د انساني حقونو پرضد د هانګ کانک د نوي قانون پر وړاندې د ملګرو ملتونو اعتراض

لیکوال: معین الدین خان

ژباړه: عبدالقدیم ویاړ

چین د نړیوالې ټولنې لخوا په ګڼو برخو کې تر نیوکې لاندې راغلی دی، په ډیری مواردو کې ځکه په دغه هیواد نیوکه کیږي چې د بشري حقونو په اړه ډیر حساس نه دی. په دې وروستیو کې راپور ورکړل شوی چې چین د ایغور مسلمانانو پروړاندې زیاتی کوي او د ایغور مسلمانانو د نسل وژنې پلان جوړولو لپاره ځینې تاکتیکونه کاروي. په لندن کې د نړۍ نامتو حقوقي کارپوهانو ددغو تورونو د څیړلو لپاره یوه محکمه جوړه کړې او هڅې یې پیل کړې دي. دغه محکمه د ایغورو د نړیوال کانګرس په غوښتنه جوړه شوې ، چې خپل لومړني کارونه یې هم پیل کړي .خو چین نه یوازې په سنکیانگ ولایت کې ظلمونه کوي، بلکې ظلم یې ورځ تر بلې ډیریږي. هغه نوی قانون چې چین د هانګ کانګ لپاره چمتو کړی دی خورا له وحشته ډک دی او د نړۍ په کچه د حقوق پوهانو لخوا د بشري حقونو ترټولو زیات ترپښولاندې کوونکی بلل شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو چین ته په غیر مشروطه ډول ویلي دي چې د هانګ کانګ لپاره نوی امنیتی قانون له بشري حقونو سرغړونو ته ورته یو څه دی، دوی ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون د پخوانۍ بریتانیا يي ښکیلاک له خوا سیاسي فعالینو ته د سزا ورکولو او ځورولو لپاره کارول کیدو. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د چین حکومت ته یو ګډ لیک لیکلی په داسې حال کې چې ددغه شان کړنو لپاره خورا لږ لیدل کیږي چې د کارپوهانو لخوا داسې ګام واخستل شي او مستقیم دې بیا حکومت ته لیک ولیږل شي. د لیک له استولو یوازې ۴۸ساعته وروسته ،هغوی وویل چې دا امکان شته چې نوی قانون د محکمې، قاضیانو او حقوقپوهانو حقونه هم محدود کړي او د بیان آزادۍ هم را کمه کړي. دلته د یادونې وړ ده کله چې دا قانون رامینځته شو او چین په هانکانګ کې د دې معرفي کولو لپاره چمتووالی کاو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ورته پام شو او په کلکه یې نیوکه ورباندې وکړه مګر چین د واک او ځواک په نشه کې و او په دې نیوکو یې سترګې پټې کړې. اوس دغه پرانستی لیک چې د بشري حقونو د کارپوهانو لخوا لیکل شوی، د چین لخوا د هانکانک د ملي امنیت د تش په نامه قانون نورو اړخونو ته لا ژورې کتنې اړتیا پیښوي.

یاد قانون یو داسې تور قانون دی چې نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه پکې شوې ، بلکې د هغه تړون یوه جدي سرغړونه هم ده چې چین په ۱۹۹۷ کې لاسلیک کړی. نوی قانون په داسې ډول ډیزاین شوی چې هرڅه چین وغواړي هغه کولی شي که هغه د بل هیواد پروړاندې تخریبي، د یاغيتوب ، تروریستي یا نور ناسم فعالیتونه هم وي.

خورا د اعتراض وړ خبره دا ده چې کله هانک کانګ په ۱۹۹۷ کې بیرته چین ته وسپارل شو، لومړنۍ هوکړه دا وه چې چین به بې له شکه دغه هیواد اداره کوي ، مګر هغه سیسټم چې دلته به پلی کیږي د چین په څیر به نه وي. بلکې دا به د هغه فورمول لاندې اداره کیږي چې یو هیواد او دوه سیسټمونه به په عمل کې پاتې وي. نو اوس چې چین په هانکانګ کې نوی امنیتی قانون نافذ کړی ، دا د دې موافقې ښکاره سرغړونه ده. هغه څوارلس مخه لیک چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په ویب پا ڼه کې خپور شوی، د بشري حقونو په اړه یې ځانګړې برخې او جملې لیکلي او ویلي دي هغه ځانګړي مسوولین چې د بشري حقونو د ساتنې دنده لري هغوی د تروریزم پروړاندې د مبارزې مسوولین هم دي

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې یوه ناسته درلوده چې په کې دواړو هیوادونو په جمو او کشمیر کې د هند لخوا په ترسره شويو یو شمیر اداري ګامونو بحث درلود. دوی فکر کوي چې په کشمیر کې ترسره شوي اداري اقدامات باید په نړیواله کچه د هند پروړاندې د ډنډورې په توګه وکاروي او له بشري حقونو هغه سرغړونې چې په دغو دواړو هيوادونو کي کیږي ورباندې سترګي پټې کړي. مګر له بشري حقونو سرغړونې هغه څه نه دي چې د نړۍ له سترګو څخه یې څوک پټ کړای شي. له هرې خوا څخه د اعتراض غږ راپورته کیږي. دغه دواړه هیوادونه غواړي د خپلو تیرو کارونو د پټولو هڅه وکړي او نړۍ وغولوي، خو نړۍ او نړیوال بنسټونه دومره ساده هم نه دي چې څوک دې په دومره اسانۍ سره د دوی سترګو ته خاورې وشنیدلی شي. په لندن کې د ایغور مسلمانانو د شکایتونو د څیړلو لپاره نوې محکمه جوړه شوې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون په هانګ کانګ کې په دې اړه په جدیت سره ارزونه کوي او د بشري حقونو اړوند کارپوهانو په دې اړه یو پرانستی لیک لیکلی دی. دا لیک د چین حکومت اصلي تصویر وړلنذي کوي 

له بلې خوا ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاند پاکستان ته په کلکه خبرداری ورکړی چې ملګري ملتونه په بیلابیلو برخوکې د بشري حقونو د ظالمانه سرغړونو له جزییاتو خبر دی، لکه ډیر داسې راپټونه ترلاسه شوي چې په پاکستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو د غږونو د چوپ کولو لپاره نوي تاکتیکونه کارول کیږي او د آنلاین او آفلاین پروپاګنډو له لارې دوی په نخښه کیږي. په همداسې یوه پیښه کې، نه ډاریدونکې پاکستانې ژورنالیستې ماروي سرمد پروړاندې یو مجرمانه کمپاین پیل شوی دی. تیره میاشت د پاکستان ښځینه خبریالانو د حکومت پر ضد لاریون وکړ او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې په سیستماتیک ډول یې د هغو کسانو پروړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یو ناوړه کمپاین پیل کړی دی چې د حکومت پر پالیسیو نیوکه کوي. هغوی د ماروي سرمد قضیې ته هم اشاره کړې چې د هغې پر ​​وړاندې حکومت پلوه کړیو په منظمه توګه یو ناوړه او زړه بوګنونکی کمپاین پیل کړی دی. دغه ښځینه ژورنالیسته نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې له تاوتریخوالي سره مخ ده ، بلکې د ناسمې ژبې په کارولو او سپکاوي سره هم ګواښل کیږي. په همدې توګه دین ته د سپکاوي قانون څخه هم ناوړه ګټه اخیستل کیږي او پر هرچا مذهب ته د سپکاوي تورلګول کیږي. له بلې خوا همدغه پاکستان نه یوازې په چین کې د ایغور مسلمانانو مذهبي آزادۍ او هویت باندې د حملو په اړه چوپ پاتې دی، بلکې ملاتړ یې هم کوي. دا ټوله د خنداوړ لوبه د ټولې نړۍ لخوا لیدل کیږي او احساس کیږي او په هرځای کې د دې په وړاندې نیوکې هم کیږي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت