پر پاکستاني پوځ نیوکه کوونکي په محاصره کې دي

ليکنه: معين الدين خان
ژباړه: د پښتو څانګه

په همدې وروستیو کې د یوه ليکوال او د بشري حقوقو په برخه کې د کارکوونکي تښتونې یو وار بیا دا ثابته کړه چې په پاکستان کې د انساني حقوقو تر پښو لاندې کول په څومره لوړه کچه روان دي. د پاکستان ورځپاڼې او خپلواکه ټلویزیوني شبکې چې د کوم فشار لاندې کار کوي، که څه هم په داسې وضعیت کې ګڼ شمېر حقایق مخ ته نشي راتلی خو بیا هم بعضی کسان د خپل ژوند او خپلې کورنۍ د راتلونکي په هکله اندېښنه کولو پرته د ژبې جبري قلف ماتوي او د خپل زړه خبره بیانوي. له همدې امله په دې وروستیو کې چې يو بې باکه ليکوال مطيع الله جان په کوم رقم په رڼا ورځ و تښتول شو نو لږ تر لږه په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه خورا قوي غوغا پورته شوه چې له امله یې اداره واخطا شوه او په دولس ساعتونو کې دننه دننه یې هغه ليکوال بیرته خوشې کړو.
په پاکستان کې چې پر مطبوعاتو او نورو رسنیو کوم دوامداره ظلمونه کېږي، د هغو ظلمونو اندازه په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې د ماریا ابی حبيب له چاپ شوي دې مضمون نه هم لګول کېږي په کوم کې چې هغې د يوې پېښې حواله ورکړې. په اصل کې تېر کال لومړي وزير عمران خان په يوه غونډه کې ویلي وو چې، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه یو دی په کومو کې چې رسنیو ته تر ټولو ډېره خپلواکي ترلاسه ده. د هغه د دې خبرې په کولو سره ټولو ليکوالانو په یوه غږ وويل چې په ټول پاکستان کې خبریالان وېرول کېږي او ګواښل کېږي، اوس وضعیت دومره خراب دی چې د بیانولو هم وتلی.
د عمران خان په دې دوه کلنه دوره کې خو سانسور ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دی.او امنیتي ځواکونو د رسنیو د ګواښلو او ډارولو لپاره داسې یو ظالمانه طريقه خپله کړې چې د پوځي واکمنۍ پرته بل هېڅ وخت داسې د سختۍ عمل نه ده ليدل شوې. د سختۍ او بې رحمۍ خو دا حالت دی چې په پوځ یا حکومت باندې د کوچنۍ نيوکې په کولو سره د تبليغاتو فنډ یا مرسته درول کېږي او پخواني بيلونه یې هم نه ادا کېږي او په دې سره د لکونو ډالرو پیسې سوځېږي. د دې برسېره د امنیتي ځواکونو لخوا د ورځپاڼو او رسنیو په ايډيټرانو او مالکانو باندې فشار اچول کېږي چې هغوۍ نا خوښه راپورونه لرې کړي. د ظلم او تېري دوه بدترينې بېلګې خو په همدې وروستیو کې وليدل شوې. د جولای میاشتې په وروستیو کې امنیتي ځواکونو یو مشهور ليکوال نادرکه کړ او په تېر نوومبر کې د بشري حقونو یو فعال د ورک شويو کسانو په لست کې شامل شو.
د پاکستاني پوځ پټې ادارې دا منلې وه چې دوی دغه فعال نيولی دی او په یوه پټه محکمه کې به پرې پرېکړه وشي. د هغه هېڅ غلطي یې نه ده بیان کړې. په اصل کې د تښتونې دا پېښې د وېرې خپرولو د يوې وسلې په توګه کارول کېږي. له دې کار څخه یې موخه يواځې د یوه فعال یا یو ليکوال وېرول نه دي بلکې په ټوله ټولنه کې په لوړه کچه وېره خپرول دي. دا څرګندونې د سويلي آسیا د ایمنسټي انټرنیشنل مشر عمر واړایچ کړي، واړایچ وايي چې، د پوځ دا پټه محکمه دا هر څه په قصدي ځنډ سره ترسره کوي او ملکي سیاست پوهان دا هر څه ته په بې بسۍ سره ګوري. خفګان ښکاره کوي او د څېړنو وعدې وکړي او نور پټه خوله کېني. او دا ځکه چې د عمران خان حکومت هېڅ هم نشي کولی او له همدې امله یې حيثيت هم ورځ تر بلې کمېږي.
۵۱ کلن مطیع الله جان د دې لپاره تښتول شوی وو چې هغه د عمران خان حکومت، عدلیه او پوځ تر خپلو نيوکو لاندې راوستل. هغه خو يې د دې له امله له مجبورۍ نه پرېښود چې په امنیتي کمرو کې ثبت شوي وو چې یو شمېر کسان د ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې پولیس او یو شمېر کسان په ملکي لباس کې وو چې هغه یې تښتولی وو. د پاکستان امنیتي ځواکونو د دې تښتونې او خوشې کولو په اړه هېڅ بیان هم نه دی ورکړی. په حقيقت کې په پاکستان کې دا یو ډول قانون جوړ شوی چې د حکومت په اشاره چې کومې تښتونې کېږي هغه اصولي دي. البته د تښتول شوي کورنۍ ته دا ويل هم اړین نه بلل کېږي چې هغه ولې تښتول شوی او چېرته وړل شوی دی؟ اکثر وخت خو د هغوۍ کورنۍ په همدې فکر کې پاتې شي چې د دوی عزیز چېرته ورک شوی. آیا هغه د کومې حادثی ښکار شوی او که امنیتي ځواکونو نيولی او یا یې مړ کړی.
د رسنيو په دایره کې ټول په دې موافق دي چې د عمران خان په دور کې چې د رسنیو او ليکوالانو څومره وضعيت خراب شوی د هغه کوم بل مثال نشته. د بې پولې راپورټړانو په حواله د عمران خان حکومت نه مخکې، د بیان آزادۍ د خراب وضعيت لرونکو ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې پاکستان په ۱۳۹ م مقام کې ځای درلود مګر اوس په ۲۰۲۰ م کال یانې د دوه کالو په موده کې دا هېواد په ۱۴۵ م مقام کې دی. د انساني حقوقو تنظيمونو پر وینا چې په آزادانه توګه د ډيکټاټوري نظام د اعلانولو پر ځای پوځي جنرالانو د خپل اتحادي حکومت په مرسته په بالواسطه توګه همدا ډول نظام رايج کړی.
د ۲۰۱۸ م کال په ولسي ټاکنو کې په پوځ باندې دا تور لګول شوی وو چې دوی د نوازشریف ګوند د لرې ساتلو لپاره له عمران خان او د هغه له ګوند سره جوړجاړی کړی وو مګر نوازشریف بیا د پوځ وزرونه د لنډولو هڅه کړې وه.
د همدې تور له امله د ورځپاڼو خبرونه په بیه اخيستل کېدل. آن تر دې چې امنیتي ځواکونو د ډان ورځپاڼې په تقسیم کاریو کې د رخنې پیدا کولو لپاره په ټول پاکستان کې یو ډول جال خپور کړو.
په هر صورت د مطيع الله جان کورنۍ خو د امنیتي کمرو له انځورونو دا مالومه کړه چې هغه چا تښتولی وو مګر د بشري حقونو فعال ۵۶ کلن ادريس خټک چې کله تېر کال په نوومبر کې وتښتول شو نو داسې هېڅ کوم انځور نه وو چې له هغې نه د هغه کورنۍ ته کوم څه مالوم شي. مګر د هغه لور تالیه خټک چې د خپل پوهنتون لخوا په چکر تللې وه ويلي وو چې د هغې پلار ورسره ژمنه کړې وه چې هره ورځ به ورته د احوال اخيستلو په موخه زنګ وهي او د وروستي ځل لپاره چې یې هغې ته زنګ وهلی وو نو خورا اندېښمن او مايوسه وو. هغه ورته ویلي وو چې دوه درې ورځې وروسته درته زنګ وهم او بیا یې په چټکۍ سره ټېلفون بند کړ. تالیه په يوه مرکه کې ويلي وو چې اته میاشتې تېرې شوې خو لا تراوسه یې زنګ رانغی. له دې یو څو ورځې وروسته د کورونا چاپېریال رامنځته شو، چونکه هغه د شکر ناروغ هم دی نو له همدې امله د کور ټول غړي وارخطا دي. هغه د څارنوالۍ له مسلک سره تړاو درلود او د بشري حقوقو او ايمنسټي انټرنيشنل په شان ادارو لپاره یې وکالت کولو. هغه به اکثره داسې دوسیو لپاره وکالت کولو چې په هغو کې به د حکومت د کومې ادارې لخوا کوم څوک تښتول شوی وو، مګر د هغه د لور پر وینا چې اوس هغه تقاعد اخيستی وو او ساده ژوند یې تېرولو. د پوځ پټې امنیتي ادارې خو دا ومنله چې هغوۍ خټک نیولی دی مګر تر دې دمه له کورنۍ سره نه د هغه خبرې شوي او نه هم د هغه د روغتیا په اړه دوی ته کوم مالومات ورکړل شوی.
اکثره ليکوالان او رسنيزې ډلې په خورا وېره کې ژوند کوي. د لویو لویو ليکوالانو لنګۍ پرزول کېږي. دوی ته د هېواد خاینین ويل کېږي او د پاکستان مخالف بلل کېږي. د رسنیو په مالکانو او اېډېټرانو فشار اچول کېږي او ایمانداره خبریالان او ليکوالان ګوښه کېږي. د جیو ټلویزیون یو پخواني اناونسر طلعت حسین پر وینا چې پخپل ۳۱ کلن کاري دور کې هغه داسې وضعیت د لومړي ځل لپاره ليدلی چې د رسنیو صنعت حکومت په خپل واک کې نیولی دی. طلعت حسین دا هم ويلي وو چې د عمران خان په واک کې راتلو سره سم د پوځ تر فشار لاندې د هغه کمپنۍ نوموړی له دندې ګوښه کړی وو. هغه په بشپړه توګه بې روزګاره دی. په هېڅ ورځپانه یا رسنۍ کې هغه ته کار نه پیدا کېږي. د هغه پر وینا چې اوس خو د څاه اخيستل هم ستونزمن شوي دي. د «نوي پاکستان» تش په نوم معمار عمران خان په پاکستان کې د مطبوعاتو د خپلواکۍ وضعیت څه داسې دی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت