لومړي وزير غريب کليان ان يوجنا يا نادارو ته خوړا د برابرولو پلان وغځولو

ليکنه : کوشيک راي
ژباړه: پښتو څانګه
د دويم انلاک له پیل دمخه لومړي وزیر نریندر مودي ملت ته خطاب وکړ. هغه وویل ، د مون سون فصل په هیواد کې پیل شوی ، او ډیرې ناروغۍ راوړي؛ هغه له ټولو هنديانو څخه وغوښتل چې د مون سون موسم کې ځان ته ځانګړې پاملرنه وکړي
لومړي وزیر وویل ، د کورونا د وبا له امله د مړینې کچې په پام کې نیولو سره ، هند د نړۍ د ډیری هیوادونو په پرتله نسبتاً ښه حالت کې دی. د وخت په تیریدو سره قرنطين او نورو پریکړو د ملیونونو خلکو ژوند وژغوره. دمخه ، موږ د ماسکونو اغوستلو ، ټولنیز واټن او د ٢٠ ثانیو لپاره د لاسونو مینځلو په اړه ډیر احتیاط کاوه. مګر نن ورځ ، کله چې موږ ډیر محتاط کیدو ته اړتیا لرو ، د غفلت زیاتوالی د اندیښنې لامل دی
ښاغلي مودي وویل ، موږ اړتیا لرو مهار شويو زونونو ته زیاته پاملرنه وکړو. هغه څوک چې مقررات نه مراعات کوي باید ودرول شي او خبرداری ورکړل شي. ټولو په خبرونو کې لیدلي دي ، چې د یوه هیواد لومړي وزیر په عامه ځای کې د ماسک نه اغوستلو لپاره ۱۳۰۰۰ جريمه شوی ، په هندوستان کې هم ، ځایی اداره باید په ورته لیوالتیا سره کار وکړي
لومړي وزير وويل، دا د ۱۳۰ کروړو هنديانو د ژوند د خوندي کولو لپاره یوه لار ده، که دا د یوه کلي دهقان وي ، یا لومړی وزیر وي ، هیڅ څوک په هند کې له قانون څخه لوړ نه دی
ښاغلي مودي زیاته کړه، چې د لاک ډاون یا ګرځ بندیز په جریان کې د ملت لومړيتوب د دې ډاډ ترلاسه کول وو چې ، هیڅ څوک وږی پاتې نشي. مرکزي حکومت ، ایالتي حکومتي ادارو ، مدني ټولنو ، ټولو د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې وکړې چې بايد هیڅوک دې د خوب بستر ته وږی ولاړ نشي. په دې توګه سمدلاسه وروسته د لاک ډاون نه دولت د ” پردهان منتري غرېب کليان يوجنا “ یا د ” لومړي وزیر د غریبانو فلاحي پلان “ تصويب کړ، چې تر دې سکيم لاندې ۱،۷۵ کرورو روپیو په لګښت له غريبانو سره مرستې وشوي.
په تېرو درې مياشتو کې شل مليونوو غريبو کورنيو د ۳۱ کروړو روپیو په ارزښت مستقيمې ګټې لېږد تر لاسه کړی دی. په دې موده کې ۱۸ زره کروړ روپۍ د ۹۰ کروړو کروندګرو په بانکي حساب کې زيرمه شوي دي
په ورته وخت کې ، د ”پردهان منتري غرېب کلیان روزګار ابهیان “ یعنې د ”لومړې وزیر غریب فلاحې روزګار سکیم “ به ژر تر ژره په کلیوالي سیمو کې د مزدورانو د کارموندنې لپاره پیل شي، چې په دې کې به ۵۰ زره کروړه روپۍ ولګول شي
په هند کې ، د ٨٠ ملیونو څخه زیاتو خلکو ته د دریو میاشتو لپاره وړیا راشن یا خوراکي توکي ورکړل شوي دي . د کورنۍ هر غړي ته ٥ کیلوګرامه غنم یا وريجې په وړيا توګه ورکړل شوې.
سربیره پردې ، هره کورنۍ هره میاشت کې یو کیلو دال ترلاسه کوي ، هغه هم په وړيا ډول. په دې توګه، د متحده ایالاتو له نفوس څخه ۲,۵ چنده ډیر ، د انګلستان له نفوس څخه ١٢ ځله او د اروپایی اتحادیې د نفوس دوه چنده هندي وګړو ته زموږ د حکومت لخوا وړیا راشن ورکړل شوي
لومړي وزیر وویل ، له بارانونو وروسته به په هندوستان کې د فستيوالونو فصل پیل شي. دا د اړتیاو او لګښتونو د زیاتوالی په پام کې نیولو سره ، پریکړه وشوه چې، ”پردھان منتري غریب کلیان ان یوجنا “ یعنې د ”لومړي وزیر د غریب فلاحي خوراک پلان “ به تر ډیوالي یا د څراغونو جشن ،او تر چهټ پوجا پورې ، په ټوله کې د نومبر تر پایه پورې وغځول شي
د ۸۰ ملیون وګړو لپاره د پردهان منتري غرېب کلیان ان یوجنا به د جولای ، اګست ، سپټمبر ، اکتوبر او نومبر کې هم دوام ولري. حکومت به د پنځو میاشتو لپاره ۸۰ کروړو بې وزله هندیانو ته وړیا راشن یا خوراکي توکي چمتو کړي. د کورنۍ هر غړی به پنځه کیلو غنم یا وريجې ترلاسه کړي. همدارنګه ، هره کورنۍ به په میاشت کې یو کیلو ګرام چنه دال يا دال نخود وړيا ترلاسه کړي .
ددې سکيم اوږدیده به ۹۰ زره کروره روپی لګښت ولري
په دې سکیم باندې د تیرو دریو میاشتو د مصرف په شمول ، مجموعي مصرف ۱۰۵ لکه کروړه روپیو ته رسیږي
ون نیشن ون راشن کارډ یا د یو ملت یو خوراکي کوپون هم پلی کیږي، د دې لویه ګټه اخیستونکي به هغه څوک وي چې د کار په لټه کې نورو ایالتونو ته ځي
لومړي وزیر وویل ، نن ورځ ، که حکومت وړ او اړو خلکو ته وړیا راشن چمتو کړي، نو کریډیټ دوه کټګوریو ته ځي
یو - زموږ د هیواد کروندګرو یا بزګرانو ته
دوهم - زموږ د هیواد ریښتیني مالیه ورکونکو ته
دا د دوی سخت کار او سرښندنه ده چې له امله یې ملت دا وړتیا لري
په راتلونکو ورځو کې به هندوستان د ټولنې د بې وزلو او ، محرومو برخو د ځواکمنولو هڅې لا ګړندۍ کړي. پداسې حال کې چې ټول احتیاطي ګامونه اخیستل شوي، هندوستان به خپل اقتصادي فعالیتونه نور هم پراخه کړي. موږ ټول اړتیا لرو د ” آتم نیربهر بهارت “ یا ” په ځان بسیا هندوستان “ لپاره په دوامداره توګه کار وکړو. موږ ټول باید "د ځایی خلکو لپاره غږ اوچت کړو". د دې ژمنې او تعهد سره به د دغه هیواد ۱۳۰ مليونه خلک یو ځای کار وکړي او پرمخ به لاړشي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت