د هند او چين په پوله دواړو هيوادونو ترمنځ شخړه پاي ته ورسيده
ليکنه: د پروفيسور شري کانت کونډاپالي
ژباړه : د پښتو څانګي
د هند او چین سرحدي مسلو په اړه د دواړو هیوادونو ځانګړي استازو ترمنځ د ۲ ساعتو اوږد بحث نه وروسته ،سرتیرو د پشا کولو اعلان وکړو کوم چي په لداخ کې د هند او چین کړکېچن وضعیت ته د لوی راحت په توګه څرګند شوی ، چې د مۍ میاشتی ۵می نیټی راهیسي رامینځته شوي وو
د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول او د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ترمنځ مجازی خبرې - د دواړو ځانګړو استازو دنده ده چې د ځمکنۍ لانجې حل او هم د دواړو هیوادونو تر منځ په ټولیز ډول د امنیت مسلې حل کړي او ددي سره سره د دواړو ترمنځ د "ژر تر ژره بشپړ بې وسلې کیدو" لپاره سیاسي لارښود چمتو کړی. تمه کيږي چي د پولې په لویدیځ اړخ به د مرحلې په اساس سرتيري له مینځه لاړ شي او د سولي فضا به واکمنه شي
دا هم ويل شوي چي د کنټرول حقيقي کرخي درناوی اوشي او په سرحدونو وضعیت بدلولو لپاره یو اړخیز اقدام ونه شي
د غونډې څخه سمدلاسه وروسته راپور ورکړ شو چې د بې وسلې کولو او د پشا کيدو پروسه په ځمکه پیل شوې. دې کار د تیرو څو ورځو راهیسې په سیمه کې روان تاوتريخوالي څخه راحت ورکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سرحد د سرتیرو او نظامي تجهیزاتو رامینځته کیدو لامل شوی
وو . البته دا ډيره ضروري ده چې د ځواکونو پشاکيدل وڅارل شي ځکه چې د هند دریځ پخواني وضعیت بيرته د راګرځولو دي کوم چې د ۲۰۲۰م کال د اپریل په میاشت کې په ځمکه موجود و. د حقيقي کنټرول لاین په سيمه کې چینايي عسکر د شخړو سیمو ( خړ زونونو) ته د ننوتو هڅه کوي او د هندي ځواکونو کلک مقاومت سره مخامخ کيږي
د وضعیت بیرته راګرځیدلو څخه مفهوم دادي چي چینایي سرتیري نه یوازې د پینګونگ توسو او له فنګر -۴ څخه تر فنګر -۸ پورې ځايونه خالي کړي ، بلکه د ګالوان ، ګوګرا - تودو چينو ، د ګزمو نقطو ۱۴،۱۵،۱۷ او داسي د دولت بیګ اولډي ، ديپسانګ ميدانونو او ګلوان غونډيو څخه هم پشاشي
۱۹۹۰م په لسيزه کي پيل کړي شوي باور راګرځونکي چارو څخه پس ، دواړو وسله والو ځواکونو ترمنځ د پشا کيدو جريان بحث لاندي راوستل شوي وو.معالي قوماندګانو ترمنځ د جون په ۶مه او د جون په ۲۲مه نيټه خبرې وشوې؛ مګر د جون په ۱۵مه نيټه د ګلوان په ۱۴- ګزمه پوسته کې د هند ۲۰ سرتيرو شهادت او د چين شاوخواه ۴۳ سرتيرو وژني سره اړیکې له خرابې شوي
د دواړو ځانګړو استازو ترمنځ ناسته ، د جولای په دریمه لداخ ته د لومړي وزیر نریندر مودي د سفر په پایله کې وشوه. په دې موده کې هغه وسله والو ځواکونو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی وو ، چې له دې سره نوموړي د کلک عزم یوه قوي عشاره ولیږله
دواړو هیوادونو د باور راګرځولو پراخ میکانیزمونه طرح کړل ، لکه د ١٩٩٣ د "سولې او آرامتیا" تړون ، په نظامي برخه کې د ١٩٩٦م باور راګرځونکي چاري ، په ٢٠٠٥ او ٢٠١٣ کې د سرحدي دفاعي همکاریو تړونونه چې هدف يي دا وو چي د بل اړخ څخه به په ګزمو کي خنډ رامنځته نکړي شي . البته په ٢٠١٧م کې د ډوکلام پیښې او همدا رنګه اوسني کړکیچ نه یوازې په لویدیځ سکتور کې ، بلکې په سیکم سکټور او په ناکولا کې هم اندیښنې راپورته کړي چې باور راګرځونکي چاري د بیجینګ لخوا نه عملي کیږي
پداسې حال کې چې دواړو آسیایی ګاونډی هیوادونو لیدو ته ښه راغلاست ویل کیږي چې د سرحد د ثبات په اړه متفق شوي ، د غونډې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د مختلفو لومړیتوبونو وړاندیز شوی
د چین نظارت او شرایط ، په سرحدونو شوي د پرمختګ تجربې او د هغې سره د نظامي لوژستیک رامینځته کول دا خاي چې هند باید په راتلونکو اونیو کې د خپل سرحد امنیت او مدیریت کې محتاط پاتې شي
Comments
Post a Comment