جي-۷ ډلي هانګ کانک په ترڅ کي د چين غندنه وکړه
ليکنه: د ډاکټر تتلي باسو
ژباده : د پښتو څانګي
د جون په ۳۰مه نيټه ، په چین کې د نيشنل پيپلس کانګرس دایمي کمیټۍ د هانکانګ لپاره د ملي امنیت متنازه قانون تصویب کړ. دغه قانون چین ته د هانګ کانګ د سپارلو له کلیزې سره سره نافذ شو چې په ۱۹۹۷م کال کي ترسره شوي وو. چین د هانکانګ د قانون جوړونې په شورا سترګي پټولو سره دغه قانون تصویب کړ. که څه هم لویو قدرتونو لکه متحده ایالاتو ، کاناډا ، فرانسه ، جرمني ، ایټالیا ، جاپان ، انګلستان او د ۷ صنعتي هيوادونو ډلي ، جي ووم کې د اروپا اتحادیې عالي استازی لخوا "جدي اندیښنې" څرګندي شوي مګر چین ويل چې د ملي امنیت قانون د "یو هیواد ، دوه سیسټمونو" اصول نه کمزوري کوي
د جون په ۱۷ مه د جي -۷ هیوادونو ، په یو بیان کې وویل چې "د چین پریکړه نه د هانګ کانګ اساسی قانون او نه د هغه قانوني ژمنې سره چې د ملګرو ملتونو لخوا راجسټر شوي چین او انګلیس ګډي اعلامۍ د اصولو نړیوالې ژمنې سره سمون خوري . د ملي امنیت مجوزه قانون به د یو هیواد ، دوه سیسټمونو اصول او د خاورې د خپلواکي لوړې درجې ته جدي زیان ورسوي. دا به هغه سیسټم له خطر سره مخامخ کړي چې هانګ کانګ ته وده ورکوي او په ډیرو کلونو کې یې بریا رامینځته کړې. سربیره پردې ، د جي - ۷م مشرانو اندیښنه څرګنده کړه چې دا به د قانون حاکمیت او د قضایه قوي خپلواک سیسټم موجودیت سره د ټولو خلکو اساسي حقوقو او آزادۍ ته ګواښ پیښ کړي
د هانکانګ په اړه د جي-۷مي ډلي بیان ته په ځواب کې ، د چین د بهرنیو چارو وزارت مشاهده وکړه چې د هانګ کانګ اړوند مسلې د چین داخلي معاملي دي او پدې توګه د هیڅ بهرني حکومت یا سازمانونو یا اشخاصو لخوا مداخله به ونه زغمل شي. چین ادعا کوي چې ددي هدف دا دي چي د هانګ کانګ د ساتنې لپاره قانوني جوړښت او میکانیزم ته وده ورکړي او اړونده اړخونه یې اړ کړل چي د اساسی قانون ولولي چي ورکي د نړیوال قانون او د نړیوالو اساساتو ته غاړه ایښودل شوي او وايي چي د هانکانګ په چارو او د چین په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي . چینایی رسنيو ټینګار کړی چې نوی قانون د خورا لږ شمیر افراطي طاقتونو لخواه پورته شوي چې هانګ کانګ بې ثباته کولو لپاره د بهرنیو ځواکونو سره په ګډه کار کوي
داسې اندیښنې شتون لري چې د نوی قانون مقصد د هانګ کانګ د دیموکراسۍ پلوه لاریونونه فشار لاندي راوستل دي چې په وروستیو وختونو کې یې نړیوال پام ځانته اړولی. نوی قانون داسي واک غزوي چي د چین سره د هر ډول مخالفت مخنیوی وکړي شي او د هانګ کانګ په بې ثباته کولو کې د بهرني عناصرو ممکن رول په نښه کړي . پراخه لاریونونه او تاوتریخوالۍ ، په وروستیو کې په هانګ کانګ کې لیدل شوي. داسې مثالونه شتون لري کله چې لاریونونو په هوایی ډګر او مځکني عملیاتو اغیزه وکړه. د چین هدف دا دی چې د تعصب ، تخریب ، تروریستي فعالیت ، او د بهرني هیواد سره ملګرتیا یا بهرني عناصرو سره د ملي امنیت په خطر کې د اچولو خطرات په نښه کړي. چین به په هانکانګ کې د ملي امنیت اداره جوړه کړي
لکه څنګه چې د هانګ کانګ خپلواکي له لاسه تلي متحده ایالاتو مهم اقدامات پیل کړي. واشنګټن هانک کانګ ته د دفاعي تجهیزاتو او د لوړي ټیکنالوژۍ امريکايي توليداتو په صادراتو باندېي بندیز لګولی. سربیره پردې ، متحده ایالاتو هم پریکړه کړې چې د چینايي کمونست ګوند چارواکو باندې د ویزې محدودیتونه پلي کړي څوک چې د هانګ کانګ خپلواکي تر پښو لاندې کوي . د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې چین هيڅ کله نشي ډارول کيداي او واشنګټن به هیڅکله په هانک کانګ کې د ملي امنیت د ساتلو لپاره د بیجینګ د هڅو د مخنیوي لپاره د بندیزونو په لګولو کې بریالی نشي. د اروپا اتحادیې د شورا رییس ، چارلس میشل د قانون په اړه د چین پریکړه غندلي
د نړیوالې ناروغۍ سربیره ، چینایی چلند نه یوازې په هانګ کانګ کې بلکه په نورو ځايونو لکه تائیوان ، سویلي چین سمندر ، ختیځ چین سمندر او همالیا کې په سرحدونو کې هم په بشپړ ډول ليدل شوي دي
په عین وخت کې ، چین هم دې حقیقت ته پام ندی کړی چې امریکا هند ، روسیه او سویلي کوریا په جي ۷م کي شاملول غواړي او بيجنګ د بيګانه توب احساس کړي
Comments
Post a Comment