پاکستان سره د لاښه اړیکو لرلو لپاره د بنګله دیش شرط
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګې
تر ۱۹۷۱میلادي کال پورې بنګله دیش هم د پاکستان یوه برخه وه ، کوم چې ختیځ پاکستان بلل کیدو ، خو په ۱۹۷۰م میلادي کال له عمومي ټاکنو وروسته کله چې د شیخ مجیب الرحمان ګوند عوامی لیګ ملی شورا لپاره له ټولو زیاتی څوکۍ وګټلې ، خو نوموړی ته د واک سپارلو پرځای د یحیی خان پوځي حکومت شیخ مجیب الرحمان ته په غدار وئیلو بندي خانې کې واچولو او په ختیځ پاکستان کې د پوځ د چاپو په واسطه د قتل او قتال لړۍ پیل شوه چې هغه د تاریخ یوه ډیره توره پاڼه وه . د عوامی لیګ ادعا په بنا کابو دیرش لکه خلک د پوځ د زور زیاتي ښکار شوې وو. که څه هم د پاکستان واکدارانو دا شمیره مبالغه بللې ، لیکن دومره خو حتمی ده چی ، د لکونو په تعداد بنګالیان وژل شوی وو . په پاکستان کې هسې هم د ختیځ پاکستان خلکو ته په سپکه کتل کیدل . له پوځی کارروائي وروسته په ختیځ پاکستان کې د غم او خپګان ماحول راپورته شو او هغه د پاکستان د دوه ټوټی کیدو لامل شو چې په پایله کې یې ، یو نوې هیواد د بنګله دیش په نوم رامینځ ته شو.
پاکستان هم څو ورځې وروسته بنګله دیش د یوه آزاد هیواد په توګه ومنلو ، خو د دواړو هیوادونو اړیکې هیڅ کله هم ښه پاتې نشوي . د یو آزاد هیواد په حیث بنګله دیش خپله ښه څیره جوړه او نړی ته وړاندې کړه . په تیرو کلونو کې د بنګله دیش لومړی وزیری شیخ حسینه واجد او د پاکستان لومړی وزیر عمران ترمینځه په تیلیفون کې یو لړ خبرې اترې شوی دي . څرګنده ده چی د لومړی وزیرانو په کچه د شویو خبرو اترو په پائیله کې څه شک او ګمان هم شتون درلود . د دواړو هیوادونو د سیاسي اړیکو په هکله هم په رسنیو کې قیاس او ګمان شتون دزلود ، او په دې اړه بیلا بیل سوالونه هم کیږی . په اصل کی د بنګله دیش په یوه ټیلیویژیوني چينل چې نیوز ۲۴ نومیږي ، کی یوه مباحثه د هند او بنګله دیش د اړیکو په هکله خپره شوی وه چې د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر ، د پاکستان او بنګله دیش د اړیکوپه حواله وضاحت وړاندی کړی وو . د یوی پوښتنی په ځواب کې د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر عبدالمومن وویل چې د پاکستان لومړي وزیر د بنګله دیش لومړی وزیری ته فون کړی وو ، چې په هغه کی عمومی خبری اتری شوې وې او په هغه سربیره بله کومه خاصه خبره نه وه شوې . پاکستان هڅه کړې وه چې د کشمیر په اړه د پوښتنو په کولو سره ماحول تود کړي خو د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دغه غیرضروري خبرې اترې اوږدول ښه خبره نده . د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر نور وضاحت په کولو سره وویل ، چې د تیرو دوو کلونو راهسې په بنګله دیش کې د پاکستان سفیر هم ندی تعین شوی. کله چې نوموړي د جولاي په لومړی نیټه د پاکستان له لوئ کمیشنر سره ولیدل ، نو نوموړی ته يې په واضح ډول وئیلی وو چې ، که پاکستان له بنګله دیش سره د ښو اړیکړ لرلو لیوالتیا لري نو هغه ته به په رسمي توګه دا خبره منل وي چې هغه هیواد په بنګله دیش کې عمومی وژنه کړی وه او د هغی لپاره به بښنه غواړي، ځکه هغه زخم دومره زیات ژور وو چې د بنګله دیش ولس یې تر اوسه هم نشي هیرولی . تر هغه چې دا عمل نه وي پوره شوی تر هغې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ښه والی نشي راتلی.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د خپل نورو ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په نوعیت هم رڼا واچوله. کله چی له نوموړی دا پوښتنه وشوه چې د اوسنی هند او چین ترینګلتیا په هکله د دواړو هیوادونو په اړه نوموړی څه خیال لری ، نو نوموړی وویل ، چې بنګله دیش د خپلو دواړو ګاونډیانو سره ښې او دوستانه اړیکې لري . د نوموړی په وینا د دواړو ګاونډیانو زړه بنګله دیش لپاره پراخ او لوئ دې. نوموړي دا هم وویل چې د بنګله دیش بنیاد ایښودونکي بنګ بندهو شیخ مجیب الرحمان په پالسیۍ بنګله دیش ولاړ دی او له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لرل غواړي . نوموړي زیاته کړه ، بنګله دیش د همدې لپاره یو خوشبخته هیواد دی چې دوه لوئ پرمختلونکي هیوادونه د هغه ګاونډیان دي او تر ډیره حده بنګله دیش هم له هغوی څخه ګټه پورته کوي .
د هند او بنګله دیش د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو باندې رڼا اچولو سره ، د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر عبدالمومن وویل چې دا اړیکې دا رنګه تاریخی نوعیت لری ، لکه څنګه چی د یو مور اړیکه او رشته له خپل اولاد سره وي . د دواړو هیوادونو ترمینځ د اعتماد اړیکې ډیرې ژورې دي او د علامتی اړخ لري . د نوموړی په وینا د صمیمانه اړیکو کوم سوغات تبادله چې شیخ مجیب الرحمان او اندراګاندهی د دواړو هیوادونو ولسونو ته وړاندې کړي وه هغه طلائي پاڼه وه ، ورسره د شیخ حسینې او نریندر مودي ترمشرۍ لاندې اوس هغه اړیکی نوې لوړوالی په لور روانې دي . همدا راز نوموړی د دواړو هیوادنو ترمینځ د یولړ مسائلو په ډیره ځیرکتیا سره د حل کولو ستائینه وکړه. غرض دا چې د هند او بنګله دیش اړیکې به په راتلونکې ، کې هم دغه شان مخ په وړاندې حرکت وکړي لکه څنګه چې د ګنګا او جمنا او د پدما او میګهنا د سرشاره او مستې څپې

Comments
Post a Comment