هند او روسۍ ترمنځ ستراتيجيکي اړيکي مخ په زياتيدو دي

ليکنه : د اشوک سجنهار
ژباړه: د پښتو څانګي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو کې لومړي وزیر نریندر مودي هغه ته مبارکي وویله چې په روسیه کې د اساسي قانون د تعدیلاتو ریفرنډم د جون ۲۵ مي نيټي څخه د جولايي لومړي نيټي پوري په بریالي ډول بشپړ شو. په ریفرنډم کې بریالي شوي ښاغلي پوتین به اوس وکولي شي چي په ۲۰۲۴ کال کي خپله اوسنۍ کاري موده بشپړولو څخه پس تر ۲۰۳۶ ميلادي کاله پورې ولسمشر پاتي شي . لومړي وزير مودي د نړۍ لومړي مشر و ، چې ښاغلي پوتین ته یې پدې بریا مبارکي ورکړه
په دوهمه نړیواله جګړه کې د بریا ۷۵ مي کلیزې په ویاړ لمانځغونډي ته په وینا کې ښاغلي مودي د جون په ۲۴مه د بريا ورځې په مراسمو کې د هندي ځواکونو ګډون د هند او روسیې تر
منځ د "تل پاتې دوستۍ" سمبول وباله
دواړو مشرانو د کوویډ-۱۹ وبا منفي پایلي پرګوته کولو لپاره د دواړو هیوادونو لخوا اغیزمن ګامونو په اړه خبرې وکړې. دوی موافقه وکړه چې د کووویډ وروسته د نړۍ ننګونو سره د ګډې مبارزې لپاره هند او روسیه نږدې اړیکې ولري. د هند لومړي وزیر په ۲۰۲۰م کال کې په هند کي جوړيدونکي په کلنۍ دوه اړخیزه ناسته کې د ولسمشر پوتین د هرکلي لپاره خپله لیوالتیا وښوده. د خبرو پر مهال ، د روسیې ولسمشر د دواړو هیوادونو تر منځ ځانګړي او امتیازي ستراتیژیکه ملګرتیا د پياودي کولو په ژمنه ټینګار وکړ
په ۱۹۹۱ کال کې روسیه د يو خپلواک هیواد په توګه د رامینځته کیدو نه وړاندې ، هند او بیا شوروي اتحاد یوه ځانګړې او قوي ملګرتیا وکړه چې په ۱۹۷۱م کال کې یې د سولې ، ملګرتیا او همکارۍ د تړون په لاسلیک کولو ددي نور نمايش وکړ . دې کار د هند - پاکستان ترمنځ جنګ نه وروسته د بنګله دیش ازادي تامین کړه ، سره له دې چې دې پایلې ته متحده ایالاتو او چین سخت مخالفتونه هم وښودل
په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد له ماتيدو وروسته ، روسیه او هند په ۲۰۰۰م کال کې ستراتیژیک ملګرتیا وکړه او داسي په ۲۰۱۰م کال کي يي خصوصي سټراټیژیک ملګرتیا ته وده ورکړه. د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ کلنۍ ناسته د لومړي سفر په جریان کې پیل شوه. دا د هغه اهمیت او لومړیتوب یوه پیمانه ده چې دواړه هیوادونه دې اړیکې ته ورکوي او دا سرمشریزې ناستې ، هرکال تیرو ۲۰ کلونو راهيسي ، وار په وار په دواړو هیوادونو کي ترسره کیږي
تیرو ۲۰کلونو کي دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو کي وده او پراختیا لیدل شوي . دفاع د ورته همکاریو یوه خورا مهمه برخه ده. که څه هم هند د کلونو په جریان کې ، د خپل دفاعي توکو رانيونه متنوع کړي او نور هیوادونه لکه متحده ایالات ، فرانسه او اسرایل هم پکې شامل شوي خو روسیه د هندوستان د وسله تون دفاعي تجهیزاتو ۶۰ سلنه برخه تشکيلوي
په چین کې په لداخ کې اوسني امنیتي سناریو ته په کتلو دا اړینه ده چې د روسیې څخه هند لخوا شوي ټولي غوښتني ، لکه ميګ او سوخوۍ جنګي الوتکي ، ايس -۴۰۰ د توغنديو دفاعي سسټم ، کاموف ۲۲۶-ټي چورلکي او ټي-۹۰ ټانکونو په څير دفاعۍ توليدات هندوستان ته په بیړني ډول چمتو کړي . د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ چې په جون مياشت کې په ۲۴مه نيټه په مسکو کې د نازیزم پروړاندې د بریا ۷۵می کلیزې په لمانځغونډو کې يي برخه اخیستې وه ، د هند دفاعي اړتیاوي په سمدستي ډول په پوره کولو يي بحث وکړ. روسیې ژمنه کړې چې د خپلو ژمنو بشپړ درناوی به وکړي
د چین او هند سره د روسۍ پراخېدونکې اړیکو سربیره ، د هند - روسیې اړیکې غوړېدلي
د ولسمشر پوتین سره د لومړي وزیر مودي تلیفوني خبرو دوه اړخیزو همکاریو ته د پام وړ پرمختګ ورکړ. په چټکۍ سره ځمکني او سیاسي بدلیدونکي سناریو کې ، د هند - روسیې اړیکې نه یوازې دوه اړخیزو مناسباتو لپاره ګټوري دي بلکه د سیمې او نړۍ امنیت ، ثبات او د هوساینې سرچینه هم ده

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت