هندوستان د کوویډ-۱۹ پروړاندي مقابله کولو سره مخ په وړاندي روان دي
ليکنه:.د کوشيک راي
ژباړه: د پښتو څانګي
هند په ثابت او هوډمن ډول د کوویډ-۱۹ ناروغي سره مبارزه کوي. د نوي ډیلي لخواه ددي کړکیچ سره بشپړ چلند د نړیوالې ټولنې لخوا ستايل شوی. له هغه وخته چې د کورونا ویروس لومړۍ قضیه په هند کې راپورته شوې وه کله چي يو زده کونکي د چین له ووهان څخه راغي .هند د وبا د کنټرول لپاره پروتوکولونه سره یوځای کړل
هندوستان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دې هیواد ته د راتلونکي د هوا او سمندري مسافرینو تود اسکرینګ پیل کړ. هند د مارچ په ۱۵مه نيټه ډیپلوماټانو پرته د بهرنیانو په راتلو بنديز ولګاو
د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره د یوې عمومي ستراتیژۍ کارولو په توګه د هند لومړي وزیر نریندر مودي د سویلي آسیا د سیمه ایزو همکاریو ټولنې (سارک) مشرانو سره ویډیو کنفرانس جوړ کړ. هند د سارک لپاره د ۱۰ ملیونه امریکایی ډالرو تمویل اعلان کړ او د ډلې غړو لپاره یې خپل طبي پورټالونو کارولو ته هم اجازه ورکړه
د مارچ په ۲۵ مه د هیواد په کچه لاک ډاون څخه وروسته ، لومړي وزیر مودي په دوامداره توګه د متحده ایالاتو ، روسیې ، انګلستان ، فرانسې ، چین ، آسټرالیا او د یو شمیر نورو هیوادونو په شمول د نړیوالې ټولنې مشرانو ته لاسرسي وکړه
د جي شلم مجازی ناسته چې د سعودي عربستان د پاچا سلمان ترمشرئ جوړه شوې وه؛ د هند لومړي وزیر د ناروغۍ په مبارزه کې د هند تګلاره روښانه کړه. ښاغلي مودي د جي شلم هیوادونو تر منځ د همغږۍ غږ وکړ ترڅو د کورونا ویروس سره مبارزه کې یو ګډ او جامع چلند ولري
هندوستان همدارنګه ژمنه وکړه چې د متحده ایالاتو د جي شلم ۵ ټریلیون ډالرو تمویل کې برخه واخلي ترڅو د کوویډ ۱۹ اقتصادي اغیزو په برخه کې مرسته وکړي
هندوستان همدارنګه د سارک هیوادونو لکه افغانستان ، سریلانکا ، مالدیپ او نیپال ته د دې ناروغۍ له پیښې وروسته سمدلاسه بشري او طبي مرستې ورسولې. نوي ډیلي متحده ایالاتو ، روسیې ، انګلستان ، فرانسې ، سویزرلینډ ، برازیل ، دومینیکن جمهوریت او نورو هیوادونو ته د مليريا ضد درمل هایډروکسي کلوروکوين وړاندې کړل
د پراخې ناروغۍ پرمهال د هند رول د ملګرو ملتونو ، روغتیا نړیوال سازمان او نړیوالې ټولنې لخوا وستايل شو. نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم د کورنیو صنعت او کمزورو برخو لپاره د هند محرکه مالي کسوړه ستایلی
د وبا ناروغي د هند غوره رول منځته راوست . ټول هیواد ددي ناروغۍ پروړاندي جنګيدو لپاره يو موټي شو . ایالتونه هم د مرکزي حکومت سره په نږدې همغږي کې د ویروس سره د مبارزې لپاره کار کوي
که څه هم نړیوالو مالي موسسو ویلي چې په نړیواله توګه اقتصادي بحران راتلونکي دي مګر هندوستان خپل کار مخته وړي
د دندو چمتو کولو په اړه تمرکز کې ، هند د اپریل له ۲۰مي څخه د هیواد په غیر هاټ سپاټ ځایونو کې د نورمونه د اسانه کولو اعلان وکړ
پدې برخو کې کرنیز فعالیتونه ، د کلیو جوړول ، د کلیوالو حاصيلاتو بازارموندنه؛ صنعتي کار او نور پراختیايي فعالیتونه د مناسب ټولنیز واټن او شخصي حفظ الصحې ساتلو سره اجازه لري. دي ګام ته ټول هیواد تود هرکلی ويلي. د دې ناروغۍ سربیره ، هندوستان سږکال هم خوراکي توکو غتو حاصلاتو په تمه دي . دا به په بفر سټاک يا زياتيګړي زيرمتون کې ۷،۲ ملیون میټریک ټنه اضافه وکړي
هندوستان د پوخوالي سره دغه مشکل کار پرمخ وړل غوره کړي. نوي ډیلي توانیدلې دي چې د کورونا وايروس پروړاندې د هغې د کورنیو مقابلو او د هغې د نړیوالو مسعوليتونو او ژمنو ترمینځ ښه توازن وساتي
د کرونا د وبا له لارې منځته راغلي دغه مشکل وخت کي د هند مثبته رويه به دي ته جایزې او ستايني لاسته راوړي
Comments
Post a Comment