په ګلوان دره کې د چینايي عسکرو د وژل کیدو ثبوتونه
ليکنه: د معين الدين خان
ژباړه:د هريندر کمار سواتي
کله چې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې شخړه یا نښته کيږي، نو په طبیعي ډول د دواړو خواو سرتیري ژوند له لاسه ورکوي او ځینې خلک ټپیان کیږي. دا طبیعي خبره ده . چین او هند په اسیا کې دوه لوی هیوادونه دي او ګړندۍ وده کونکی اقتصاد لري. دا هم مهمه ده چې دواړه جخت ګاونډي هیوادونه دي. د ۱۹۶۰ په لسيزه کې د هند او چین تر منځ اړیکې ترینګلې شوې وې او له اوږدې مودې راهیسې دغه دواړه ګاونډیان له یو بل نه لرې وو. البته د دواړو هیوادونو مشرانو د اړیکو ښه کولو هڅه وکړه
هندوستان تل په دې باور لري چې د ملګرو تبادله کیدی شي مګر د ګاونډیانو تبادله نشي کیدی. له همدې امله هند لیواله پاتي شوي چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره اړیکې پراخه کړي. که څه هم له چین سره ځینې سرحدي شخړې شتون لري ، خو دا به ښه نه وي چې د دې لانجو په اساس د دوه اړخیزو همکاریو او ملګرتیاو کي خنډ راشي او غوره اړیکو ته ټولې دروازې وتړلي شي
دا خبره په پام کې نیولو سره ، هند په سوداګرۍ او نورو برخو کې همکارۍ ته وده ورکولو لپاره هره هڅه وکړه. دا هڅې په تیرو کلونو کې لا ګړندۍ شوي. هند دا ټول په ښه نیت سره ترسره کوي. په تاریخ کې هیڅ وخت هند د کوم هیواد پروړاندې تجاوز کونکي دریځ نه دی غوره کړي. هغه پخپله سرحدونه په غزولو باور نه لري ، او نه غواړي چې کوم بل هيواد داسې منفي فکر ولري
د هند - چین اړیکې هم د ښه نیت او ښې ارادې سره پرمخ روانې وې ، مګر ځینې وروستیو پیښو د چین ارادې څرګندي کړي . دې د ختیځ لداخ په شاوخوا کې د کنټرول حقيقي کرخي ته درناوي ونکړ چې د هند اعتماد یې هم سخت ټپي کړو . که هغه د هند د ښو اړیکو او همکارۍ روحیۍ ته د يوي کمزوري په توګه ګوري ، نو دا دده لویه غلطي ده. د جون د ۱۴-۱۵مي نیټې په شپه د ګلوان په وادۍ کې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمینځ نښتې پیل شوې. ۲۰ هندي عسکر شهید شول خو چینايي عسکر هم د هندي عسکرو لخوا ووژل شول
په ښکاره ډول ، ځوانان یا افسر چې هلته ځای په ځای شوي وو د خپلو سرحدونو ساتنه يي کوله . هندي پوځ د چینايي تلفاتو بشپړ شواهد لري ، خو هندي پوځ عموما د داسې وژنو په اړه د څه ویلو ډډه کوي. البته چین په رسمي ډول نه دی منلی چې په دې وروستیو نښتو کې د دوی عسکر وژل شوي ، مګر د چینایی سرتیري قبر په چینایي ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی ، چې د چینايي عسکرو د مرګ ثبوت وړاندې کوي . د جزئیاتو له مخې ، په مندرين کې د چینايي سرتیري د قبر لپاسه ليکل شوي چي دا د سویلي ژین جیانګ نظامي ولسوالۍ د ۶۹۳۱۶ څانګي عسکر شهید چن ژیانګ قبر دی
په یاد ولرئ چې دا څانګه د چین پيپلس لبريشن پوځ د ۱۳ مي دستي یوه برخه ده. په قبر دا هم لیکلي چي دا د چین په فوجی ولایت کې د ۲۰۰۱م کال دسمبر کې زیږیدلی ، دغه ځوان د ۲۰۲۰م کال په جون کې د هند په سرحدي سیمه کې د خپل ژوندي قرباني ورکړه. دا رسمي ثبوت دی چې چینايي عسکر وژل شوي. که څه هم چین تر دې دمه په دې اړه رسمي وینا نه ده کړې. البته د هندي میډیا یوې برخې راپور ورکړ چې د چینایي ځواکونو کمانډویي افسر د څو چینایي عسکرو سره وژل شوی
د ګلوان سیند جنوب ته د نښتې نه سمدلاسه وروسته ، هندي ځواکونو وویل چې دواړو خواو ته تلفات اوښتي دي
دا هغه وخت وو کله چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د نظامي کچې خبرې په ناکرارۍ کې پای ته ورسیدې.
باید یادونه وشي چې لیفټنینټ جنرال هریندر سینګ او د چين جګړن جنرال لیولن د پولې په اوږدو کې په یوه غونډه کې ناسته درلوده
موږ پوهیږو ، مګر د یو مسؤل هیواد په توګه ، موږ تل هغه شهادتونه تسليم کوو چې موږ ورسره مخامخ کيږو ، مګر موږ په کوم سرحدي سیمه کې د وژنو او نورو پیښو په اړه له څه ویلو ډډه کوو
مګر که چیرې یو هیواد وغواړي د خپلې توسعه يا د غزوني ارمانونو لاندې د پخلاینې په پلمه خپله ځمکنۍ بشپړتیا خطر ته مخامخ کړي یا زیانمن کړي ، نو هند د ځواب ویلو طوان لري
Comments
Post a Comment