لومړي وزير د کوویډ-۱۹ پروړاندي مقابله کولو لپاره د خلکو مبارزه وستايله
ليکنه : د کوشيک راي
ژباړه: د پښتو څانګي
لومړي وزیر نریندر مودي د ۲۰۲۰م ميلادي کال اپريل په ۲۶ مه يکشنبي په ورځ د خپل من کې بات پروګرام کې د هندوستان له خلکو مننه وکړه چې د کورونا وايروس پروړاندې یې ګډه مبارزه کړي
ښاغلي مودي وویل چې د هیواد په کچه د لاک ډاون يا بند پرمهال د خلکو لخوا چلول کيدنکي او د خلکو متمرکز اقدامات خپل کړي شول چي د نړیوالې پالیسۍ جوړوونکو د پام
وړ ټکي وګرځيدل
لومړي وزیر د هند ځوانانو څخه وغوښتل چې راشي او د هند د ایوروید بډایه طبي دود نندارې ته وړاندې کړي. د درملنې پخوانی هندي ساینس د خلکو زیان رسونکي ستونزو ښه حل لري. ښاغلي مودي پر ځوانانو هم غږ وکړ چې پدې مهم وخت کې نوښت وکړي. نوښت د خوندي او هوسا راتلونکې لپاره کلئ لري
د هند لومړي وزیر په راډیو خپلي وينا پرمهال وویل ، د هندي پولیسو نوی څیره راپورته شوې. هغه وویل چې هغوي د قانون او نظم ساتلو لپاره د وظیفې د غوښتنې څخه زياتيګړي دندي تر سره کوي . نن ورځ په ټول هیواد کې پولیس خواړه برابرولو ، راحت او عام وګړو ته د مرستې چمتو کولو کې مخکښ دي. لومړي وزیر یادونه وکړه چې ډیر خلک حتی په بیړني حالت کې د پولیسو لخوا روغتونونو ته وړل شوي
ښاغلي مودي وویل د ډاکټرانو ، نرسانو ، پیراميډیکل کارمندانو او نور مخکښ خدمات کونکو او دکوويډ-۱۹سره نور مبارزه کونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکولو لپاره وروستي آرډیننس د نن ورځې اړتیا وه. هغه خلکو ته وویل چې د کورونا سره مبارزه کونکو په وړاندې بریدونه په تهذيبي ټولنو یو تور داغ دی او هغه خلک چي قانون ماتوي ، قضاوت ته به راوستل شي
لومړي وزیر وویل چې د کورونا ویروس ناروغي او په نتیجه کې لاک ډاون یو څه مثبت اغیزې هم منځ ته راوستي . د وبا ناروغي نورمال حالت مات کړی دی. دا خلک دې ته اړ کړي چې په نوي ډول د لومړیتوبونو په اړه فکر وکړي. د کورونا څخه ورستئ نړۍ به له هغه طریقې سره توپیر ولري چې موږ یې پخوا په ژوند کي کاروله . هند ښودلې چې د لږترلږه اړتیاو سره ساده ژوند کول غوره لار ده
د هند لومړي وزیر وویل چې موږ باید خپله څارنه کمولو ته اجازه ورنکړو چي ناراحته یا بااعتماده شو خوا که دا ویروس زموږ ګاونډ یا کورونو ته ونه رسیږي ، موږ باید وروسته هم محتاط پاتې شو. ډیرو هیوادونو ددي لپاره دروند قیمت تاديه کړي ځکه چې دوي احتیاط څخه کار وانغيست
لومړي وزیر مودي یوځل بیا له خلکو وغوښتل چې د بند په موده کې د کور دننه پاتې شي. هغه وویل چې د لاک ډاون له ختمیدو وروسته به هم یو څه محدودیتونو ته اړتیا وي. هغه وویل چې د خلکو ترمینځ د ۲ گزو فاصله ساتل به اوس خورا مهمه وي
لومړي وزیر د لاک ډاون پدي موده کي د خلکو لخواه ځینې جشنونه په لمانځلو هم له هغوي څخه مننه وکړه چي کور دننه په پاتې کيدو او په خورا ساده طریقه يي ولمانځل . هغه د اکشې تریتیا او د رمضان د سپېڅلې میاشتې په پیل خلکو ته مبارکي وویله . هغه هیله څرګنده کړه چې خلک به د روژې او لمونځونو پرمهال د ځایی چارواکو د لارښوونو درناوي وکړي . هغه د مسلمانانو او د نورو ټولنو مشرانو هم مننه وکړه چې له خپلو خلکو یې غوښتنه کړې چې د بند پرمهال له غونډو او په ګډه د عامه لمونځونو څخه ډډه وکړي
لومړي وزیر وویل چې د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه په عزم ، هوډ او په بیړني حالتونو کې د نه ډاريدو سره ګټل کیدی شي

Comments
Post a Comment