هند د خپلواکۍ ۷۴مه کلیزه لما نځی
لیکنه : د حسین زامن
ژباړه: د پښتو څانګی
هند نن خپل خپلواکۍ کلیزه لمانځی. پدی موقع د هند ولسمشر رامنات کوویند ملت ته په خپل پیغام کی په هیواد او هیواد نه بهر اوسیدونکی ټولو هندیانو ته مبارکی په وئیلو وویل چی ننۍ ورځ مونږ د خپل آزادۍ ننګیالیو د قربانیو مننی سره لمانځو . نوموړی وویل چی زمونږ د خپلواکۍ مبارزي د مفکوری پربنسټ ، عصری هند جوړیږی . زموږ لید لرونکي ملي مشرانو خپل متنوع نظریات د ملتپالنې په یوتارکی پیرلی و ، هغوي ټولو دا ژمنه کړی وه چی هیواد ظالم بهرنی قدرت څخه آزادول دي او مادر وطن د بچوړو د آئینده لپاره خوندی کول وي. هغوئي په خپل هڅو د عصری هیواد په توګه د هند شناخت ته عملی بڼه ورکړله
د قام آبا مهاتما ګاندهی خبره په کولو نوموړی وویل چی نوموړی زمونږ د آزادۍ غورځنګ لارښود و د هغوئي په شخصیت کی د یوصوفی او یوسیاسی لارښود کوم همغږی ښکاری هغه هم د هند په خاوری کی ممکن و . ټولنیز تاوتریخوالی ، اقتصادی مسئلو او ماحولیاتی تبدیلۍ سره پریشان وضیعت حل د نن ورځی نړۍ ته د ګاندهی جی په درسونو کی شتون لری . مساوات او عدالت ته د هغه ژمنتیا زموږ د ازادۍ کیلي ده
د کورونا ویروس خبره په کولو چی ګرده نړۍ یو داسی وژونکی وبا سره لاس په ګریوان دې کوم چی سر او مال ته ډیر زیان رسولی دې. دې نړیوالې ناروغۍ زموږ د ټولو ژوند په بشپړ ډول بدل کړی. نوموړی وویل چی مرکزي حکومت د دې ننګونې په وړاندوینې کې ، په وخت اغیزمن ګامونه اخیستي وو او د دې غیر معمولي اقداماتو له امله زموږ په ګران هیواد کې د ډیر زیات آبادۍ او متنوع مفکورو سره ددغه ننګونی مخه نیولی کیږی . مونږه د خپل هڅو له مخی د وبا په تباهۍ قابو راوستلو او په لوئ شمیر کی د خلکو ژوند په ساتلو کی بریا ترلاسه کړیده . نوموړی وویل چی هیواد هاغو ټولو ډاکټرانو، قابلګیو او نورو روغتیائي کارمندانو پور وړی دی څوک چی دغه وبا پرضد په جنګ کی په لومړی قطار کی ولاړ پاتی شوی . نوموړي وویل چی دغه وبا ټولو نه زیات نادار خلک او زیارکښان ځپلی دي. د بحران پدی دور کی هغوئي ته ملاتړ برابرولو لپاره د ویروس مخه نیولو هڅو سره سره د ولس د خیر ښیګړی بیلا بیل ګامونه پورته کړی شول
د لومړی وزیر د نادار خیر ښیګړی اسکیم پیل کولو سره حکومت کروړاو خلکو ته خواړه برابر کړل لدی امله چی له کاره محروم کیدو، یو ځای څخه بل ځای ته کډه کولو او د ژوند بد حاله کیدو ستونزه کمه کړی شی . هیڅ خاندان په لوږه پاتی نشی د دی لپاره اړه لرونکی خلکو ته غله دانه ورکولی کیږی .
ولسمشر وویل چی په نړۍ کی په هرځنی ځای کی په مصیبت کی راګیر د هند خلکو کومک لپاره د وندی بهارت مشن ترمخی لس لکو څخه زیات هندوستانیان بیرته وطن ته راوستل شوی او د ریل په واسطه د ګاډو په چالانولو سره شیانو او د خلکو لیږدول ممکن شو
ولسمشر زیاته کړله کله چی نړیوالی ټولنی ته وړاندی ټولو نه لوئ ننګونی سره په ګډه یووالی سره د مقابلی کولو اړتیا ده پداسی وخت کی زمونږ ګاونډی غزیدونکی فعالتونه په چالاکۍ د ترسره کولو جرآت کړی کله چی د سرحدونو په ساتلو زمونږ باتور او ننګیالی ځوانانو خپل ژوند قربان کړو . د مورنی وطن دا اولادونه هم د هیواد د وقار لپاره ژوند کوي اوشهید کیږي ګرد هیواد د ګلوان وادۍ شهیدانو ته سلام کوی . د دهقانانو خبره په کولو هغه وویل چی په کرهڼیز سیکټور کی تاریخی اصلاحات کړی شویدی او اوس بزګران بیله ځنی پریشانۍ د هیواد په هرځنی برخی کی خپل مال په خرڅولو د هغی زیات نه زیات بیعه ترلاسه کولی شی .
د رام مندر خبره په کولو ولسمشر وویل چی فقط لس ورځی د مخه په ایودهیا کی د شری رام چندرجي د زوکړي په خاوره يا رام جنم بهومی باندی د مندر د جوړولو کار پیل شو . د وطن پرګنو تر ډیر مودی پور زغم او صبر څرګندونه په کولو او د هیواد په عدالتی نظام خپل یقین په ساتلو د شری رام ځیګیدنی زمکی سره اړه لرونکی د عدلئ معامله په بشپړه منصفانه حل کړی شوه
خپل خطاب سرته په رسولو ولسمشر وویل چی ځنو خلکو اندیښنا لرله چي د جمهوریت زمونږ ازمیښت به کامیاب نشی . هغوئي زمونږ لرغونی دود دستور او همغږی تنوع والی زمونږ د حکومت نظام جمهوری ګرځولو په لاره کی خنډ ګڼلو خو مونږ د خپلو دودونو او تنوع والی ترتله خپل قوت په درک کولو هغی ته وده برابره کړه او ځکه د نړۍ ټولو نه لوئ جمهوریت ژوندی دې . مونږ ته به د بشري خیرښیګړې لپاره هند ته مخ په وړاندی خپله دنده تر سره کول وي
Comments
Post a Comment