پاکستان له داخلي لانجې سره مخامخ دی


لیکنه : د کوشیک رای

ژباړه : د پښتو څانګې

د پاکستان حکومت ځان په کورني ډول پیاوړی ګرځولو لپاره یو بل ناکام، ناوړه او د خندا وړ هڅه کړې ده. پاکستان یوه نوی نقشه جوړه کړي چې د هند ګجرات ایالت او د جمو او کشمیر لداخ د مرکز واک اخنیار لاندې سیمې ځنې برخې په کې شاملې کړی دي. د پاکستان تش په نوم کابینې دغې تش په نوم نقشې ته منظوري ورکړه او وروسته له رسنيو له لارو يې خپره کړه . د پاکستان نوی نقشه د خپلو اتباعو څخه د ټوکې موجب وګرځیدو . نقشه د فدراي کابینې له تصویب وروسته له رسنيو څخه خپره کړای شوه . د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي تر دې کې مخه د خپل کار په دفتر کې په یوه غونډه د نقشې په اړه د خزب ائتلاف ګوندونو وکیلانو ته مالومات ورکړل. خو بلخوا هند په بشپړ ډول د پاکستان ادعاګانې رد کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي ، هند د پاکستان داسې تش په نامه سیاسي نقشه لیدلې ده چې د لومړي وزیر عمران خان لخوا خپره شوي . په عین حال کې د پاکستان د بیلا بیلا ډلو تر منځ ګډوډي دوام لري. په داسې حال کئ چئ نني حکومت د تاریخ لیکلو په تر سره کولو کې بوج دی . د بلوچیانو او سندهیانو د خکومت پر ضد متحده جبهه جوړه کړي.

د بلوچ راج اجوئي سنګر یا براس چې د بلوچانو د بیلا بیلا ډلو راټولیدل دي او د سیندو دیش انقلابې پوځ یا ایس آر ای ، د پاکستان په وړاندې د ګډ محاذ د جوړولو لپاره سره یو ځای شویدي . جبهې بدې وروستیو کې په یوه نا مالوم ځای کې ناسته کړي . برخه اخستونکو موافقه کړي چې سند او بلوڅ ملتړنه له پیړیو سیاسي ، تاریخي او کلتوري اړیکي لري باید چې دوی د پیړیو زړې اړیکې نوي کړي. د پاکستان بریالي حکمتونه د پاکستان دولت له جوړیدو راهیسې تل د سندهیانو او بلوچانو سره توپیر لرلی . د سند او بلوچستان په ایالتونو کېوضعیت دومره خراب دی چې دواړه غواړي چې خپلواکه ملتونه شي .

جبهې وویل چې د چین ۶۰ ملیون ډآلرو په ارزښت د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز یا سي پي يي سي دواړه ایلتونه اغیزمن کړیدي . سندهیان او بلوچیان د چین د ځمکې یا اقتصادي پراختیا باندې شک لري . دوی په راتلونکي کې د و چین لخوا د محکومیت ویره لري . دا باید وپیژندل شي چې سندهـ او بلو چستان دواړه ساحلونه لرې او د هند له بحر سرهوصل دي . بلوچیان او سندهیان احساس کوي چې اوږده ساحل لرلو سره دواړه ستراژیک اهمی تلري.
په ناڅرګند ځای کې په غونډه کې د سندهي او بلوچي جبهې برخه والو دا همم وویل چې سیندهیان د سند وادي د زرګونو کلونو زاړه تمدن سرپرست دي. بلوچان هم زرګونه کاله تاریخ لري . د مهرګار تمدن د بلوڅ د خلکو میراث دی . سندهیان او بلوچان د خپل تاریخ په اوږدو کې دوی خپله ځمکه ، تمدن او خپلواکي د بیلا بیلو فاتیخینو او لوټمارانو څخه ساتلي ده .
په هر صورت د پاکستان له رامنځته کیدو وروسته دوی سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند ته دوام ورکول شوی . آن تردي چې په ۲۱مه پیړی کې هم دوی د نورو پاکستانیانو په څیر له خپلو خقوقو څخه خوند نشي اخستلی . په دواړه ایالتونو کې پراخه فساد ، اقلیت او نور اختلافات شتون لري . د سندهي او بلوچي ځوانانو تر منځ بې روزګاري په دواړو ایالتونو کې ټولنیز تاو تریخوالي لامل رامنځته شوی . د سندهي او بلوچي جبهې مشرانو موافقه وکړه چې د پاکستان حکومت لخوا د ظلم او لوتماری پر ضد به ګډ لاریونونه پیل کړي . د سیندهـ او بلوچ جبهه له نورو مضلومو ملتونو او مقاومت سازمانونو سره د تماس په حال کې دي . دوی هځه کوي د نړی له مختلفو دولتونو او ملګرو ملتونو سره د تماس په لټه کې دي. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان باید چې نور پاکستان جوړولو ته پاملرنه وکړي ئ، دا د هغه د ټاکنو ژمنه وه . ښاغلې خان د خیالو نقشو پرانیستلو پر ځای دې د سندیانو او بلوچانو پرهرونو باندې د مرهم لګولو ته ترجیح ورکړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت