کوویډ-۱۹ : پاکستان د ناروغئ په څارنه سترګي پټي کړي
ليکنه : د ډاکټر زيناب اختر
ژباړه: د پښتو څانګي
د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د پاکستان مبارزه له هغه وخت راهیسې د شخړو سره مخ شوي کله چي د فبرورۍ مياشت په پای کې د لومړي څو قضیو راپور راغي . دا د تفتان بندر له لارې له ایران څخه د شیعه زیارت کونکو راستنیدو سره مربوط وه. تر دې دمه شاوخوا د ۱۰ زره مثبتو قضیو راپور راغلي او څه لپاسه ۲۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړي مګر د راپورونو سره سم پاکستان هره ورځ د کمو قضیو شمیر وړاندي کوي . دا په ګوته کوي چې کېدای شي په هیواد کې وبا په تيز رفتار خپره شوي وي
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان نیمګړي چلند ، په بشپړ ډول د "لاک ډاون يا بند" نه پلي کولو ، سوداګرۍ په خلاصولو او د روژې په مبارکه میاشت کې د لمانځه لپاره د جوماتونو د خلاصولو پریکړې او سربیره پردې د اسلام آباد ناکراره هڅې چي د کشمیر په مسله سیاست کولو ته دوام ورکړي ، ددي سره سره ترهګري ګړندۍ کول ددې ناروغۍ د کنټرول پحکله يي د خان حکومت په پاليسئ جدي شکونه راپارولي دي
همدارنګه ، د ګډې پالیسۍ په جوړولو کې د فدرالي او ايالتي حکومتونو ترمنځ د باور نشوالي د ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې یو بل خنډ دی
د بشپړ لاک ډاون يا بند په اړه بحث په پاکستان کې لاهم روان دی او لومړي وزیر خان ټینګار کوي چې بشپړ لاک ډاون به د بې وزلو لپاره ویجاړونکی وي چې د هيواد نفوسو ۲۵ سلنه جوړيږي . له همدې امله ، هغه د اقتصاد حرکت او د ژوند ژغورلو دوه ګونې اهداف ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي
د پاکستان حکومت د کوویډ-۱۹ پانډیمیک ریلیف فنډ او د کورونا ریلیف ټایګر ځواک يا سي ار ټي سي رامینځته کړی چې ادعا کوي د دې ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې به مرسته وکړي. ښاغلي خان له بهرنیو پاکستانيانو څخه وغوښتل چې د مرستې فنډ يا د کمک په مالي صندوق کې مرسته وکړي. مګر د ځواک او د سي ار ټي سي د غړو غوره کولو اساسي معیارونو په اړه پوښتنې کیږي
د پاکستان اپوزیسیون تور پوري کړي چې دا یو "سیاسي ځواک" دی چې د پاکستان تحریک انصاف کارکونکي په لوی شمیر کې لري او د دوی له لارې به تحریک انصاف د ولایتونو سیاستونو ته ننوځي
لا دمخه ، سند د فدرالي حکومت د سیاسي انګیزې له ویري په خپله سیمه کې د راشن ویشلو لپاره د دې ځواک د کارولو څخه ډډه کړې
سربیره پردې ، د فدرالي حکومت له سره غور کولو غوښتنې سربیره ، د سیند حکومت د بشپړ لاک ډاون پریکړه وکړه او ددي سره د اسلام آباد او کراچۍ تر منځ واټن او درز نور هم پراخه شو .د سند ایالت مشر وزیر مراد علي شاه د دغه ویروس د خپریدو راهیسې د پاکستاني رسنیو لخوا د يو قهرمان په توګه انځور شوی ځکه چې د هغه د فیصلې له امله دغه ولایت په بشپړ ډول بند او لاک ډاون دی
له هغه وخت راهیسې ، د سند او فدرالي حکومتونو ترمنځ لانجه تقريبا" د هري ورځي کيسه جوړه شوي ده. پداسې حال کې چې د پی ټی ای لخوا اداره کیدونکي پنجاب تر دې دمه ترټولو ډیرې قضیې لري او شمير يي ۴۳۲۸ دي او خیبر پښتونخواه چې د پی ٹی آی حکومت لاندي دي د کوویډ ۱۳۴۵قضئ لري . دلته د نورو غیر تحریک انصاف واکمنئ لاندي ايالتونو په پرتله قضئ ډیري زياتي دي
په پاکستان کې د مذهب او پوځ رول یوځل بیا د دې ناروغۍ پرضد په مبارزه کې روښانه شو. د عمومي خدماتو رییس ، د بین المللي خدماتو عامه اړیکو لوی رییس بابر افتخار اعلان وکړ چې "ايالتونو د ملکي چارواکو په مرسته د ۱۹۷۳ اساسي قانون ۲۴۵ مادې لاندې د نظامي خدمت غوښتنه شوي
له بلې خوا ، فدرالي حکومت د روژې په مبارکه میاشت کې د لمانځه لپاره د جوماتونو د پرانستلو لپاره د علماو او دیني عالمانو فشار ته غاړه ایښې ده. دیني عالمانو د ۲۰ ټکو معیاري عملیاتي کړنلارې اعلان کړي چې دا به د فاصلو د ساتلو په ترڅ کي په جوماتونو کې د لمانځه لپاره لارښوني وکړي
پداسې حال کې چې دا د دې ویروس سره په مبارزه کې هوسا او آرامه دی ، پاکستان د کشمیر مسله په پورته کولو کې فعاله دی
عمران خان د جمو او کشمیر لپاره د هند په نوي ډومیسائل قانون نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د هند دغه اقدام د کوویډ-۱۹وبا په نړیوال تمرکز کار کوي
پاکستان د پولې هاخوا د اوربند سرغړونې هم زياتي کړې او په کشمیر کې یې د وسله والو ترهګرو په بریدونو کې يي خپله ښکيلتيا زياته کړي
په تیرو څو اونیو کې ، د پاکستان لخوا د اوربند سرغړوني مخ په ډیریدو دی. د راپورونو له مخې ، د جمو او کشمیر پولیسو ویلي چې پاکستان د بارامولا ولسوالۍ په اوری او پونچ سیمو کې اوربند سرغړوني زياتي کړي
د کوویډ-۱۹سره په مبارزه کې د دوه ګاونډیو هیوادونو تر منځ توپیر خورا څرګند دی. پاکستان کي د مثبتو قضیو شمير په مخه زياتيږي او د لوی تلفاتو لامل کیږي. دا کولی شي په هیواد کې ویجاړونکی اغیزه ولري
د اوربند سرغړونه به د کشمير مسله نوره هم پیچلې کړي چې په دې توګه به د هند - پاکستان اړیکې نورې هم ترنګلي شي
Comments
Post a Comment