سی پیک : پاکستان لپاره د پورونو غټ پیټی
لیکنه :د ایم کی ټیکو
ژباړه : د پښتو څانګې
ډیر لږ شک شتون لري چې کله د چین پاکستان اقتصادي دهلیز یا سی پیک بشپړ شي نو دا به د بیجینګ لپاره د لویې ګټې یوه معامله وي. تر ټولو مهمه دا چې د ۶۲ ملیاره ډالرو پروژه به چین په وچه کې لویدیز سنکیانګ ولایت د بلوچستان د ګوادر بندر سره نښلوي .
مګر په اصل کې پاکستان په لاس به څه راشي؟ دا هغه پوښتنه ده چې په پاکستان کې د پروژې کورني انتقادکوونکو په ګډون یو شمیر شنونکي د یو څه وخت راهسی کوي. یوازې دا نه ده چې د سی پیک او ددې پورې اړوند نورو پروژو لګښتونه په مخه زیاتیږي او ځینې یې د مهالویش شاته روانې دي. پدې کې د بړاسو د بریښنا غټه پروژه او هغه ډیر غټ ریلوای رابطه شامله ده چې پيښور له کراچۍ سره وصل کوي . په ریل په پټلۍ ، په پيل کې د ۸٫۲ ملیارده ډالرو لګښت اټکل شوی و، بیا وروسته دا ۶٫۲ ملیارده ډالرو ته راټيټ کړ شو. دا د پروژې لګښتونه اټکل شوي دوه ملیارده ډالرو د خوندي کولو لپاره یو څه د لمانځلو لامل شوی و. اوس راپورونه ښیي چې اصلي لګښت به ممکن ۹ملیارده ډالرو ته ورسیږي.
سی پیک کله چې بشپړ شی دا به د بیجینګ د ارزومند پروژې بیلټ او سړک نوښت برخه جوړه شي، چې اټکل کیږي نږدې یو ټریلیون ډالره لږښت به پرې اوشي. بی ار ای دودیز ډیزاین شوی تر څو د چینایي خلکو د راتلونکو ګټو او ارمانونو ته پاملرنه وکړي. مګر ممکن دا به د جونییر ملګرو لپاره ورته کار ونه کړي. لکه څنګه چې د نړیوال پرمختګ لپاره د واشنګټن میشته مرکز ویلي دي . پاکستان پشمول ۸ هیوادونه چې د بي آر آی برخه دي د پورونو د اضطراب لوی خطر ته مخامخ دی .
ددې ناوړه سناریو لپاره ګڼ دلایل شتون لري . لکه څنګه چې ویل شوی د سري لنکا او مالدیپ په څیر دوه سویلي آسیا ګاونډیان له چین سره د پور په جریان کې اخته کیدای شي. دا ډول تجربه یوازې په سویلي آسیا پورې محدود نده ، په افریقا کې د ډیر هیوادونو په قضیه کې هم ، چینایي پروژې کوربه هیوادونه د ډیرو پورونو سره ځمکې ته اړولي چې شاید دوی یې په پیل کې فکر نه وو کړی. ددې دلیل ، په نورو هیوادونو کی د چین پراختیا فلسفه ده چین د مرستې یا امتیازي پورونو په ورکولو باور نلري . دا د هغو پروژو لپاره په سوداګریزو شرایطو پورونه ورکوي چې خورا بدلي ښکاري. دا بله معامله ده چې سوداګریز معنې نه لري . یوه ښه بیلګه یې په سریلنکا کې د میټالا نړیوال هوایي ډګر دی چې د چینایي مالي مرستې سره جوړ شوی. هوایي ډګر د هنر یوه نمونه ده ، مګر هیڅ لیدونکي یې نه کاروي. سربیره په دې ، د چین دا وطلبي پروسې شفاف نه دي ، او نه هم دوی نړیوال نورمونه تعقیبوي. خالص پآیله یې دا ده چې چینایي شرکتونه په مهمه ګټه تمامیږي . سي پیک هم څه جدا پروژه نده.
د چین سره د منفي سوداګرۍ انډول کولو سربیره ، پاکستان باید د خپل حساب کتابونو اداره کولو لپاره د نغدي ضمانتونو لپاره بل خوا ته مخه کړی . مالې ستونزو ته مخامخ پاکستان اکثره د پورونو لپاره د پیسو نړیوال صندوق یا ( آی ایم ایف ) ته ځي تر څو وکولی شي خپل پور ورکونکو ته بیرته تادیات وکړی شي.
غوټ حساب دا دی چې سي پیک به د پام وړ حد پورې د اسلام اباد پورونو پیټی نور زیات کړی . تمه کیږي چې د سي پیک پور بیرته تادیه کول به د څلور نیمو لسیزو پوری دوام وکړي که اسلام اباد دې ته پآم ونکړي، ددې له کبله چې په نړیوالو فورمونو کې دده دوست هیواد دې ته ملاتړ کړې او دا پآنګې د هغې په پرتله دومره زیاتې ندي. پاکستان دې ته په نړیوال فورمونو کې د خپل ؛ټول موسم ملګري؛ څخه د ترلاسه شوي ملاتړ لپاره تادیه کولو لپاره لږ نرخ په توګه ګوري. هیڅ حیرانتیا نده ، چینایي شرکتونه به په خوشحالۍ ځان غاړې ته ورسوي.
د هند له نظره ، په ګوادر کې د چین مخ په زیاتیدونکی شتون باید په بشپړ ډول په اقتصادي شرایطو کې ونه لیدل شي او نه باید دا د بیجینګ د هلو ځلو څخه په انزوا کې ولیدل شي چې د هندي بحر په سیمه کې به خپلې پښې کلکې کړي، لکه په مالدیپ ، سریلنکا او بنګله دیش کې چې یې کړي ، دا اکثرا د چین د ستراتیژۍ برخې په توګه لیدل کیږي . دا په ساده ژبه کې ، د بیجینګ هڅو ته اشاره کوي چې په هندی بحر کې خپل شتون زیات کړی ، په دې هڅه کې چې په سویلي آسیا سیمه کې د هند په اثر رسوخ ولکه ترلاسه کړی . د هندوستان سره د پاکستان ناآرامۍ اړیکو په تاریخ کې وجه دا ښودل شوی چې ولې اسلام اباد د سي پیک د پورونو پیټی په اړه شکایت نه کوي.
Comments
Post a Comment