د شانګهای همکاری سازمان ناسته کې د هند او چین تر منځ خبرې
لیکنه: ډاکټر ایم ایس پرتیبها
ژباړه: پښتو څانګه
د شانګهای همکاریو سازمان ته د هند ژمنتیا ، په یوریشیا کې د خپلو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپله لیوالتیا روښانه کوي. سیمه ایزه ډلې هند ته فرصتونه برابروي ترڅو خپلې هیلې پوره کړي چې هند د ځمکنی لارو څخه د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره وصل کړي او په بدل کې یې د اقتصادي او انرژي ملګرتیا لا پیاوړي کړي .له همدې امله د هندوستان دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شینکر مسکو ته د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په لسمې ناستې کې د ګډون په موخه تللی دی. د بهرنیو چارو وزیرانو دا ناسته په داسی حال کی ترسره کیږی ، چی د کویډ ۱۹ ساری ناروغی خپریدو ، نړیوال اقتصاد او سوداګری له نامالوم برخلیک سره مخامخ کړي، او همداراز ټول هیوادونه د کویډ ۱۹ ساری ناروغی د خپریدو په لړ کی د رامنځته شوی کړکیچ سره لاس او ګریوان دی. ټاکل شوې ده چې هند د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰م کال د نومبر میاشتی په ۲۹مه او ۳۰مه نیټه د شانګهای دولتونو د مشرانو کوربه و.
هندوستان پلان لري چې د سیمې سره خپلی تاریخي اړیکې او ملګرتیاوی لا پیاوړي، د سیمې امنیت او ننګونو ته د حل لارې موندلو لپاره وکاروي. د شانګهای همکارۍ سازمان دغه اهداف د سیمه ییز پلیټ فارم په توګه تعریفوي ترڅو د نوښتونو لکه د شمال - سویل ، د نړیوال ترانسپورت دهلیز د وصلولو لپاره وهڅوې. دا هڅه هند ته ، دا وړتیا هم ورکوي چې خپله د مرکزي آسیا د نښلونې پالیسي د شانګهای همکارۍ سازمان سیمه ایزې همکارۍ ته واړوي. په دې توګه ، د ګڼو ډولونو ټرانسپورټ او انرژي پروژې ګاونډیو ته د غزولو هیله کیږي. سربیره پردې ، لکه څنګه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی ، نه یوازې سیمه ، بلکه د سویلي آسیا امنیت یی هم اغیزمن کړی. پدې برخه کې ، د شانګهای همکارۍ سازمان د تروریزم ضد سیمه ایز جوړښت (آر ای ټی ایس) له لارې فعال ګډون ، نه یوازې هندوستان ته اجازه ورکوي چې د ترهګریزو فعالیتونو ډیټا بیسونو ته لاسرسی ومومي بلکه د غړو هیوادونو سره د تروریزم ضد تمرینات هم ترسره کولی شی.
له بلې خوا لکه څنګه چې د وبا ناروغي په ګڼ شمیر هیوادونو اغیزه کړې ، هند یی هم اقتصادي او سیاسي همکاریو لپاره نوي لارو ته اړ کړی دی. د کویډ ۱۹ ناروغی سره د مبارزې لپاره د مخنیوي د هلې ځلې ، سیمه ایزې ډلي ته یو مناسب او بدیل انتخاب ښکاري ، چیرې چې غړي هیوادونه کولی شي د وبا له ناروغی سره د مبارزې لپاره سرچینې چمتو کړي. د مثال په توګه ، هند لا د مخه د روسیې د "سپوتنیکوی" واکسین سره د پام وړ علاقه ښودلې ده. هندوستان اوس مهال د واکسین د دریم پړاو ازمایښتونو او جوړولو په اړه غور کوي. روسي اړخ مخکې له دې ورته لیوالتیا ښودلې وه . کله چې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ولادیمیر نوروف د ۲۰۲۰م کال په جنوری کې هند ته د خپل سفر پرمهال د واکسین د تحقیق او پراختیا په برخه کې اخیستو کې د هند رول وستایلو.
د هند لومړي وزیر نریندر مودي د ۲۰۱۹ کال بشکیک په سرمشریزه ناسته کې ، په قرغستان کې د همکارۍ لپاره د روغتیایی پاملرنې همکارۍ ، اقتصادي همکارۍ ، د انرژي بدیل سرچینې ، ادب او کلتور ، له ترهګری پاکه ټولنه ، بشری همکارۍ فورمټ سره د همکاری وړاندیز کړی وو. په قرغزستان کې په ناڅاپي ډول ، د ښاغلي مودي وړاندیز کې ترټولو مهم سکتور په توګه د روغتیا پاملرنې همکارۍ باندې فشار د هر وخت څخه ډیر وخت نیسي. د سیمه ایز امنیتي مسلو ، اقتصادي او سوداګریزو ننګونو سربیره ، د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې د هندوستان برخه اخیستنه په لداخ کې د کړکېچن نظامي وضعیت او د دښمنیو د ډیروالي څخه وروسته ترسره کیږی او له کړکیچه لری پاتی کیدل اړین دی. د شانګهای د همکارۍ غونډې په څنډو کې ، ډاکټر جی شنکر د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یی سره هم وکتل ، ترڅو د پولې د لانجې د کمولو لپاره لارې ومومي. تمه کیده چې دواړه هیوادونه به د دی دریځ په اړه هوکړی ته ورسیږي. دواړو وزیرانو د هند - چین په سرحدي سیمو کې د پرمختګونو او همدارنګه د هند - چین اړیکو په اړه روښانه او رغنده خبرې وکړې.
دواړو وزیرانو هوکړه وکړه چې ، دواړه خواوې باید د هند - چین اړیکو پراختیا په اړه د مشرانو تړون لړۍ څخه لارښوونی ترلاسه کړی ،چی په شمول د اختلافاتو شخړې ته اجازه نه ورکوی. دواړو لوریو موافقه وکړه چې په سرحدي سیمو کې اوسنی وضعیت د دواړو خواو په ګټه نه دی. دوی لدې سره همغږي څرګنده کړه ، چې د دواړو لورو سرحدي سرتیري باید خپلو خبرو ته دوام ورکړي ، ژر تر ژره له کړکیچ څخه لاس په سر شی ، مناسب واټن وساتي او تشنج راکم کړي.
هوکړه وشوه چې دواړه خواوې به د چین - هند د سرحد په چارو کې ټولو شته تړونونو او پروتوکولونو ته غاړه کیږدي ، په سرحدي سیمو کې سوله او آرامښت وساتي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې ستونزه لا پسې پراخه کړي. نوي ډیلي او بیجینګ دا هوکړه هم وکړه چې د هند - چین د پولی پوښتنو په اړه د ځانګړي استازی میکانیزم له لارې خبرو اترو ته دوام ورکړي . دواړو هیوادونو پدې برخه کې موافقه وکړه چې د هند - چین د پولو چارو په اړه مشورتي او همغږي کاري میکانیزمهم باید خپلو ناستو ته دوام ورکړي.دواړو وزیرانو هوکړه وکړه چې څنګه وضعیت ښه شی او دواړه خواوې باید په سرحدي سیمو کې د سولې او آرامۍ ساتلو او زیاتولو لپاره د اعتماد جوړونې نوي تدبیرونه تر لاس لاندې ونیسي.
Comments
Post a Comment