د امریکا امنیت پخوانی مشاور د چین چلند د نه منلو وړ بولی

لیکنه: د سیدارت رای

ژباړه: د پښتو څانګی 

د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن ویلي دي چې د هند او متحده ایالاتو اړیکې به په ۲۱مه پیړۍ کې د متحده ایالاتو لپاره خورا مهمې وي. هغه دا هم وویل ، د متحده ایالاتو له نظره ، له چین سره اړیکې اوس هم یوه ننګونه ده. په ستراتیژیکو شرایطو کې ، د متحده ایالاتو او هند دوه اړخیز اړیکې پدې پیړۍ کې د واشنګټن لپاره یو له خورا مهمو اړیکو څخه شمیرل کیږي. چین ، د متحده ایالاتو لپاره ، په ۲۱مه پیړۍ کې یو خطر په توګه شتون لري. ښاغلي بولټن وویل چې د نړۍ په صحنه کې به اصلي لوبغاړی هندوستان وي

بولټن وویل چې د دوو لویو دیموکراتیکو هیوادونو ترمینځ ډیر مشترک ارزښتونه او ګډ میراث شتون لری . دی ته په اشارې سره چې د امریکا متحده ایالات یو داسې هیواد دی چیرې چې خلک د ټولې نړۍ څخه کډوال شوي ، نو هند ته پاملرنه به په ناڅاپي ډول زیاته وی 

دا په منلو سره چې داسی ډیری مسلې شتون لري چې د متحده ایالاتو او هندوستان ترمینځ خبرو ته اړتیا لري ، بولټن ټینګار وکړ چې "په جغرافیای ډول دا مهمه ده. په ختیځ لداخ کې د هند او چین شخړی په اړه ، بولټن وویل ، دا ډول چلند د متحده ایالاتو او د چین په هر ګوټ کې هر وګړي ته د اندیښنی وړ ده

هغه زیاته کړه ، چین د نړۍ ترټولو لوی د سایبر جنګ پروګرامونه لري؛ دې

سیمې ته د انکار کولو او لاسرسي ضد وسلې ترلاسه کړي ترڅو د متحده ایالاتو بحري ځواک له غربي آرام سمندر څخه وباسي. بیجینګ د هند او نورو هیوادونو په پوله روان وضعیت په لړ کی خپل د بالیستیک توغندیو او اټومي وسلو وړتیا پراخه کوي 

ښاغلي بولټن څرګنده کړه ، پاتې نړۍ په تیرو۳۰ او ۴۰ کلونو کې د چین په اړه اشتباوی کړې او پدې باوری و چې اقتصادي ازادي او وده چې په چین کې رامینځته شوې ، ددی په اساس دا به نړیوال اقتصادي نظم او قواعد ومني. مګردا حقیقت نه لري خبره ده

امریکا باور لرلو چې څنګه چین ډیر سوکاله شي ، نو نمایشي حکومت به د کلیو له ټاکنو څخه تر ولایتی ټاکنو او ملی ټاکنو ته هم وغځیژی مګر دا هم غلطه ثابته شوه

په داسی حال کی چی نړیوالی هیلی چین له خواه رفع کړی شوی

ښاغلي بولټن د پالیسۍ جوړښت بیاکتنه وغوښته چې د چین په اړه پدې انګیرنې رامینځته شوي

پخوانی ملی امنیتی مشاور وویل ، ولسمشر شي جینپینګ

له ماو تسنګ راهیسې ترټولو پیاوړی چینايي مشر دی؛ مګر د نماینده حکومت د خپریدو نښه نشته. هغه زیاته کړه ، چي زی یو مستبد مشر دی چې حرکتونه یې ډیر په سړه ډول محاسبه کیږي. ښاغلی بولټن د چین په اړه شک لري چې ګینی دا به د نړۍ په چارو کې مسولیت لرونکی رول ولوبوی

هغه احساس وکړ چی د چین سوچ آرامه نه دی او دا مسولیت لرونکی هم نه دی. چین په مؤثره توګه د سویلي چین سمندر کنټرول ترلاسه کوي. چینایان په حقیقت


کې هغه ځمکه نیسی چې له مخې یې دوی د سویلي چین سمندر کې خپلې نظامي اډې جوړی کړی 

هغه چین د کوویډ-۱۹ پهکله حقایق په پټولو هم تورن کړ ، چې په تعقیب یې په ټوله نړۍ کې د ناپایدارۍ پراخه کمپاین وکړ. هغه زیاته کړه ، تر نن ورځې پورې ، هیڅوک واقعیا په چین کې دننه د تاثیراتو په حد نه پوهیږي. په متحده ایالاتو ، اروپا ، لاتینی امریکا ، هند او نورو ځایونو کې د ناروغۍ خپریدو په پرتله داسې ښکاري ، لکه په چین کې د کورونا ویروس مرض په بشپړ ډول حل شوی دی. پدې باور کول ناممکن ده. نړۍ هم د کورونا وایرس له کبله ، په چین کې کیدونکی د اقتصادي اغیزو په اړه نه پوهیږي

بولټن د چین ارادې تر پوښتنې لاندې ونیولې کله چې د کووید-۱۹خبره کیږی ، دا په پام کې نیولو سره چې د بیولوژیکي وسلو په اړه د چین تحقیق په نړۍ کې خورا پراخه کیدی شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت