په پاکستان کې سانسورشیپ او د بندیزونو سلسله
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګی
په پاکستان کې د سانسورشیپ او د بندیزونو سلسله څه نوی نه ده، لیکن کله چی منتخب شوی حکومتونو په دور کې ، وینا او خیالاتو ته ذنجیرد اچولو هڅه کیږي، نو دا سوال راپورته کیږي. په ځانګړې توګه د ځنې داسې سیاسي مشر په دور کې په رسنیو او ویناوو باندې سخت برید کیږي چا چې به قدرت کې راتلو څخه مخکې جمهوري انصاف او د وینا آزادي باندې اوږد اوږد لیکچرونه ورکول. نو داسې هم کیږي چې کله کله پخپله د هغه خپل حکومت کې شامل خلک هم خوله پرانیسي. د عمران خان دوه کالو اقتدار کې د رسنیو آزادۍ باندې بندیزونه ولګول شو. داسې د نن څخه مخکې په پاکستان کې هیڅکله ندی لیدل شوي. په رسنیو او په خبریالانو باندې بندیزونه لګول شوی لیکن خاص تخلیقي لیکنې هم د سانسورشیپ تر لاندې ساتل شوی. آن تر دې چې د نصاف په کتابونو کې د کلونو راهیسې شامل مضمونونو باندې هم بندیزونه لګول شوی
د پاکستان سروتلی لیکوال محمد سرفراز په تیر نیږدې وخت کې پخپل مضمون کې چې عنوان یې پاکستان کې د بندیزونو موسم دی ،کې ویلي ، که څه هم په پاکستان کې کتابونو او ټولنه ییز رسنیو باندې هره ورځ پر له پسې بندیزونه لګول کیږي، لیکن دا وخت د بندیزونو نوې څپی دوام لري. د پنجاب نصاب او بورډ کتابونو کې په یوه ورځ کې په ۱۰۰ کتابونو باندې بندیز ولګول شو. ددې علت دا ورکړی شوی چې پدې کتابونو کې د هیواد دښمن مظامین دی او د دین بې حرمتی شوی
د پنجاب نصاب او مکتب کتابونو لوړ ډایریکټر رای منظور حسن ناصر د ټیلیویزیون یوه مرکه کې وویل چې دا وخت په شخصی مکتبونو کې د درس کتابونو هم پلټنه روانه ده. یعنی په هغوی کې هم د اعتراز وړ موادو لټونه دوام لري. د یادونې وړ خبره ده چې دا ټول د پنجاب نصاب او درس کتاب قانون ۲۰۱۵ تر لاندې ترسره کیږي. دا قانون د پاکستان مسلم لیګ نواز شریف تیر حکومت لخوا عملی کړی شوی وو. په کوم ۱۰۰ کتابونو باندې چی بندیز لګول شوی، په هغه کې زیاتره کتابونه د ټولنیز مضمونو سره تعلق لري. پدې کې ځنې انګریزی او د اردو کتابونه هم شامل دي. په تیره اونۍ کې د پنجاب مقننه اسمبلی د ۲۰۲۰ میلادي کال تحفظ بنیاد اسلام لایحیه تصویب کړه. د دې ترلاندې د دولتی مناسباتو عمومی مدیر ته به دا اختیار ترلاسه وي چې نوموړی کتابونو شایع کوونکي ادارو پرینټنګ پریس یا د کتابونو دوکان هر ځنې وخت کې معاینه کولی شي یا پرې چاپه هم کولی شي. خوا که کتاب شایع شوي وي یا د شایع کیدو په جریان کې وي
په کتابونو باندې بندیزونو سره د پاکستان ټیلي مخابراتو ادارې په آن لاین ګیم یا لوبې هم بندي لګولی. د هغه ګیم یا لوبې نوم دی ؛پب جي؛ . د ورځپاڼې ډان رمشا جهانګیر پخپل راپور کې لیکلی چې د پاکستان ټیلي مخابراتو ادارې خپل امر کې لیکلی پب جي په اخلاق باندې ډیر زیات اغیزه کوي. نه یوازې د اخلاقو پر ضد بلکه د خلکو کړه وړه یا اخلاق هم بربادوي. د ټیلي مخابراتو ادارې تر مخه دا خلک ناکاره جوړوي . په یو ځای ناست په دغه لوبه کې د زیات ساعتونو دپاره بوخت پاتې کیدو سره صحت یا روغتیا ته هم زیان رسیدی شي. په پرله پسې توګه د یو څو ساعتو لپاره د کمپیوټر په پرده باندې نظر ساتلو سره د سترګو نظر خرابیږي او د سردرد موجب هم ګرځي. ادارې مخکې هم داسې ځنې بندیزونه لګولی. نن چاپیریال کې داسې ځنې بندیزونه مفهوم نه لري ځکه چې لیدونکي او لوستونکی د خپل خوښی شیان د ځنې وسیلې د لارې لیدی او لوستی شي. د پاکستان لوستی خلک ددې خبرې په حقله سخت اندیښنه لري چې ورکې د ورځپاڼو په سرلیک باندې بندیز لګول شوی او د رسنیو باندې سانسرشیپ څخه وروستو مخابرات پدې نظر ساتل غواړي چې ماشومانو ته څه درس ورکول کیږي. د پوهنتونونو ځنې پروفیسران یوازې په دې خبره برطرغه کړی شول چې هغوی د خپلواکي سره فکر او د تپوس کولو اقدار بیداره کول غوښتل. په داسې کتاب باندې هم بندیز ولګول شو چې ورکې د مهاتما ګاندهي اقوال وړاندې کړی شوی وو. ددې مطلب دا دی چې ماشومان نه یوازې د تاریخي حقایقو څخه د لرې ساتلو هڅه روانه ده بلکه د ځنې غیر پاکستاني شخصیت په حقله د ځنې پوهې او معالوماتو حق له هغوی څخه شوکول کیږي. دغو بندیزونو او د پنجاب اسمبلي لخوا تصویب شوي لایحیې په حقله د عمران خان کابینې ساینس او ټکنالوژي وزیر فواد چودهري بې له د خپل عکس اعمل ښودلو پاتې نشو. نوموړی د خپل یو شمیر ټویټونو د لیارې رایې څرګنده کړه چې پاکستان کې اسلام ته ټک ټاک یا کتابونو څخه ځنې خطر ور په غاړه ندی بلکه اصل خطر مذهبي او مسلکي کرکې، فرقه پرستی او مذهبي انتهاپسندي څخه دی
Comments
Post a Comment