باید چې د افغانستان د سولې جریان د سیمه ایز قدرت لوبه ونه ګرځي
لیکنه : د ایم کې ټیکا
ژباړه: د پښتو څانګې
د افغان طالبانو او د متخده ایالاتو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل امیدونه اوس ډیر روښانه ښکارې. دا هغه مهال څرګند شوه چې د اګست له ۷مې نیټې څخه د اګست تر ۹مې نيټې پورې د لويې جرګې ۳
ورځنۍ ناستئ پریکړه وکړه ، چې د ۴۰۰ نورو طالبانو خوشې کولو ته به لاره هواروي. سربیره په دې دا هغه لوی امتیاز دی چې له لوئې جرګې څخه دا تمه کیده چې د خبرو اترو زمینه به برابره کړې.
دا د سولې تړون په تیره فروري میاشت کې په دوحه کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شوي وو ، که شرایطو ته وکتل شي چې له تړون د مخه د طالب بندیانو د خوشې کیدو لپاره د طالبانو لخوا د شرط په توګه د سولې د خبرو د پيل لپاره چمتو شوی وو. د افغانستان حکومت تیرو شپږو میاشتو په دوران کې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل. څه چې پاتې دي ۴۰۰ بندیان دي . لکه څنګه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټینګار کړی وو، چې دا بندیان د جدي جرمونو د ترسره کولو لپاره مجرمان دي او له همدې امله باید محاکمه شي ، مګر دلته هم طالبانو خپله غوښتنه درلوده
چې په دې توګه د سولې خبرو اترو لپاره لاره روښانه شوه . په افغانستان کې دوامداره سوله لاهم یوه لرې هیله پاتې کیدای شي ، چي دا د مختلفو دلایلو له امله ده . د دې په منځ کې اصلې بیلا بیل توضیخات د تروریستې ډلو دوامداره رول دی چې ډير ئې له پاکستان څخه بهر فعالیت کوي.
د پاکستان میشته ترهګره ډلې د اسلام اباد د ناوړه چلنونو د څانګې د پراکسي په توګه مهم فعالیت کوي او تل په ګاونډېو هیوادونو کې د ترهګریزو فعالیتونو سره رابرسیره کیږې.
هندوستان هم د دې ډلو له امله د ویجاړولو مستقیمه تجربه لرې ، د افغانستان لپاره دوی د دوامداره واقعیت برخه دی . لیکن په څانګړې توګه د افغانستان لپاره د ترهګرو ډلو بې ثباته ظرفیت د ژوند واقعیت دی، چې نشې کولی دوی ئی له پامه وغورځوي .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد خنیف اتمر هغه وخت څرګند نکړای شو چې له یوې خوا د پاکستان میشته تروریستې ډلو او له بلې خوا د القاعده او اسلامې دولت تر منځ د سمبولیکو اړیکو خبرې وکړې . لکه څنګه چې ښاغلې اتمر څرګنده کړه ، دا یوازې طالبان ندي چې مونږ په افغانستان کې ورسره جنګیږو دا د نړیوالې نورو ترورسیتې شبکو څلور ډلې شتون لرې . د هغه په وینا دا سیمه ایزه ترهګرې ډلې / ورپسې سیمه ایزې ترهګریزې شبکې لکه د اوزبکستان اسلامې خوځښت ، او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ، دریمه کټګوري د پاکستان د تروریستي ډلو ده لکه لشکر طیبه ، او جیش محمد او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې لکه القاعده او داعش شتون لري. په دې توکه په افغنستان کې د سولې د راتلو په وړاندې ننګونې د پام وړ دي . د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې دمه څه زیات وضاحت ونکړای شو، څه چې څرګند دې هغه دا دی چې د پاکستان او چین تر منځ ناوړه رابطې شتون لرې ، چې غواړې هغه خلا ډکه کړې چې له سیمې څخه د امریکائي سرتیرو وتلو لخوا رامنڅته شوي ، چینایان هم په افغانستان اوها خوا کې نورو ساهو ته مخه کوي . بیجینګ په ګاونډی ایران کې هم د منرالونو او د تیلو سرچینو ته کتنه کوي . چینایانو لیوالتیا ښودلې چې خپل بې آر آيي او نورو پروژو کې د ۴۰۰ ملیارد ډالرو امر په اړه پانګونه وکړي . د پاکستان او چین تر منځ د استخباراي مالوماتو د شریکولو وروستئ تړون یو بل شرط دی. هند د افغانستان په بیا رغونه کې تل هڅې کړي او کوي ئی. هندوستان په نوموړي هیواد کې د روغتونونو ، ښونځيو ، د پارلمان ودانۍ او د سلما بند په جوړولو کې مرسته کړې . هند له څو کلونو راهیسې په دې کارونو کې ښکیل دی ، تر څو په ویجاړ شوې هیواد کې زیربناوې چمتو کړي . نوي ډيلې په افغانستان کې تر۲ ملیاردو ډالرو ډیرې پانګونې کړي . دا باید چې د نړیوالې ټولنې په پآم کې پاتې شي .
دا مهال د افغانستان نیږدې دریمه برخه وګړي په کورونا وایرس اخته دي ، مګر دا بهرنی نړی ته د ډیرې اندیښنې وړ نه بریښي . په ځانګړه توګه سیمه ایز لوبغاړي چې په یاد هیواد کې د خپل ځان جوړولو لپاره لیواله ښکاري.
دا صحیح وخت دی چې له افغانستان سره مرسته وشي ځکه چې له اوږدې مودې راهیسې دا هیواد جګړو ځپلی نو یاد هیواد د هر ډول مرستې مسحق دی

Comments
Post a Comment