د هند او بنګله دیش ريلواي اړیکی بيرته پرځاي شوي
لیکنه : د ډاکټر سمرتي ايس پټنايک
ژباړه : د پښتو څانګی
د برطانوی حکومت په دوران کي ختیځ او لویدیځ بنګال ترمینځه د ریل ګاډی ډیره ښه اړیکه وه . لاکن د خلکو په مینځ کی د اړیکی له مینځه وړلو لپاره پاکستان ۱۹۶۵ میلادی کال کی دا ریلواي اړیکه له مینځ وړې وه . خو دومره کلونه وروسته هغه د بیا پرځای کولو هڅه وکړی شوه او لومړی وزیرنریندرمودی ورسره د بنګله دیش د نوموړی همسیالې شیخ حسینه واجد ترمینځه پدی ترڅ کی یو هوکړه لاسلیک شو. دغه تړون د بنګله دیش د غوښتنې له مخې رامینځته شو چې د ارتباطي مرکز په توګه راڅرګند شي او هند د خپل شمال ختیځ سیمې سره نږدې بندرونو ته وصلولوترجیح له کبله ممکن شو. د هند نږدې شمال ختیځ بندرونو سره وصل کول به په سیمه کې اقتصادي فعالیت ته وده ورکړي
۱۹۶۵ میلادی کال څخه دمخه یواځی ۱۳ سورلیو لرونکي ریل ګاډی وو کوم چی هند او پخوانی ختیځ پاکستان ترمینځه چلیدل . ۲۰۰۸ میلادی کال کی هند او بنګله دیش میتری ایکسپریس ریل ګاډی خدمات پرځای کړل کوم چی کولکته او ډاکه ترمینځه چلیدل او ۲۰۱۷میلادی کال کی کولکته او کهلنا ترمینځه چلیدونکی یو بل سورلیو ریل ګاډی بندهن ایکسپریس په نامه پیل او چالان کړی شو. سربیره پردی هند ۲۰۱۶ -۲۰۱۷میلادی کلونو مودی په دوران بنګله دیش ته ۱۲۰ سورلیو ریل ګاډی ډبی برابرکړی و
د پور حد یوی برخی په توګه هند په بنګله دیش کی د ريلواي ۱۷پروژو ته مالی مرسته برابروی. نوی ډیلی ډاکی ته ۲٫۴۴ بيليون ډالره د ورکولو لوز کړې دکوم په واسطه میټر ګیج به په براډ ګیج کی بدل کړې شی . سربیره پردی له دغه مرستی سره نه یواځی دا چی نوی پولونه به جوړ کړی شی بلکی زاړه پولونه هم سم کړی شی . په هغو کی ۹ پروژی په بریا بشپړی کړی شوی . دواړو هیوادونو اګرتله له اخوواره سره وصلولو لپاره د یو نوې ریل پټلۍ د ودانولو سره هم موافقه کړی ده
د بنګله دیش ریل اوس مهال د واګونونو ته سخته اړتیا لري. د دوی د نشتوالي له امله ، هغه نشي کولی په سمه توګه فعالیت وکړي. د همدې لپاره ، د بنګله دیش مشکل ته په پام سره ، د هند ریل ګاډي د توکو لیږدولو لپاره خپل واګونونه کاروي. د نوي ډیلي په وینا ، هر کال شاوخوا دوه ملیونه میتریک ټنه توکي بنګله دیش ته لیږدول کیږي
پدی کی ۹۹سلنۍ هغه توکی دي کوم چی بنګه دیش له هند څخه واریدوی. د سږ کال په جون کې ، له لازمي توکو یو سلو څخه زیات لارۍ بنګله دیش ته لاړې . دا مهمه ده چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ترانسپورت اړیکو ښه کولو باندې تمرکز وکړو.اول د اندرا پردیش څخه د ۳۸۴ ټنه مرچ کښتونو لپاره د مالونو یو ځانګړي اورګاډی د جولای په ۱۳مه نیټه بنگله دیش ته ورسید. دوهم ، د جولائي په ۲۶مه نیټه ، د هند له ماجراهت څخه بل بار وړونکی اورګاډی د بنګله دیش ښار بینا پول ته ورسید چې ۵۰ کانتینرونه يي لرل . د خبرونو له مخې ، دا به دایمي خدمت وي او د هندوستان کانټینر کارپوریشن به په بنګله دیش کې د بنپول ، جسور ، سنګیا ، ناواپارا او بنګ بندو سیتو لویدیځ ریل سټیشنونو سره وصل شي. اورګاډي د کوډ - ۱۹ په دوره کې بنګله دیش ته د لازمي توکو لیږدولو ترټولو مهم وسیله ثابت شوې.
هند بنګله دیش ته د سوغات په توګه د براډ ګیج لس لوکوموټیو انجڼونه د ورکولو پریکړه کړیده . د ۶۰ کروړو په ارزښت تیار لدغو انجڼونو څخه د بنګله دیش د ريلواي پیاوړتیا به زیاته شی . ۲۰۱۲ میلادی کال د ستمبر په میاشت او ۲۰۱۵ میلادی کال د دسمبر په میاشت کی د بنګله دیش ريلواي د براډ ګیج لس او دغه هومره د میټر ګیج لوکوموټیو شامل کړی و لدی کبله چی د هغو نیمګړتیا پوره کړی شی . بنګله دیش ريلواي اوس مهال د میټر ګیج ۱۷۸ لوکوموټیو انجڼونه لری په کومو کی ۱۳۹ ډیر زاړه شویدی او کوم چی اوس تر زیاتی مودی پوری نشی کاریدی. نوځکه د هند له لوری د لس انجڼونو سوغات بنګله دیش لپاره ډیر ګټور ثابت شی . ترکومی چی د براډ ګیج اړه ده نو له ۹۰ څخه ۵۵ انجڼونه ډیرزاړه شویدی .
په جنوبی آسیا کی بنګله دیش د هند ټولو نه لوئ تجارتی انډیوال دې. په بنګله دیش کی د ريلواي نظام په ښه کیدو د سړکونو د لاری د سامان انبارولو په طریقه پیټی ډیر کم شی . لدی سره د سامان انبارولو او کوزولو په کرائ کی هم ډیر کمی واقع شی . د برطانوی دور د ریل اړیکه پرځاي کولوسره د سیمی اقتصادیات به ترډیره حده ښه شی . لدی سره د سیمی خلکو د پیړیو لرغونی تاریخی او فرهنګی اړیکی د جوړولو موقع هم ترلاسه شی
Comments
Post a Comment