کوویډ-۱۹ ترمنځ د هندوستان د غلي يا خوراکي توکو غټه ذخيره يو لوي راحت دي
ليکنه : د جي شري نيواسن
ژباړه : د پښتو څانګي
د هیواد په کچه د بند او ټیټ اقتصادي فعالیت په جریان کې د کوویډ-۱۹ ناروغئ يوه ستونزه رامینځته کړي مګر د خوراکي توکو ریکارډ توليد او پيداوار په لوی اقتصاد کې خورا د خوشحالئ يو ماحول رامنځته کړي . دې کار امیدونه راپورته کړي چې څنډې ته شوي او وسايل نلرونکي خلک به په اسانه ساه واخلي. حکومت هوډ لري چې د دې حاصلاتو پوره استعمال وکړي
په مرکزي حوض کې د خوراکي توکو ذخیره د روان مالي کال ۲۰۲۰ م د اپریل په مياشت کې په مجموعي ډول ۷۳،۸۵ ملیون ټنو ته ورسیده . دا تر دې دمه ترټولو لوړه کچه ده او د لږترلږه عملیاتي - سټراټیژیک حوزو اړتیا چي ۲۱،۰۴ ميليون ټنه جوړيږي ، په پرتله دري نيم چنده زياته ده . له کله راهیسې چې د روان لاک ډاون سلسله روانه شوي د ایالتي وزیرانو سره د خپل وخت په وخت غونډو څخه وروسته ، لومړي وزیر نریندر مودي د خپل څلورمي ډیجیټل غونډي پرمهال ، په هیواد کې د عامو خلکو ژوند ته د راحت رسولو اړتیا په ګوته کړه. د لومړي وزیر لخوا دا ډاډ ورکوونکې څرګندونې په بيړه یوه ورځ نه دي راغلې حتی که څه هم د وبا په ناروغۍ د عامو خلکو ژوند په ټپه ولاړ دي په مجازی کائنات کې د ژوند په پرتله د ژوندانه په اړه بحث شتون لري
د هندوستان د خوراکي توکو يا د غلي کارپوریشن ( ايف سي ايي ) په دومداره زخيرو کي ځنډ راغي چي وريجي ورکي ۴۹،۱۵ ميليون ټنه وو چي د اپريل لومړي نيټي لپاره پکار د لږ تر لږه ۱۳،۵۸ ميليون ټنو څخه ۳،۶ چنده زيات وو او داسي د غنمو مقدار ۲۴،۷ ميليون ټنه وو چي د اپريل لومړي نيټي لپاره پکار اړتياو په پرتله ۳،۳ چنده زيات وو ، او دا په داسي حال کي و چي د نوي فصل موسم پيل شو
د یادونې وړ ده چې د هندوستان د غلي اغستلو تګلاره بلکل شفافه ده چې له مخې يي د غنمو او د وريجو د خرڅ وړانديز د بزګرانو لخوا کيږي او دا د ايف سي اي يا د ايالتي حکوتونو يا ايالتي ايجنسيو لخوا په لږترلږه بيه پیرودل کیږي. ترڅو کروندګرو سره مرسته وشي او دوي تاوان ته مخامخ نشي . بزګرانو ته د ورکړي کيدونکي نرخ لګښت د کرهنې سکتور ته د خوراکي توکو سبسيډي په توګه رامینځته کیږي او دا غله د کال پاتي دوره کي د هيواد نفوسو لپاره ساتل کيږي
حکومت پدې برخه کې د محتاط پاتي کيدو سوچ باندې عمل کوي ځکه چې ملت د تیرې دورې "کښتۍ څخه تر خولې" پوري د پاليسئ یرغمل نشي ساتل کیدی کله چې هیواد د کورني مصرف کونکو اړتیاوي پوره کولو لپاره په وارد کيدونکي خوراکي توکو تکیه لرله
د "زرغون انقلاب" څخه مننه ، د کرنې بیلابیل نوښتونه او د بزګرانو لخوا د پشاکال بارانونو له لاسه د ماتي نه خوړلو لپاره کوټلي ګامونه واغيستل شول او اوس په هیواد کې هرکال ښه حاصلات کیږي. هیره دې نه وي چې د هندوستان د خوراکي توکو محصول چې د زریزې په پیل کې ياني ۲۰۰۰-۲۰۰۱ کي د هندوستان د غلي توليد ۱۹۷ ميليون ټنه وو او کله چي حکومت په دوامداره توګه د ځانګړي برنامو له لارې کرنیزو برخو سره مرسته وکړه ۲۰۱۹-۲۰۲۰م کي ۲۹۲ ميليون ټنو ته دا پيداوار ورسيد . پدې کې ، د نورو شيانو سره سره د پردھان منتري کسان سمان نیدهي یوجنا ، د ۲۰۱۹ م کال په فبرورۍ کې کرونده ګرو ته حکومت لخواه د شپږ زره روپيو زياتيګړي مستقیم عاید يا مرسته او د پردھان منتري کسان مان دهن یوجنا او د۶۰ کالو عمر ته په رسيدو د بزګرانو لپاره د پينشن ګټي
د مارچ مياشتي په ۲۷ مه نيټه پردهان منتري غریب کلیان یوجنا يا د لومړي وزير د نادارو د خيرخيګني پلان به د خلکو ربړ او کړاو لرې کړي ځکه چې دا د خوراکي توکو ذخیره توزیع کولو کې مرسته کوي ، پداسې حال کې چې د خوراکي توکو د خوندیتوب ملي قانون د ټولو کلیو او څلورو
کي دريمي برخې ټولو ښارونو ته پوښښ ورکوي پدي کي پنځه کیلوګرامه اضافي وريجي او غنم وړیا ورکول او د اپريل څخه جون تر میاشتې پورې د ۵ کیلو غنمو ۲ روپئ في کيلو په حساب او داسي وریجې په ۲ روپۍ في کيلو په حساب ورکول کيږي او
داسي به پاتي ذخيره پاي ته ورسولي شي
د داسې ګټورو پالیسیو په پلي کولو سره ، هندي کروندګرو د طبیعي پیښو او د موسم سره هوساینې وښودلې ترڅو د کښت په لومړني کار باندې تمرکز
وکړي او د ملت لومړني اړتیاوې پوره کړي. د هندوستان کروندګر رامینځته شوي هرډول ګواښ پروړاندې اصلي څارونکي او د لومړۍ کرښې سرتیري پاتي شوي

Comments
Post a Comment