د هند او بوټان ترمنځ اړيکي نوري ځواکمني شوي
ليکنه : د رتن سالدي
ژباړه د پښتو څانګي
د ۶۰۰ میګاواټو خولنګچو هایدرو پاور پروژې لپاره د هند او بوتان ترمینځ شوي هوکړه ليک ، زموږ د ځانګړي او وخت په دور ازمايښت شوي د دوه اړخیزو اړیکو یو بل مهم ګام دی. د سیند دا پروژه په ختیځ بوتان کې د خوشونگچو سیند په ښکته لاره کې موقعیت لري. دا به د خولنګچو هایدرو انرژي لمیټډ لخوا د بوټان د ډرک ګرین بریښنا کارپوریشن او د هندوستان د ستلوج د اوبو بريښنه لمیټډ شرکت ترمینځ جوړه شوې ګډي پروژي پواسطه پلي شي. تمه کیږي چې دغه پروژه به د ۲۰۲۵م کال په دوهمه نیمای کې تکمیل شي. د امتیازاتو تړون د بوتان په پلازمینه تیمپو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر او د بوتان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر تاندي دورجي په شتون کې د ویډیو کنفرانس له لارې لاسلیک شو
بوتان په نسبي ډول یو کوچنی همالیایي هيواد دي او د ۳۸ زره ۳۰۰ مربع کیلومټرو پراخوالی سره ، په شمال کې چین سره او په سویل ، لویدیځ او ختیځ کې هند سره پوله لري. دا هیواد بډایه کلتوري میراث لري او د مختلفو نباتاتو او حیواناتو نسلونه لري . د هیواد ټول نفوس شاوخوا اته لاکه دی. شاوخوا ۶۰ زره هنديان هلته د سوداګرو په توګه میشته دي او د بیلابیلو پروژو لپاره کار کوي ، په ځانګړي توګه د اوبو بریښنا پروژې د هند لخوا رامینځته شوي. بوتان پراخ صلاحيت لري. اټکل دي چي د ۳۰ زره ميګاواټو بریښنکوټ يي د عاید اصلي سرچینه ده. د اوبو بریښنا د هیواد په عایداتو کې ۲۷ سلنه زیاته مرسته کوي او د دې هیواد په جي ډي پي کي يي برخه ۱۴ سلنه ده
د تیر کال په اګست کې د ۷۲۰ میګاواټو منګډیچو پروژه پرانستلو سره کله چې لومړي وزیر نریندر مودي د دوهم ځل لپاره تیمپو څخه لیدنه کړي وه ، د بوتان د هایدرو بریښنا تولید ظرفیت ۲۱۰۰ میګا واټو ته لوړ شو. بوتان ته د لومړي وزیر مودي لومړی سفر د ۲۰۱۴م ميلادي کال جون مياشت کي ترسره شوي وو . دا د هند لومړي وزیر اولني سفر وو چې د لومړي وزیر په توګه منسب ترلاسه کولو څخه وروسته يي بهرنیو هیوادونو ته پيل کړي وو . ددي سره يي بوټان ته اهمیت ورکړو او و يي ښودله چې هند د خپل ( ګاونډ لومړی ) تګلاري او په ځانګړي توګه بوتان ته څومره اهميت ورکوي
د هندوستان په مرسته د هایدرو بریښنا درې نورې پروژې هم جوړي شوي . دا د ۳۳۶ میګاواټو چوکها ، د ۶۰ میګاواټو کوریچو او د ۱۰۲۰میګاواټو تاله پروژه ده. دا درې پروژې په بوتان کې په بریالیتوب سره روانې دي چې د هیواد بهرني عایداتو ته مرسته کوي . پدې بريښنکوټونو کې د تولید کيدونکي بريښنه ۷۵ سلنه برخه هندوستان ته پلورل کیږي. د هند او بوتان تر منځ د بریښنا پیرود تړون هم د ۲۰۱۹م کال په اګست کې بوتان ته د ښاغلي مودي د سفر پرمهال لاسلیک شوي وو
بوتان د سیمه ییزو ډلو یو مهم غړی دی لکه د سویلي آسیا د سیمه ایزو همکاریو اتحادیه (سارک) او د ګڼو سيمو تخنیکي او اقتصادي همکاریو لپاره د خليج بنګال نوښت (بیسمسټیک).
په پام کې ده چي بوټان ۲۰۱۷م او بيا ۲۰۱۹م کي د چین د بیلټ او سړکونو نوښت په غونډو کې برخه نه وه اخيستي ځکه چې هند هم د خپلواکۍ په مسلو ددي غونډو مقاطع کړي وه . د سویلي آسیا نور هیوادونه نیپال ، بنګله دیش ، سریلانکا ، مالدیپ او پاکستان پدې غونډو کې شامل شوي وو کوم چې په څرګند ډول د چین لخوا په سیمه کې اقتصادي سلطي لپاره جوړي شوي وي
هند د بوتان ترټولو لوی سوداګریز شریک دی . دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري ۹۲۲۷ ميليارده ډالره جوړيږي . هندوستان بوتان ته موټري ، بریښنایی او ماشینري تجهیزات ، پټرول ، ډیزل ، کیمیايي مواد ، هیدرولیک ترباينونه او داسي نور پرزاجات صادروي. له بوتان څخه د وارداتو عمده توکي دي ، هایدرو بریښنا ، ډولومایټ ، سیلیکون ، د سمنټو کلینکرونه ، لرګي او یو شمیر کرنیز توليدات دي.
د بوتان لوی شمیر زده کونکي په هندي پوهنتونونو کې د سوداګرۍ او قانون په بیلابیلو مسلکي کورسونو کې زده کړې کوي ، چې ډیرو ته د هند دولت لخوا سکالرشيپونه هم چمتو کیږي. کلتوري تبادلې هم په منظم ډول د دواړو هیوادونو ترمینځ ترسره کیږي. هر کال د بوتان زیارت کونکي په هند کې د بودایانو سپېڅلو زیارتونو ته هم راځي
تر دې دمه چین په هڅه کې دی چې په بوتان کې د اوبو د بریښنا تولید په ګډون په بیلابیلو برخو کې پروژې وړاندي کړي . بوتان ته د چین صادرات په تیرو څو کلونو کې څو چنده زیات شوي . د هند ، بوتان او چین ترمنځ د ډوکلام ستونزي څخه پس بوټان د چین وړاندیزونه منلو کې ډیر محتاط پاتي شوی
Comments
Post a Comment