په افریقې کې د چین پراخیدونکې پانګونې او ویرونکې پایلې
لیکنه: د اپراجیت بیسواس
ژباړه: د پښتوڅانګي
هند او چین دواړه په اسیا کې د ودې په حال کې ځواکونو په توګه، تازه افریقې قارې ته نه دي ورغلي. دوی دواړه له ډیر پخوا نه له افریقايي هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري چې په وروستیو کلونو کې بیا دغه اړيکي خورا پراخې شوې هم دي. په افریقایي هیوادونو کې د هند او چین نوی تعامل په داسې حال کې دی چې په افریقا کې تجارتي حالت ښه شوی دی او له افریقې سره لیوالتیا د یوه مخ په ودې بازار په توګه زیاته شوې ده.
له دې سره په ورستیو کلونو کې د چین او افریقې اړیکې، په افریقې کې د چین د چټکي او پراخې پانګونې چې ډیره برخه ېې په بیخ بنسټه پروژو کې ده ، متمرکزې دي. دغه پانګونه کیدای شي په ټولو افریقايي هیوادونو خپله اغیز ولري. د بي آر آی يا د بيلټ اينډ روډ ابتکار په چوکاټ کې چین غواړي چې د وریښمو لرغونې لار بیا ژوندۍ کړي او غواړي چین له افریقا او اروپا سره د ځمکې له لارې هم ونښلوي. د چین دولت او د اګزیم يا د صادراتو او وارداتو شرکتونو تقریباٌ ددغه کار لپاره پورونه ورکړي دي. د جانس هاپکینز پوهنتون کې د چین او افریقې د تحقیقي مرکز، سي، اې، آر، آي د رپوټ له مخې د ۲۰۱۷او ۲۰۲۰کلونو ترمنیځ د امریکې متحده ایالتونو افریقې ته ۱۴۳میلیارد ډالره ځانګړي کړي چې زیاته برخه کې د بیخ بنسټه پروژو لپاره دي.د بي، آر، آی د فعالیتونو زیاتره او ستراتژیکه برخه یې د تجارتي لارو تنوع او هم د افریقې په ساحلي سیموکې د تجارت او پانګونې له لارې د سیاسي اغیزې زیاتول دي. ددغو ټولو هڅو اصلي محور د چین لخوا د نویو سمندري لارو پرانیستل او ټولې نړۍ سره د اوبو له لارې د چین وصل کيدل دي
په دغه حالت کې د خیتځ افریقې هیوادونه د وریښمو لارې سمندرې برخه کې د یوې غوټې په توګه نښلول کیږي چې د اورګاډو د پټلیو، او تونلونو له لارې به د چین د پلان له مخې سره یوځای کیږي چې لګښت یې د چیني شرکتونو او پورونو په واسطه تاديه کیږي. چین کينيا د خپلې دغې پروژي د اصلي محور په توګه پیژندلې او فکر کوي د وریښمو د سمندري لارې او بي، آر، آی لپاره ښه محوري ځای دی، نو ځکه یې دغلته له کينيا نه تر سوډانه پورې د اورګاډي د پټلیو د بیا رغونې او نوي کولو او هم د تونلونو د جوړولو لپاره میلیاردونه ډالرو پانګونه کړې ده. د لامو بندر او اړوند تاسیسات یې جوړکړي، دغه لارې بیا هغه معیاري د اورګاډي لارې دي چې ممباسا یې له ناروې او ادیسه بابا سره په جیبوټي کې نښلولي دي. دا هغه ځای دی چې چین خپله د اورګاډي یوه اډه له هیواده بهر هلته جوړه کړې ده
د نړیوال بانک د رپوټ له مخې سره له دې چې افریقايي هیوادونه د چینایي پروژو له لوري د سلهاوو بنسټونو د جوړولو په اړه مطمین شوي دي، زیاتره افریقايي هیوادونه له دغه اړخه تر پورونو لاندې د ډوبیدو په حال کې دي
په ۲۰۲۰کال کې په چین کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته په دغه هیواد کې د پورونو د ورکړې په اړه شرایط او قوانین بدل شوي دي او دغه چاره په چټکۍ سره په یوې بلې اندیښنې بدله شوې ده. له بل لوري بیا د افریقايي هیوادونو په پوهنتونونو کې د پور ورکوني ستراتیژۍ په اړه روان دي. د مثال په توګه سریلانکا او پاکستان د چین پورونو لاندې شوي دي او مجبور دي چې خپل خوارا ستراتژیک بندرونه لکه همانتوتا او ګوادر چین ته وسپاري. دغه چارې په طبیعي توګه په افریقايي هیوادونو کې د خطر زنګ را بیداره کړی دی
بل لور ته بیا هند افریقا د خپل باندني سیاست په لومړیتوبونو کې راوستې ده. هند د پوځي مرستو، ظرفیت جوړونې او روزنيزو مرستو له لارې د هند اوقیانوس ته نږدې پرتو د شرقي افریقې هیوادوته لاس ورکړی دی. هند له ۲۰۱۴کال راهیسې له افریقې سره اوه اړخیزې مرستې بیا رغولې دي. هند غواړي د دوو پروژو په پلي کولو سره هلته د هند او افریقې ترمینځ تجارتي اړیکې پراخې کړي.هند د افریقې لپاره ښه نیت لري او هند د افریقې لپاره د یو لویو نړیوال لوبغاړي په توګه خورا مهم هم دی
Comments
Post a Comment