هیمالیايي درغلي او چین لخواه د پاکستان کورنیو چارو ته د وننوتلو خطر



لیکوال: معین الدین خان

ژباړه: عبدالقدیم ویاړ

په پاکستان کې د اداري فساد داسې یوه قضیه څرګنده شوې چې د عمران خان حکومت یې په غوسه کړی دی ځکه چې د پاکستان د "تل پاتې ملګري" نوم چین په دې لویې درغلۍ کې یو ځل بیا دیږي. د عمران حکومت لپاره دا مصیبت په حقیقت کې د پوځ د پخواني جنرال عاصم سلیم باجوه لخوا رامینځته شوې

کله چې د پاکستان په لویو رسنیو کې د چلوټي راپور ورکړل شو ، نو د عمران حکومت او ځواکمن پاکستاني اردو سمدلاسه اقدام وکړ او د خلکو پام بلې خوا ته د اړولو لپاره یې د هند بدنامولو ته خپل ټول تمرکز واړاوه. اصلي کیسه دا ده چې د احمد نوراني په نوم یو راپورټر چې د پاکستان مشهور تحقیقي ژورنالیست دی ، په خپلواکه خبري ویب پاڼه فاکټ فوکس کې یې یو رپوټ خپور شوی، چې پکې څرګنده شوې چې د عاصم باجوه کورنۍ د امریکا د سوداګرۍ شرکت ، پیزا چین ملکیت درلود.دغه شرکت د جون راهیسې تړل شوی او د څو میلیون ډالرو سوداګرۍ یې دریدلې ده

په حقیقت کې، تیر کال جنرال عاصم سلیم باجوه د لومړي وزیر عمران خان لخوا د معلوماتو لپاره د هغه د ځانګړي معاون په توګه له دندې لرې شو او هغه مهال نوموړی په ​​چین کې و. هغه د پاکستان د اقتصادي دهلیز د ادارې رییس هم دی، کله چې هغه لومړي وزیر ته د خپل ملکیت او شتمنیو جزییات وړاندې کړل نو دا حقیقت یې ورنه پټ کړ چې د هغه میرمن په دې امریکايي سوداګریز شرکت کې برخه لري

ښکاره ده چې دا یوه کوچنۍ مسله نه وه، عمران خان په ډیر واضح ډول د فساد پروړاندې خپل غږ پورته کړی او د اپوزیسیون ډیری مشران یې زندان ته لیږلي دي، نو کله چې د هغه د حکومت دومره لویه درغلی راپورته شي، نو آیا دی به یې په اړه غږ پورته کړي نو کله چې په میډیا کې بحثونه وشول او د دې رسوایي غږ هرچیرې واوریدل شو، له یوې خوا حکومت د جنرال عاصم باجوه ژغورلو ته راوتلی او له بلې خوا اردو هم د دې خبر د ردولو لپاره ځمکه او اسمان سره متحد کول پیل کړي. پخوانی جنرال عاصم باجوه چې پخپله یو وخت د پاکستان د پوځ ویاند و، وویل چې یوې بې نومه ویب پاڼې زما او زما د کورنۍ پروړاندې غلط او ناسم کمپاین پیل کړی دی. پاکستان د اقتصادي دهلیز په اداره لفظي برید کوي او واکمن ګوند هم د تورونو د ردولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل کړی.

په واشنګټن کې د ویلسن په مرکز کې د سویلي آسیا همکار میخایل کوجلیمن وايي، د چین او پاکستان دواړو لپاره اصلي اندیښنه دا ده چې څنګه د درغلیو جزیات د خلکو له سترګو لرې وساتي. هغه دا هم وویل که دا مسله په پاکستان کې راپورته شي نو دا تورونه د دواړو هیوادونو لپاره د اندیښنې وړ کیدی شي. خو دا چوپتیا هغه مهال هم ماته شوه کله چې د پخواني لومړي وزیر لور مریم نواز پر حکومت د دوه ګونو معیارونو په لرلو تورن کړ. د هغې په ​​وینا د فاکس فوکس ویب پاڼې افشا کول د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز برید ګڼل کیدای شي ځکه چې دا د باجوه شتمني افشا کوي او نواز شریف هم د ورته اقتصادي دهلیز پروژې بنسټ ایښودونکی دی، هغه چین ته ملیارډونه روپۍ ددغې پروژې لپاره ورکړې.

په ښکاره توګه د مریم نواز د دوه ګوني معیاري دلیل له پامه غورځول ګران کاردی. عاصم باجوه ویلي دي چې هغه به د عمران خان د ځانګړي معاون په توګه استعفا ورکړي مګر د سي پي ایل د رییس په توګه به پاتې شي، مګر مخالفین یې وايي چې هغه به د عمران خان له کابینې څخه استعفا ورکړي ځکه چې که هغه پدې چوکۍ پاتې شي، د کورنۍ سوداګرۍ به یې له مثیبتونو سره مخ وي. په هرصورت، عمران خان تراوسه دهغه استعفا نه ده منلې هغه وايي چې د باجوه له کورنۍ او سوداګرۍ سره بلد دی او ورڅخه راضي دی

په میډیا کې د حکومت د فشار له امله باید خبرونه وځپل شي مګر دا به دومره اسانه هم نه وي چې هرڅه له بیخه رد کړي. هرڅوک پوهیږي چې واک ته تر رسیدو دمخه عمران خان د نواز شریف په ګډون ټول اپوزیسیون مشران په اداري فساد تورن کړي وو. هغه حتی د چین او پاکستان دهلیز پروژه غندلې وه او اوس هغه ډول چې هغه د لوی باجوه څخه په دومره لویه درغلي کې دفاع کوي نو خامخا د هغه "ایمانداره" سیاست هم تر پوښتنې لاندې راولي. په پاکستان کې د هند او هند ضد لابي ممکن د حکومت او اردو منطق ومني چې هند غواړي د دهلیز پر پروژه برید وکړي او د پاکستان پروړاندې تبلیغات وکړي خو په پاکستان کې هرڅوک دا منطق نه مني. د پاکستان خلک هم له دې حقیقت څخه خبر دي چې پاکستان اوس محبور دی په بشپړه توګه په چین تکیه وکړي ځکه چې ټول متحدین یې یو په بل پسې هغه پریږدي. وروستۍ بیلګه یې سعودي عربستان دی چې عمران یې څنډې ته کړ.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت