالات

لیکنه:معین الدین خان

ژباړه: پښتو څانګه

تیره اونۍ د امریکې او طالبانو ترمنیځ په دوحه کې هوکړه لاسلیک شوه خو که رښتیا وپوښتئ ډیرې لیږې داسې کړۍ به وي چې باور اوکړي او هیله ولري چې په راتلونکې کې دې په افغانستان کې تلپاتې امن راشي. د ډیرو خلکو دا باورهم دی چې په افغانستان کې به د امن په ځای یو ځل بیا کورني جنګونه پیل شي. 

پر یوه مهال دوه داسې هوکړې وشوې چې د تیرو څوارلسو میاشتو پروګرامونه رانغاړي. ددغو پروګرامونو له مخې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بیرته ستنیدنه، د بهرنیو ځواکونو پروړاندې د تاوتریخوالي نه کول او د افغانانو ترمینځ د خپل منځي خبرو اترو پیلولو په شان مهمې پریکړې شاملې دي. ددغو دوو هوکړو تفصیل داسې دی چې د لومړۍ له مخې یې ،، د سولې د راتګ لپاره د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا د متحدو ایالتونو ترمینځ دغه هوکړه شوې ده خو امریکې اسلامي امارت د یوې ادارې په توګه په رسمیت نه پیژني بلکې دې ته طالبان وایي،،. بله هوکړه بیا په اصل کې د یوې ګډې اعلامې په بڼه له کابله خبره شوه چې په دې کې بیا د دواړو لورو نومونه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکې متحد ایالتونه دي، ددې هدف هم په افغانستان کې د امن او سولې راتګ ښوول شوی دی. له امریکې راواخله بیا درهندوستانه د سفارتونو او شنونکو زیاتره باور دا دی چې په دې کې شک نشته چې هره خوا خواړي چې په افغانستان کې دي امن راشي او د تاوتریخوالي پیښې دې راکمې شي. د طالبانو ټول پیغامونه کیدای شي ومنل شي خو تراوسه په رښتیا سره د امن د راتلو لپاره له تړون سره سره کومه واضح لاره نه لیدل کیږي. یعنې دا چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنیځ د خبرو اترو ډول به څرنګه وي، د یوشمیر ډیپلوماتانو چې په افغانستان کې یې ډيپلوماتیک فعالیتونه هم لرلي دي نظر دا دی چې دغه معامله بیخې یو اړخیزه بریښي، ددوی په نظر چې امریکې د طالبانو ډیرې غوښتنې منلې دي خو دا چې اوس به طالبان پر خپلو ژمنو ودریږي او کنه. ددې خبرې امید هم نشته چې طالبان دې قانون ته غاړه کیږدي ، جمهوریت او ټاکنیز نظام ته دې درناوی وکړي او یا دې د هغه پروا ولري، د هندوستان په اړه یوه خبره په خاصه توګه د اندیښنې وړ ګرځیدلې ده چې د دوحې په هوکړه کې افغانستان دا وعده کړې ده چې دوی به د افغانستان خاوره د امریکې او د هغې د متحدینو په ضد نه کاروي، خوپه دې هکله د تشویش وړ خبره داده چې دلته هند د امریکې رسمي متحد نه دی نو پوښتنه داده چې طالبان او هندوستان په افغانستان کې د امریکې په متحدیتونو کې شاملوي او کنه؟ له دې سره په خوا کې یوه بله پوښتنه بیا دا هم دی چې د پاکستان لخوا ملاتړ کیدونکې ترهګرې ډلې چې تراوسه په افغانستان کې یې فعالیت درلود او په سنتي توګه د هندوستان مخالفې دي، آیا دوی به اوس هم په افغانستان کې فعالې وي؟ د کابل په اعلامیه کې افغان حکومت په خاصه توګه ددغې خبرې یادونه کړې ده چې د القاعدې او داعش په څیر نړیوالو تروریستي ډلو ته اجازه نشته چې د افغانستان خاوره د امریکې یا د هغې دمتحدیتو په ضد وکاروي.


او دلته یوه بله پوښتنه هم راولاړیږي چې له طبانو سره یو ځای د حقاني شبکه چې د هغوی اصلي جریان دی او د هندوستان دښمنې ډلې لکه لشکرطیبه هغوی به هم له طالبانو سره یوځای شي؟ دا کومه پټه خبره نه ده چې لشکر طیبه هم په افغانستان کې په ځایي جګړو کې ښکیله ده او دغې ډلې په ۲۰۰۸کال په کابل کې د هندوستان پر سفارت بمي برید هم کړی و. نورې خبرې هم شته چې نه یوازې د هندوستان او افغانستان لپاره اندیښمنونکې دي بلکې نړیوالې ورورولۍ ته هم ګواښونکي دي هغه دادي چې د هوکړې له مخې به د مارچ تر لسمې د طالبانو ۵زره بندیان له بنده خوشې کیږي، امریکې ددې خبرې وعده کړې ده چې د ۲۰۲۰د مې ترمیاشتې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لیست نه به د طالبانو د ممنوع شویو مشرانو نومونه وباسي، ددې معنا دا کیږي چې ددغو ترهګرو شمیر ډیرغټیږي د کومو په اړه چې پر پاکستان دا تور دی چې دغو ترهګرو ته ځای ورکوي.که داسې وي نو پاکستان ته ددې ګټه رسیدای شي، یاده دې وي چې ایف اې ټي ایف، پاکستان ته د جون ترمیاشتې پورې وخت ورکړی دی چې د ترهګرو ډلو پروړاندې دې کوټلي ګامونه پورته کړي کنه نو ددغې ډلې په تور لیست کې به شامل شي.

له دې سره سره تر ډيره باور دادی چې د امریکې او طالبانو ترمینځ د هوکړې له امله په افغانستان کې د حالاتو د ښه کیدو تمه ډیره کمه ده ځکه چې ددې خبرې اندازه لګیږي چې طالبان په افغانستان کې ځواکمن دي او خدای مکړه که بیا کورنۍ جګړې دغلته پیل شي نو ویل کیدای نشي چې چې حالات به له کومه ځایه کوم ځای ته ولاړ شي. له افغانستان نه ترلاسه کیدونکو خبرونو نه داسې مالومیږي چې طالبانو په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي دي او د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوې دي، او داسې هم ویل شوي چې امریکې به ځوابیه برید کې پر طالبانو هوایي بریدونه هم کړي، دغه شان خبرونه د ښوو حالاتو ښکارندویي نه کوي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت