په نيپال کي روان سياسي بحران

ليکنه : د ډاکټر نهار نايک
ژباړه : د پښتو څانګي

د کوویډ-۱۹ روان بحران په جریان کې ، نیپال له لوی سیاسي کړکیچ سره مخ دی ځکه چې د نیپال د کمونست ګوند ځینې لوړ پوړي واکمن ګوندونو د لومړي وزیر کي پي شرما اولي د استعفي غوښتنه کړې. سربیره پردې ، دا لومړی ځل دی چې له ۴۴ غړو څخه ۳۱ غړو د ښاغلي اولي په کلکه مخالفت کړی. د ستري محکمي ناسته د می په ۲۴ د اجنډي ۳ ټکو سره پیل شوه او پدي ترڅ کي د نیپال د حکومت پالیسيو او فعالیتونو ارزونه وشوه دا ۳ ټکي دي - د کوویډ-۱۹وضعیت اداره کول ،
د هند - نیپال د پولي مسله او د ملګرو ملتونو د زریزې ننګونې همکارۍ پارلماني تصویب .
پدي ستونزو هغه د واکمن ملي ګوند غړو په ګډون د ډیرو ډلو له لاسه سخت مقاومت ته مخامخ شو
په پیل کې د دايمي کمیټۍ په ناسته کې ، مشرانو د لومړي وزیر انتقاد وکړ چي ښې حکومتدارۍ کي پاتي راغلي ، د فساد د زياتوالي مخه يي نده نيولي او د کوویډ-۱۹ کنټرول کولو کي هم ناکامه شوي . په هرصورت ، په ګوند کې شخړي هغه وخت نوري هم ژورې شوې کله چې په ګوند کي د اولي شريک مشر ، پشپ کمل دهل عرف پراچندا ، مشر مادهو کمار نیپال ، جهالا ناتھ خانال ، او بمب ديو گوتم غوښتنه وکړه چې ښاغلی اولی باید د ګوند او د لومړي وزیر په توګه ناکامه کيدو په سبب استعفا ورکړي. هغه پدي هم تورن شو چي په هند او ځینې نورو مشرانو د خپلي ناکامۍ پړه اچوي او غندنه يي کوي . مشرانو ادعا کړې چې ښاغلي اولي ددغه راز بیانونو څخه وروسته د حکومت او ګوند رهبري کولو اخلاقي حق له لاسه ورکړی
د نیپال لومړي وزیر ویلي دي چې په نیپال او هندوستان کې ځيني طاقتونه د نوي سیاسي نقشي تایید لپاره د هغه د کلک اقدام په مقابل کې د انتقام اخیستلو لپاره د هغه د حکومت د ړنګولو هڅې کوي په کوم کي چې کالاپاني ، لیپولیک او لیمپیادهورا شامل کړي شوي چي د هند خپلواکي سیمي دي
د دې کال په پيل کې هم پراچندا ډلې د ښاغلي اولي د استعفي غوښتنه کړې وه. پدغه وخت کې لومړي وزیر اولي د می په ۸ مه د هند د لیپوليک - مانسرور سړک له پرانستلو وروسته د خلکو پام بل اړخ ته اچولو په موخه نوې نقشه خپره کړه چې په کې د نیپال خاورې په توګه کالاپاني او لیمپیادورا او ورسره لیپوليک وښودل شول . هغه د چین مرستې هم واخیستې ترڅو د خپل ګوند په مشرانو باندې فشار راوړي چي یوموټي شي او د هغه حکومت ته دوام ورکړي
این سي پی د ۲۰۱۸م د فروری د مياشتي په ۲۱ مه نيټه جوړ شو ، وروسته له هغه چې د کي پي شرما اولي په مشرۍ د سي پي اين ( يو ايم ايل ) او پراچندا په مشرۍ د سي پي اين ( ماویست ) يو ځاي کړي شول او د مارکسیسټ - لیننیستټ نظریه د شاملولو لپاره د ۷ نکاتو تړون لاسلیک کړي شو . د یووالي اصلي هدف ټولنیز انصاف سره ، هیواد د سوسیالیزم او اقتصادي سوکالۍ په لور رهبري کول و
له یوځای کیدو دمخه ، دواړه خواو د ۲۰۱۷م کال پارلماني ټاکنو کې د برخې اخیستنې لپاره ، د ټاکنو څخه دمخه اتحاد جوړ کړی و. دې اتحادیې په پارلمان او له ۷ ولايتي شوراګانو څخه په ۶ کې د رایو اکثریت ترلاسه کړ
د اولي حکومت بشپړه ناکامي د کټمنډو او نیپال په نورو ښارونو کې د لاریونونو څخه څرګنده شوی چېرته چې په زرګونو ځوانان د جون د نهمې راهیسې شعارونه پورته کوي چي ( اوس اوبه له سره تير شوي ) . هغوي د کوویډ-۱۹ بحران په اداره کولو کې د حکومت څخه د ښه ځواب غوښتنه کوي. تر دې دمه په نيپال کي ۱۴ زره خلک په کوویډ-۱۹ ناروغي کي اخته شوي او ۲۴ کسان مړه شوي
په عین وخت کې توکميز او لږه کۍ ډلو د جون د ۲۳ مي نیټې راهیسې د نوي تابعیت قانون لپاره د حکومت پروړاندې لاریون کوي ​​، کوم چې د نیپال تابعیت ترلاسه کولو لپاره د نیپالی اتباعو سره د واده کولو وروسته بهرنیو میرمنو لپاره د اوه کالو موده ټاکي . دا لاریونونه په منظم ډول د تراۍ په سیمه او همداشان کټمنډو په ښار کې دوام لري
نیپال او هند تل د جغرافیه ، تاریخ او کلتور لرغوني مناسباتو پراساس غوره دوه اړخیزو اړیکو څخه خوند اخیستی . دا اړیکې جامع او څو اړخیزه دي. دواړو هیوادونو د ۱۹۴۷ جون په ۱۷ مه ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې وي . پرانیستې پوله او د ۱۹۵۰م کال د سولې او دوستۍ تړون د اړیکو خاصيت پاتې شوي . هندوستان د سوله ییزې همکارۍ ، د برابرۍ او د نیپال د هیلو او حساسیتونو درک او اصولو ته ژمن دی او دواړه هيوادونه د برابر انکشافي شریکانو په توګه د یو بل سره وده کوي. کتمنډو هم اړتيا لري چي هم دغسي احساسات ولري

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت