په پاکستان کې اداري فساد په عروج کې دی
ليکنه: د حسين ضامن
ژباړه: د پښتو څانګه
اداري فساد په ټوله نړۍ کې یو داسې لعنت دی چې که له منځه وړل یې ناشونې نه دي خو ستونزمن دي او هغه ځکه چې په عمومي بڼه سیاست پوهان او لوړپوړي دولتي کارمندان په اداري فساد اخته وي. په دې برخه کې خو د پاکستان وضعیت دېر خراب دی. اداري فساد دغه هېواد په بشپړه توګه برباد کړی چې له دې امله په هېواد کې غربت، ولږه او بې کاري مخ پر ډیریدو ده. د حکومت په هره اداره کې فساد ليدل کېږي. د دې لعنت له امله د کرونا ویروس وبا په بهير کې د روغتیا برخه په بشپړه توګه فلج شوې ده. پوليس او نورې ادارې خو لا څه کوې. د حکومت په هره برخه کې له لاندې نه تر پورته پورې هر دولتي کارمند په فساد کې ډوب دی
په پاکستان کې تقریبآ په هره دوره کې د فساد کچه لوړه ده. مګر د بېنظير بهټو او نوازشریف په دور کې خو بې حده ډیر وو. د ۱۹۹۸ کال په جنورۍ میاشت کې نیویارک ټایمز پخپل یو راپور کې د آصف زرداري د ټول اداري فساد په تړاو بشپړ توضیحات خپاره کړي وو. د زرداري د دې کړنې له امله د وخت ولسمشر غلام اسحق خان په ۱۹۹۰ کال کې د بېنظيرحکومت لغوه کړی وو. په ۱۹۹۳ کې چې کله بينظير بهټو بیا په واک کې راغله نو د زرداري زور بیا قووت واخیست او خپله پخوانۍ کړنه یې بیا پیل کړه چې له امله یې نوموړی زندان کې هم واچول شو. نوازشریف خو د زرداري ريکارډ هم مات کړ او هغه د اداري فساد په تور په ۲۰۱۸ م کال کې په اووه کاله بند هم محکوم شو
د فساد په دې پس منظر کې کله چې د ټاکنو اعلان وشو نو عمران خان به پخپله هره ناسته کې د دې لعنت د لمنځه وړلو په موخه لویې لویې ژمنې وکړې. مګر په واک کې د راتلو دوه کاله وروسته هم د فساد لمنځه وړل خو څه چې د هغه په کمولو کې هم ناکام پاتې شوی. حقیقت خو دا دی چې دا لعنتي پديده نن پاکستان لکه د زنګ خوري او عمران خان په هیڅ اقدام کولو هم قادر نه دی
د اداري فساد مخنيوي په موخه د ۱۹۹۹ م کال نوومبر په ۱۶ مه نېټه د قومي احتساب بیورو اداره رامنځته کړی شوه. پاکستاني ولسونه هيله مند وو چې د دې ادارې په رامنځته کیدو سره به هېواد له اداري فساد څخه یو څه هوسا شي مګر داسې و نه شو. د دې ادارې له قیام وروسته ډېر ژر پرې د پلوي کولو او بې ایمانۍ له پلوه د سخت دريځۍ تورونه ولګېدل. د احتساب بيورو په اړه ويل کېدل چې دا به یوه خپلواکه اداره وي مګر حقیقت خو دا دی چې له قیام نه تر دې دمه د دې اداري بې پلوي مشکوکه ده او داسې ویل کېږي چې د دې ادارې څخه د بلیک میلینګ او پخپل حق کې د وضعیت بدلولو لپاره کار اخيستل کېږي. خلک وايي چې د فساد تور په لګولو سره د سیاسیونو وفادارۍ اخيستل کېږي او همدا چې دغه سیاسیون خپله ایمانداري وپلوري نو بیا له همدې سره پر دوي لګول شوي تورونه لرې کېږي او دوي ته بېرته په کابينه کې هم ځای ورکول کېږي
جنرال پروېز مشرف اعلان کړی وو چې د احتساب بيورو په جوړولو سره به د مفسدینو په زړونو کې وېره رامنځته شي خو داسې هېڅ و نه شو. او د هغه له څېړنو به هېڅ کوم د اپوزیسیون رهبر خوندي پاتې نه شي. له هغوۍ څخه ګڼ شمېر داسې کسان هم شته چې اوس په زندان کې دي، حال دا چې لا تر دې دمه پر هغوۍ کوم منظم تور هم نه دی ثابت شوی. مګر د حکومت هېڅ کوم غړي هم دا ورځ نه ده ليدلې او حال دا چې په دوی کې ډیر شمېر داسې کسان هم شته چې د نورو حکومتونو پر مهال یې هم واګي په لاس کې لرل او پر دوی د اداري فساد تورونه هم لګېدلي وو. حقيقت خو دا دی چې بيورو په سیاسي ليکو کې د يوې خوا پر وړاندې اقدامات کړي او د بل لوري پر وړاندې یې تل هڅی له ځان غولونې څخه کار اخيستی. دا په داسې حال کې ده چې حکومت سره تړلو بعضی کسانو باندې درانده د مالي فساد تورونه هم شتون لري. دې ادارې له واک څخه داسې غلطه ګټه پورته کړې چې یواځې د اپوزیسیون رهبران نه بلکې لوړپوړي واکمنان او صنعتکاران هم د دوی ښکار شوي دي. همدا لامل دی چې اوس د دې په کړنو پوښتنې راولاړې شوي. د بعضی سیاسي رهبرانو پر وړاندې نیغ په نیغه د پوځ په اشارو دوسیې درج شوي او دوی مجازات شوي هم دي حال دا چې په دې کې دا په څرګند ډول جوته شوه چې په کومو معاملو کې چې حتی خلک مجازات شوي هم دي هغو دوسيو په اصل کې د محکمې تلو لیاقت هم نه درلود. له همدې امله کله کله پخپله د عدلیې رول هم مشکوک تر سترګو شوی
یواځې په ملکي ادارو کې نه بلکې د پاکستان په پوځ کې هم اداري فساد عام شوی. هلته هم د کميشن ورکولو پرته ستاسو کوم کار په هېڅ ډول نه اجرا کېږي. او که چېرې د دې فساد پر وړاندې تاسو محکمې ته رجوع وکړه نو کار مو تر هغې پورې غځول کېږي چې تاسو به دومره و آزاروي چې پخپله ماتې ومنئ
حکومتي ادارو کې د فساد په اړه څېړنې کوونکی سازمان ټرانسپيرنسي انټرنیشنل پخپل تازه راپور کې وايي چې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې پاکستان په ۱۲۰ م مقام کې ځاې لري یانې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۱۹ هېوادونه له پاکستان نه غوره دي.
که چېرې په هېواد کې د اداري فساد وضعیت همداسې روان وي او پاکستان یې د مخنیوي لپاره کوم غوره اقدام ونکړي نو لرې نه ده چې وضعیت به یې د سومالیه په شان وي کوم چې د ټرانسپيرنسي انټرنيشنل له نظره د نړۍ تر ټولو لوی مفسد هېواد دی

Comments
Post a Comment