عربی نړۍ سره د پاکستان اړیکی ترینګلی شوي
لیکنه : د ډاکټر اشوک بیهوریا
ژباړه : د پښتو څانګی
د هند لخوا د ۳۷۰می مادې لغوه کولوپه لومړۍ کلیزه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د ۲۰۲۰میلادی کال د فرورۍمیاشت په پيل کی د کشمیر په باب د اسلامی هیوادونو د همکارۍ سازمان يا (او ايي سي ) د شورا ناسته د جوړولو په مسئله د پاکستان ملاتړ نه کولو لپاره په ټیلیويژیون په یوی مرکی کی په سعودی عرب نیوکه وکړله
قریشی یو ټیلیویژیون چینل سره په خپله مرکی کی دا خبره وکړه چي که او آئي سي د کشمیر په باب د یاد سازمان د بهرنیوچارو وزیرانو ناسته راو نه بلله نوپاکستان به د هغو اسلامی هیوادونو یوه ناسته رابللو ته مجبوره شی کوم چی د کشمیر په مسئله ودریدواو زوریدلی کشمیری مسلمانانو ته د ملاتړ برابرولو لپاره چمتو دي . نوموړی په هغه وخت کی د احساساتو او جذباتو کرښی څخه واوړیدو کله چی يي دا وویل چی نن پاکستان کوم چی د مکی معظمی او مدینه منوری لپاره خپل ژوند قربانولو ته ترتله تیار دې نو سعودی عربستان ته پکار دي چی د کشمیر په مسئله یوه مخکښه دنده ترسره کړي. که هغوئي د یومخکښ دنده د ترسره کولو لیوالتیا نلری نو زه به د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته وایم چی بیله سعودی عربستان مخی ته لاړ شی
سعودی عربستان یواځنۍ هیواد نه دی چی قریشی ورسره پریشانه دې. نوموړی د کشمیر په مسئله د ملاتړ نه برابرولو لپاره متحده عربی اماراتو سره هم خپله نا آرامی څرګنده کړیده
د پاکستان د ناکرارۍ څرګندونې د پام وړ دي. پاکستان تیر کال د اسلامی هیوادونو د کوالالمپور په ستری ناستی کی ګډون و نه کړو په کوم کی چی سره د نورو مشرانو د قطر امیر، د ترکئ ولسمشر اردوغان او د ایران ولسمشر حسسان روحانی برخه اخیستې وه
ترکیه لومړۍ یادونه وکړه چې پاکستان دا کار د سعودي تر فشار لاندې ترسره کړی و. د ترکيې رسمي رسنۍ راپور ورکړی سعودیانو پاکستان ته ګواښ وړاندی کړی و چی ۴ملیونه پاکستاني کارګران به بیرته ولیږي او پر ځای یې بنګله دیشیان ځای په ځای کړي. په هرصورت ، په رسمي ډول ، پاکستان ویلي چې دا به وخت ونیسي چې "په امه کې د مکانی ویش په اړه د لوی اسلامي هیوادونو اندیښنې نښه کړي ، او دا به د "امه یووالی " لپاره کار ته دوام ورکړي
دا خبره درک کول د حیرانتيا وړ ده چی یو وار چی ځان ئې د یووالی ژغورنکی په توګه ادعا کوله پاکستان اوس د کشمیر په مسئله مسلم ابادي د ویشلو ګواښ کوي. دا د اسلام آباد په برخه کې د نا امیدۍ ، مایوسۍ او د خیانت احساس وړاندی کوی او د خپل ایجنډا لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د مهم ملاتړ ترلاسه کولو توان نلري. په اصل کی چی کومی خبری پاکستان ګډ وډ کړې وي ښائي چی د سعودی عربستان هغه پریکړه وه چی ۲۰۲۰میلادی کال د مئي میاشت راهیسی د ځنډول شوی تادیاتو په اساس په خاموشۍ دتیلو لیږدول ودروي
سعودی عربستان ۲۰۱۸میلادی کال کی په هغه وخت د پاکستان په ساتلو کی مخی ته راغلی و کله چی هغه پاکستان ته د خپل تادیاتو بحران توازن څخه ژغورلو لپاره پاکستان ته د ۶٫۲ بلیون ډالرو د کڅوړی برخی په توګه هرکال ځنډیلی تادیاتو باندی د ۳٫۲ بلیون ډالرو په ارزښت د تیلو برابرولو باندی موافقه کړی وه . پاتې ۳ ملیارده ډالر د نغدي پور په توګه ورکړل شوي
سعودیانو۲۰۱۹میلادی کال د جولائي میاشت له لومړنی نیټی څخه دریو کلونو لپاره د ځنډیدلی تادیاتو رعایت فعال کړی و او د مئي په میاشت کی لاسلیک شوی هوکړه سږ کال د تجدید لپاره وړاندی کړی شوی وه . په څرګند ډول سعودیان چی د پاکستان سلوک څخه پریشانه دي امکان دی چی هوکړه يي تړلی وي. د نورو شیانو په مینځ کې ، پاکستان د ترکیې ، مالیزیا او ایران په لور تکیه کوي ، او همدارنګه په چین باندې د مخ په ډیریدونکي اقتصادي او ستراتیژیک انحصار شاید چی سعودیان قهرکړي وي.
د قریشی لاپی وهل د سعودی غچ اخستلو موجب شو. خبر دی چی له پاکستان څخه غوښتل شوی چی بیرته پور تادیه کړی او راپورونو له مخی پاکستان د سود په کمه شرح له چین څخه د پور په اخستلو له مخکی څخه یو بلیون ډالره تادیه کړیدی .خبردی چی پاکستان په پور ۳٫۲ سلنه سود ورکوی او اوس هغی د لندن انټربانک وړاندیز شوی شرحی جمع په سلو کی یو په اساس د چین دولتی اداریز بهرنی اسعارو تبادلی ( ایس اې ایف اي) څخه د یو بلیون ډالرو پور انتظام کړیدی کوم چی دا وخت شرحی په اساس ۱٫۱۸سلنۍ ته رسیږی . پاکستان ښائي چی سعودي عربستان ته د پاتې ۲ ملیاردو ډالرو تادیه کولو لپاره ورته اسانه پورونه تنظیم کړي
د پاکستان یو بل مرسته کونکی ، متحده عربی امارات هم له پاکستان سره د مالي مرستی کولو خپل ژمنې څخه په شا شوې دې. ۲۰۱۸میلادی کال د دسمبر په میاشت کی له سعودی عربستان څخه اشاره په ترلاسه کولو هغی پاکستان لپاره د ۶٫۲ ملیاردو کڅوړی اعلان کړې و په کوم کی د ۳٫۲ملیاردو د تیلو رعايت شامل و . خو وروسته هغی خپله مالی مرسته ۲ ملیاردو ډالرو ته کمه کړه او د ځنډیلی تادیاتو پلان پریښودل شوی و
له عربي هیوادونو سره د پاکستان خپګان ، ښائي چی ، اوج ته رسیدلی کله چی د پاکستان په رسنیو کی څیړونکی اسلامی هیوادونو په مشرانو ټینګار کوی چی پاکستان ته ملاتړ برابرکړي.
اوس به دا کتل وي چی آیا له عربي نړۍ څخه پاکستان ته ملاتړ کم شوې او کنه . په هرصورت د سعودی عربستان مالی مرستی د لاسه ورکولو سره په راتلونکی ورځو کی د پاکستان مالی پریشانۍ نوره زیاتی شی

Comments
Post a Comment