دعمران کړاونه: اوس شور او غوغا به کار ونکړي
ليکنه . د ډاکټر اشوک بيهوريا
ژباړه : د پښتو څانګي
داسي بريخي چي ګني غبرګون له پخوا نه چمتو و ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ، د ۲۰۲۰م کال د جون په ۲۹مه نيټه په کراچۍ کې د پاکستان سټاک ایکسچینج په برید هند تورن کړ په کوم کي چي ۱۳ تنه ووژلي شوي چي څلورو پکي وسله وال بريدګر وو
دا د حیرانتیا خبره نده ځکه چې په پاکستان کې د هرڅه لپاره هند ملامته کيږي او دا د پاکستاني مشرانو خوښه پاتي شوي په ځانګړي توګه کله چې دوی د خپلو خلکو غوښتني پوره کولو کې پاتې راشي
په حقیقت کې ، په ګوند کې د عمران سیالانو د برید څخه څو ورځې دمخه ، د هند لخوا د جعلي بیرغ عملیاتو په اړه خبرې پیل کړې وې ، د هند ضد بیاناتو فشار یې راپورته کړي وو او وجه يي دا وه جي دا ډول برید لپاره پاکستان چمتو کړي. ښاغلي خان دا هم ونه ویل چې که چيري ادارو ته د کيدونکي بريد په اړه مخکیني معلومات وو نو ولې هغوي ددي بريد مخه و نه نيوله
د کلونو په جریان کې ، دا ډول تاکتیکونه د ډیرو پاکستاني مشرانو لخوا د خلکو پام بل اړخ ته اړولو او خپلي ناکامۍ پټولو لپاره کارول کيږي . عمران خان هم توپیر نلري. په حقیقت کې د هند په وړاندې دا ډول بې اساسه تور لګولو لپاره د پاکستان لومړی وزیر باید د بلوڅ یاغیانو څخه مننه وکړي چې هغه ته یې دا موقع په لاس ورکړه . هغه به داسي د خلکو پام د هيواد کړکیچونو څخه واړوي چې نن ورځ د پاکستان د ناکرارۍ لامل کیږي
عمران خان د محاصرې لاندې يو سړي په څیر چلند پیل کړی دی. د يو ټاکل شوي لومړي وزیر په توګه د هغه څخه کار اخیستل کیږي ، د هغه طاقت د پاکستان پوځ دي چي دا وخت پخپله ضعیف ښکاري
د ښاغلي خان لخواه د پاکستان سیاست او اقتصاد د اداره کولو طرز د ډیرو شنونکو لخوا وستایل شو کله چي هغه واک ته ورسيد مګر دوی اوس د هغه په وړاندې مخالفت کړی دی. د ملي حساب ورکونې دفتر استفادې سره سره ، هغه د قانون سرغړونه کونکي محکمې ته په راوستلو کې پاتې راغلی. بلکه ، هغه د فاسدو سیاستوالو لخوا محاصره شوی ، ډیری یې په خپله کابینه کې د وزیرانو په توګه ټاکلي . د هغه ډیرو ملاتړ کونکو په هغه کې هغه زړي تيروتني پرګوته کړي چي په پخوانيو مشرانو کي موجودي وي
د دوی څخه یو ، ارشد بهټي ، څه موده وړاندې په اردو رسنیو کې یو کالم لیکلی و چې عمران په بشپړ ډول ناکام شوی او دا چې د پاکستان د خوښې وړ لومړي وزیر د تیر ۲۲ میاشتو وخت ضایع کولو لپاره بايد خلکو ته ځواب اووايي . یو بل مشهور نظر ورکونکی ، حسن نصر چې د تیرو ټاکنو پرمهال یې د هغه ملاتړ کاوه ، اوس د هغه پرضد ولاړ دي
فواد چوهدري ، چې د عمران تحریک انصاف یو له تر ټولو مشهورو مشرانو څخه دی ، په خپله یوه وروستۍ مرکه کې د خلکو ترمنځ يي د ګوند څيره خرابه کړي او دا یې ومنله چې حکومت ښه پايلي په وړاندي کولو کې پاتې راغلی ، او ګوند دننه هر څه روغ ندي
څو ورځې وړاندې ، د اتحاد یو ملګری ، بلوڅ ملتپال ګوند - مینګل لاري جدا کړي . مشر اختر مینګل د حکومت په اړه خپله ژمنتیا څرګنده کړې وه چې حکومت به د بلوڅو د ښه والي لپاره کار وکړي
د پاکستان اپوزیسیون د خان د لرې کولو هڅې کوي. هغه لخواه اسامه بن لادن د يو شهید په توګه بلل خاي چي هغه د جهادي بنسټپالو سره خواخوږۍ لري . او هم دا وجه ده چي د هغه ګوند نور مشران د هغه پرضد شول . د بودیجې په اړه يي هم انتقاد کيږي چي دا د بې وزلو خلکو پرضد دي . اپوزیسیون د ملي شورا وياند پر وړاندې د باور رایې غوښتنه هم کوي. په راتلونکو ورځو کې ، تمه کیږي چې مخالفین خپل دریځ پیاوړي کړي او هغه ته به نورې ننګونې هم ولري
د دې ټولو په مینځ کې ، ښاغلی خان د اپوزیسیون مشر شهباز شریف تداوي لپاره چینايي وړاندیز په اړه هم ناراحتي احساس کوي څوک چي کورونا وايروس کي اخته پاتي شوي
داسې ګونګوسې شتون لري چې ټول ځواکمن نظامي تاسیسات ، په ځمکه وضعیت ګوري. په هرصورت ، دوی نه غواړي عامو خلکو ترمنځ د عمران د ناکامیو تور دوي په سر راشي
د دې پس منظر په وړاندې ، د "منفي عمران" فورمول په پاکستان کې د رسنيو مهم ټکي جوړ شوي . په اسمبلۍ کې ښاغلي خان ویل چې دا مهال د هغه هیڅ بدیل نشته ، ممکن دا د ځان ډاډ ورکولو تمرین وي ، مګر داسې بریښي چې د هغه پرضد ټولي تيارسۍ شوي
Comments
Post a Comment