د چین پر وړاندې د ايغورانو د نسل وژنې تورونو اروپایي پلټنې
لیکنه : معین الدین خان
ژباړه : پښټو څانګه
د چین لویدیز ولایت ، سنکیانگ کې ، د ایغور مسلمانانو په اړه اوس هرچیرې
خبرې کیږی . ملګرو ملتونو څه موده وړاندې چین ته خبرداری ورکړی وه چې د ایغور مسلمانانو پروړاندې خپلې کړنې د نن ورځې متمدنه ټولنه نشي زغملی. داسې ګامونه اخیستل شوي چې نه یوازې د ایغور خلکو مذهبي هویت له مینځه یوسي بلکې هغوی په حراستی کمپونو کې ساتل کیږي ، اوس دا تورونه هم پورې کیږې چې د ایغورو د نسل وژنې هڅه روانه ده. چین د توسع کونکي ذهنیت او په ځینو برخو کې د ځواکمن کیدوادعا کولو کې ، هغه په دوامداره توګه د نړیوال عامه نظر څخه هم سترګې پټې کړې. هغه څه چې په سنکیانگ ولایت کې کوي ، او همدا ډول هغه په هانک کانګ کې د دیموکراتانو او د خپلو حقونو لپاره د مدافعینو غږونه چې په کوم ډول د ځپلو هڅه کړي ، د دې پروړاندې هم په نړیواله کچه غبږونونه راپورته کیږي
هغه سیستم چې څه موده وړاندې په هانګ کانګ کې شتون درلود چې چین هم ورته ژمن وو ، خو اوس یې یو اړخیز اقدام کړی او هماغه ظالمانه نظام یې معرفي کړی چې په چین کې نافذ دی
سربیره پردې ، په تایوان او تیبت کې د دې ریکارډ ښه ندی او د بشري حقونو نقض کیږي. خو په خواشینۍ سره چین د ټولې نړۍ تورونه ردوي او د خپلو تورو عملونه د پټولو لپاره هغه خپل یو متحد پاکستان د ډال په توګه د کارولو هڅه کوي .د چین غلط تصور دا دی چې پاکستان ته د پورونو او نورو امتیازاتو په ورکولو سره غواړی چې پاکستان د هغه ملاتړکولو سره به د نړۍ د خلکو د نظر په بدلولو کې بریالی وي، خو له دې څخه لویه ټوکه بله څه کیدی شي ، همدا راز له پاکستان سره تفاهم ته رسیدلی چې هغه به د کشمیر په مسله کې د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړي ، او په بدل کې به پاکستان د شن جیان ، ہانگ کانگ ، تائیوان او تبت مسلو په اړه د چبن ملاتړ وکړي. پداسې حال کې چې پخپله پاکستان کې، د چین د اقتصادي دهلیز سي پي يي سي رییس لیفټینینټ جنرال عاصم باجوه په دی وروستیو ورځو کې د اداري فساد په یوه لویه قضیه کې ښکیل شوی چې دا مهال په پاکستان کې د خبرونو سرلیک دي.په دې اړه ، چین هم په دې پوهیږي چې د هغه نوم د پاکستان په کورنیو چارو کې په داسې ډول راپورته کیږي چې د دې لپاره ښه ندی. دا هم معلومه شوې چې د چین ولسمشر « شي جین پینګ » پاکستان ته خپل سفر لغوه کړی، دلیل دا ورکړل شوی چې لیدنه اوس مهال د کورونا وایروس له امله لغوه شوې ، مګر شنونکي پدې باور دي چې د دې ترشا اصلي لامل دا دی چې چین پدې مرحله کې د لیدو څخه ډډه کوي.
په هرصورت ، په ورته وخت کې ، راپور ورکړل شوی چې په سنکیانگ ولایت کې په ایغوري مسلمانانو کیدونکي ظلمونه په نړیواله کچه تر بحث لاندې نیول شوي دي. له لندن څخه د تر لاسه شوي ، یو راپور له مخې د بریتانیا د بشري حقونو یو مشهور وکیل جوفري ناش پریکړه کړې چې د ایغور مسلمانانو د وضعیت د څیړلو لپاره یوه خپلواکه او بې پرې محکمه جوړه کړي
چین د ایغور مسلمانانو پروړاندې بې شمیره ظلمونو ، لکه د نسل وژنې او د بشریت پروړاندې جدي جرمونو په شمول ، د بیلابیلو ظلمونو په ترسره کولو تورن شوی دی. د راپور په وینا ، هیله کیږي چې محکمه نوي شواهداو شاهدان ترلاسه کړي. دا محکمه به په راتلونکي کال کې پیل شې او تر څو ورځې به دوام وکړي
یاده محکمه به په بشپړ ډول خپلواکه وي ، دا به له دولت سره هیڅ تړاو ونه لري. دا هم ویل کیږي چې دا به وروستۍ هڅه وي چې چین په نړیواله کچه حساب ورکونکی کړي ځکه چې دا هر ځای کې احساسیږي چې ایغوران او نور مسلمانان له ۲۰۱۷ راهیسې د نه منلو وړ مشکلاتو او کړاوونو سره مخ دي
باید وویل شي چې جوفري نیس د نړۍ نامتو وکیل دی چا چې د بالکان په جګړو کې د سربیا پخواني ولسمشر سلوبوډان میلوسویچ په محکومولو او د نړیوالې جنايي محکمې سره د همکارۍ په برخه کې کلیدي رول لوبولی وو ،او د مخکمې په وړاندې ئې ټول شواهد وړاندې کړي وو. د ایغور کانګرس له دوی غوښتي چې د ایغور په وړاندې د ظلمونو په تحقیق او شواهدو کې پرمختګ وکړي. چین د اویغورانو د نسل وژنې په شان جرمونو په ترسره کولو تورن شوی ، خو دغه تورونه په نړیواله کچه نه دي څیړل شوي او له چین څخه تر اوسه پوښتنې ګروېږنې ندي شوي
په هرصورت ، پدې برخه کې اوس پرمختګ شوی. بیرسټر نائس ایسوسی ایټډ پریس ته وویل چې له دي سازمان سره تړلي خلک د شواهدو په راټولولو کې دخیل دي او لاهم د پروسې لومړني مرحلې کې په کار بوخت دي. نوموړی هیله لري چې اړین شواهد تر یوې اندازې پورې ترلاسه کیدای شي
د اسوشیټیډ پریس لخوا یوې وروستي تحقیق موندلې چې د چین حکومت د ډیریدونکي نفوس د مخنیوي په پلمه ،په سیستماتیک ډول د ایغورانو او نورو مسلمانانو په جبري ډول نس بندي کولو ته زور ورکړی. په هرصورت ، د جبري نس او سقاط حمل قضیې خورا عام دي او پرته له شکه د نسل وژنې هڅې نسل وژنې کټګورۍ کې راځي ، د دې لپاره چین باید مسؤل وپیژندل شي
Comments
Post a Comment