د کوویډ-۱۹ په وړاندي د هند ختيځ عمل


ليکنه : د ډاکټر تتلي باسو
ژباړه : د پښتو څانګي

د کوویډ-۱۹نړیوالې ناروغۍ په جریان کې د هند د ختیځ عملي پراختیا ته وده ورکولو سره لومړي وزیر نریندر مودي د عامه روغتیا د اداره کولو او اقتصادي ننګونو په اړه د کلیدي ستراتیژیکو ملګرو لکه ویتنام ، جاپان او د کوریا جمهوریت سره خبرې وکړې. د کوویډ-۱۹سره په مبارزه کې د سویلي آسیا د سیمه ایزو همکاریو لپاره د سارک سازمان پیاوړي رهبري کولو وروسته؛ د هند لومړي وزیر د هند د ختیځ د کړنلارې کلیدي انډيوالانو سره د همکارۍ نوي برخې لټولو لپاره یوځای شو
د دې اونۍ په پیل کې ، لومړي وزیر مودي د خپل ویتنامي سیال ، نیوګین ژیان فوک سره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو په هدف سره د کوویډ-۱۹جنګ ته د اړینو طبي تجهیزاتو رسولو اسانتیا په ګډون په تلیفوني خبرو کې برخه واخیسته. لکه څنګه چې هند د شخصي محافظت تجهیزاتو (پي پي اي ) کټونو واردولو ته ګوري ، په سویلي کوریا کې میشته عرضه کونکي پیژندل شوي چې په ویتنام کې د تولید شرکتونو سره اړیکې لري
ویتنام تر دې دمه د ناروغۍ پروړاندې خپله مبارزه کې نسبتا لږ شمیر مثبتې قضیې لري او له چین سره د سرحدونو شریکولو سربیره د مرګ ژوبلې راپور يي ډير کم دي .د پولې سخت کنټرول ، د قوي روغتیا اداره کول او د ټیکنالوژۍ پلیټ فارمونو له لارې پوهاوي ته وده ورکول د ویتنام سره د کوویډ-۱۹په وړاندې مبارزه کې مرسته کړې. سربیره پردې ، ویتنام اوس مهال د سویل ختیځ آسیایی هیوادونو د ټولنې (آسیان) رییس دي او د اپریل په ۱۴مه د ځانګړي آسیان پلس درې ناسته یې رهبري کړه. د دې غونډې په جریان کې (د ویډیو کنفرانس له لارې) ، ویتنام د څو اړخیز روحئ لپاره غږ وکړ
د تبادلې په جریان کې ، دواړو مشرانو په ګډو ستراتیژیکو ګټو هم خبرې وکړې. ویتنام د هند جامع ستراتیژیک ملګری دی او د ډهلي د هند - پیسیفک ستراتیژۍ لپاره مهمه ستنه ده چې د قواعدو پر اساس ترتیب پرمخ وړي. سربیره پردې ، اقتصادي همکارۍ د دوه اړخیزو اړیکو مهمه برخه ده. هندوستان د هانوي د لسو غوره سوداګرۍ شریکانو ترمنځ يو دي .په آسیان کې ، ویتنام د سینګاپور څخه پس د هند لپاره دوهم لوی صادرات کونکي هيواد دی او انډونیزیا ، سینګاپور او مالیزیا څخه پس ۴ م لوي سوداګريز ملګري دی
ښاغلي مودي تر دې مخکې د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبي سره خبرې کړې وې. دواړو لومړي وزیرانو غوښتنه وکړه چې د هند - جاپان ځانګړې ستراتیژیک او نړیوال مشارکت باید د کوویډ-۱۹وروسته نړۍ لپاره په نوي ټيکنالوجيو او حل لارو تمرکز وکړي. جاپان په ټول هیواد کې د کورونا ویروس له امله اضطراري حالت پراخه کړی دی
په لوبو کې د کوویډ-۱۹له کبله ترټولو لوی خنډ د ۲۰۲۰ توکیو المپیک ځنډول دي. دا ۲۰۲۱ م ميلادي کال د جولای ۲۳مي نيټي څخه د اګست ۸مي پوري بیا ټاکل شوی
په عین وخت کې ، جاپان د ودې په لار روان اقتصادي هيوادونو سره مرسته کړې ترڅو د وبا سره مخ شي ، د مثال په توګه ، دي نړیوالو سازمانونو له لارې ویتنام ته ۱،۸۶ ملیون امریکایی ډالر غزولی. جاپان د نړیوال روغتیایی اضطراري حالت سره د مقابلې لپاره ۲۰ هیوادونو ته وړیا د انټي وايرل درمل د ورکولو وړاندیز هم وکړ
لومړي وزیر نریندر مودي د ولسمشر مون جا-ان سره د تلیفوني خبرو په جریان کې د کوويد-۱۹ په اړه د هند - سویلي کوریا همکارۍ هم تقویه کړې. سویلي کوریا له مخکي څخه د هندي شرکتونو لخوا برابر کړي شوي طبي تجهیزاتو لیږد اسانه کوي. د سویلي کوریا ټیکنالوژي چي د لټي ، ازموینې او درملنې” ماډل سره پيوسته ده کوویډ-۱۹ پکې شامله ده او دا په ټوله نړۍ کې تعریف شوې. سویلي کوریا د پراخې ازموینې لپاره انتخاب وکړ. هره ورځ تر ۱۸ زره ازموینې وکړي شوي 
لکه څنګه چې هند ، د نړۍ سره یوځای ، د دې پراخې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی او د اقتصادي تحرکاتو مدیریت کولو انتظام کوي چې د نړیوالي سپلاي د بندیز له امله رامینځته شوي ، د هند لومړي وزیر په ختیځ کې د ستراتیژیک ملګرو سره د همکارۍ په ژورو همکاريو کې د هند مشري ګړندی کړی
هند انسانيت په وړاندي د کویډ-۱۹ په څير ننګونو سره مخ دی او د خپلو ملګرو سره يو ځاي کار کوي ترڅو د دې ناروغۍ پروړاندې مبارزي لپاره قوي او همغږي چلند رامینځته کړي او پداسې حال کې د عامې روغتیا اداره کولو او اقتصادي ثبات خطراتو سره هم چلند وکړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت