د نفتو په صنعت او په نړيوال اقتصاد د کورونا وايروس اغيزه


ليکنه: د ډاکټر جتيندر چيما
ژباړه: د پښتو څانګي

نړیوال مالي بازارونه د کورونا وايروس د تاثیراتو سره مبارزه کوي. د انرژۍ سکتور د دې پرمختګونو ته نږدې کتنه کوي. د تیلو او ګازو تولید کونکو د بیلابیلو صنعتونو او اتحادیو له لارې له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کړې چې په توليداتو باندې مالیه کمه کړي او په کورنیو طبیعي ګازو باندې د نرخ ټول کنټرول پای ته ورسوي ترڅو شرکتونو سره مرسته وکړي چې د نړیوال تحویلي فشار او تقاضه د کميدو ، دوه ګونی چلند سره مقابله وکړي شي
لکه څنګه چې نړیوال بحران رامینځته کیږي ، د هند د تیلو غوښتنه د مصرف کونکي په توګه تر ۷۰٪ پورې راټیټه شوې لکه څنګه چې هند خپل ترټولو لوی ملي لاک ډاون پرځاي کړي . اوسني غوښتنې د کميدو اټکل تيل تولید کونکو سره د ننګونې یوه بله یادونه ده ځکه چې دوی د انرژي نړیواله عرضه په نظر کي لرلو سره توليد کم کړي . د انرژي شرکتونو سره پرته له دې بله لاره پاتې نده چې له دې بحران څخه وروسته د اړوندو قراردادونو د احکامو سره سم پناه واخلي؛ پدې توګه په ټول هيواد کي سلسله وار غبرګون په رامنځ ته کولو د کوچني فابریکي،د ښار ګازو توزیع کونکي ، د ګاز بازار موندونکي ، کورني او بهرني عرضه کونکي په خپل وار سره راونغاړي
د دې پرمختګونو په پایله کې ، په هند کې د الوتکو يا د جیټ تیلو غوښتنه هم کمبود سره مخ ده ځکه چې د مارچ په میاشت کې د هیواد جیټ تیلو مصرف په میاشت کې غوښته ۲۹،۸۶ سلنه د مياشت په حساب ۴۸۴،۰۰۰ ته کمه شوی
په ټول هيواد کي روان لاک ډاون يا بند له امله د تيلو غوښتنه په ۵ کلونو ترټولو ټيټي کچي ته رالويدلي ځکه چي د بند له کبله د الوتکو پروازونه په ټپه ولاړ دي . پداسې حال کې چې د هوایی سفر غوښتنې کم شوی نو د دې په پایله کې پلورونکي په ارزانه بعيه د تيلو د پلور وړاندیز کوي
د عامه تیلو بازارموندنې مخکښ شرکت (او ايم سي ) ، د هند تیلو شرکت هم ویلي چې د پطرولیم توليداتو لکه پټرول ، ډیزل ، د تیلو ، بټیمین او نورو توليداتو غوښتني کم شوي. ګڼو مشرانو دا خبرداری هم ورکړی چې د هوایی چلند او د تیلو سوداګري به ممکن د الوتنې محدودیتونو له امله سخت زیانمن شي. "د تګ راتګ محدودیتونه او د سفر نه کولو مشورې د هوایی توربین د تیلو په پلور کې ۱۰ سلنه کمیدو لامل شوی ، د بنکر تیلو پلور هم نږدې ۱۰ سلنه کم شوی . د ډیزلو مصرف هم تیر مالي کال په پرتله ۱،۱۳ سلنه کم شوی ، او د پطرولیم مصرف چې د فبروري تر ۳۰ پورې مستقیم ۳۰ میاشتو لپاره يي وده کوله د ۲۰۲۰ مارچ مياشت کي ۱۶،۳۶ سلني ته راټيټ شوي
د اخلي پخلي ګازو يا د ايل پي جي په تقاضا کې زیاتوالی په ډار د سلنډرونو پیرود له امله مشاهده کیږي. البته د هند حکومت د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د "اوجووله" سکیم لاندې بېوزلو ته د وړیا سلينډر د ورکولو میکانیزمونه ډاډمن کړي
دغه شرکت په یو بیان کې ویلي دي: "د ایل پی جی لپاره مخ په ډیریدونکې غوښتنې پوره کولو لپاره ، هندي تیلو په لویو تصفیه خونو کې د ايل پي جي تولید ډیروالي لپاره ګامونه اخلي او د ايل پي جي تولید کونکي حاصلاتو ته وده ورکوي." لدې امله ، د تیلو او ګاز سکتور د مصرف کونکو په عرضه او تقاضا کې توازن ساتلو لپاره مبارزه کوي
د انرژۍ نړیوالې ادارې (آی آی اې) اوس په ۲۰۲۰م کې هره ورځ د ۹۹،۹ملیون بیرلو په کچه د تیلو نړیواله غوښتنه ویني ، چې له ۲۰۱۹ راهیسې هره ورځ شاوخوا ۹۰ زره بیرله تقاضه وه او اوس کموالې ښیې. دا د فبرورۍ په میاشت کې د آی آی اې د وړاندوینو له مخې کم دي د ورته خطر په پایله کې ، د هند د تیلو او ګازو صنعت باید په داخلي توګه پیاوړی شي. هند پریکړه کړې چې د ځمکې لاندې زیرمو له لارې خپلې ستراتیژیکې زیرمې لا پیاوړې کړي ، کوم چې به د بیړني حالت او د تیلو د ګډوډ کيدونکي شرایطو کې شتون ولري. د نرخونو د زیاتوالي له امله ، هند ممکن وکولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي که چیرې دا په سمه توګه وکارول شي. “
په عین وخت کې ، هیواد په ساحلونو کې د تیلو او ګازو د کارګو حرکتونه محدودولو سره سخت ګامونه اخیستي ، مګر د بندرونو چارواکو لخوا د کوویډ-۱۹ قرنطین پروتوکول تصويبولو وروسته کارګو ته د اړینو توکو کټګورۍ کې راوتلو اجازه ورکړې. په نږدې راتلونکي کې ، ممکن د پطرول ، ډیزل او جیټ تیلو په پیرود کې کمښت راشي.
دا د ۲۰۲۰-۲۱ م په کلني استعلاک اغيزه کولي شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت