هند د اقتصادی اړیکو د پیاوړتیا لپاره چمتو
لیکنه : د کوشک رائ
ژباړه: د ممتازولی
په ګردی نړۍ کی د کوویډ۱۹ ناروغۍ سره سره او د نړیوال اقتصادیاتوپه کمیدوهند له یو شمیر هیوادونو سره خپل تجارتی او اقتصادی اړیکی په قوی توګه منظم کړیدی . پدی ترڅ کی د هند د سوداګرۍ او صنایعووزیر پییوش ګوئیل د امریکی سوداګرانو او صنایعو ته بلنه ورکړی چی دوه اړخیز اړیکی نوې څوکوته وړلو لپاره د هند خپل همسیالانو سره کار وکړی . د ویډیو کانفرانس د لار ی د امریکی او هند ستراتیژک انډیوالۍ فورم یو اړین کانفرانس ته وینا په کولو ښاغلی ګوئیل وویل چی دواړه دیموکراسۍ په حکومتی، تجارتی او خلکو په مینځ کی د اړیکو په کچو یو بل سره ژوره ژمنه لري. دواړه هیوادونه آزاد او عادلانه تجارت کی یقین لری او امریکه د هند ټولو نه لوئ تجارتی انډیوال دې. نوموړی وویل چی د تجارت نه وړاندی په تلو پدی یو بل سره تړلی نړۍ کی دواړه هیوادونه کولی شي د نړیوال ارزښت زنځیر کې قوي باوري شریکان وي
د هند د سوداګرۍ او د صنایعو وزیر په هیواد کی صنعت او پانګی اچونی ته د آسانی برابرولو په باب د پورته کړی شوی ګامونو په حقله د یوایس آئي ایس پی ایف غړو ته معلومات برابرکړو
نوموړی وویل چی د جی آئي ایس وړ زمکی بانک مخی ته پراته شپږ ایالتونو سره په ازمیښتی ډول په کار اچول شویدی کوم چی به پانګی اچونکو د زمکی او موقعیت په پرګوته کولو کی کومک وکړی . نومو ړی وزیر د پیسو تادیاتو لپاره ایک یو لاری نظام په حقله هم معلومات برابرکړو کوم چی په مرکزی ، ایالتی او د ښاروالۍ په کچو یولړ منظورکونکی مقاماتو او ایجنسیو سره په همکارۍ جوړکړی شوی . د امریکی او هند ترمینځه د تجارت په موضوع ښاغلی ګوئیل وویل چی هند لومړنی محدود تجارتی کڅوړی لاسلیک کولو ته تیار دی او دا ئې امریکی پوری اړه لری چی مخی ته لاړ شی
ښاغلی ګوئیل وویل چی مخی ته پړاو ننګونی لری خو یو شمیر موقعی هم شته . نوموړی وویل چی په هیواد کی وبا له کبله اقتصادی فعالیت تاوان سره مخامخ شوی لاکن په توندۍ د بحال کیدو علامی شته. د هند رالوائ لخوا د وړل شوی بار پیټی په حقله وینا په کولو نوموړی وویل چی دا ئې د ۲۰۱۹میلادی کال عین مودی پرتله ۲۰۲۰میلادی کال د اګست په میاشت کی ۴ سلنۍ زیات دې. هم دغسی ورته صادرات کوم چی د ۲۰۱۹میلادی کال د جولائي میاشت پرتله ۲۰۲۰میلادی کال د جولائي په میاشت کی ۸۸ سلنۍ ته ورسید او سبک نور زیات حرکت موندلی او د اګست میاشتی شمیرنی کوم چی بشپړ شوی نور زیات ښه بریښی . که د ټول ټال صادراتو څخه د تیلو او د الماسو/ ګاڼو سیکټورونو احصائ و ویستلی شی نو لوړ والی به نورزیات وي
نوموړی وزیر وویل چی د کوویډ۱۹وبا خپریدو مخه نیولو لپاره هند لخوا پورته کړی شوی زر او ټینګوګامونو هیواد په ښه وضیعت کی ولاړ کړو کله چی د مړینی شرح ۲ سلنۍ څخه کمه ده او رغیدنی شرح ۷۵سلنۍ څخه زیاته ده . وزیروویل چی د زیات نفوسو سربیره د هند ولس له وخت سره په تیظیم کولو کی لویه وړتیا وښودله
د لومړی وزیرمشرتابه په ستائیلو نوموړی وزیر وویل چی لومړی وزیرنریندرمودی د خپل پلان په جوړولو کی ترتله ۲ ګامه وړاندی وي . نوموړی باور څرګند کړو چی هند به بریالی شی او د لاسه ورکړ شوی وخت پرځای کړی ورسره سم د په راتلونکی ۵ کلونو کی د ۵ ټریلیون ډالرو اقتصادیاتو هدف ترلاسه کولو بیا په لاره ګامزن شی او د هند ۱٫۳بلیون نفوسو ته خوشحالی وړاندی کړی
د هند، آسټرالیا، او د جاپان اقتصادی چارو وزیرانو د برابرونی ځنځیرلچکتیا په باب هم لیده کاته وکړو . په برخه اخستونکو کی د آسټرلیا د تجارت، ګرځند، پانګی اچونی وزیر ثناتور سائیمون بیرمینګهم ، د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزیرپیوش ګوئیل او د جاپان د اقتصادیاتو، تجارت او صنایعو وزیر کاجی یاما شامل و
وزیرانو خپله ژمنه بیا تصدیقه کړله چی د یو آزاد، عادلانه ، جامعه، توپیرنلرونکی ، ښکاره ،د وړاندوینې وړ ، پیاوړی تجارت او د پانګی اچونی چاپیریال په وړاندی کولو کی مخ په وړاندی حرکت ترلاسه کړی او خپل بازارونه پرانستی و ساتی . د کوویډ۱۹ وبا بحران او په اقتصادی ورسره په ټکنالوژیکی تناظر کی د اوسنی نړیوال کچی تبدیلیو په رڼا کی وزیرانو د هند او بحراکاهل په سیمی کی د برابرولو لړۍ لچکتیا د زیاتولو اړتیا او توان پرګوته کړو
د هند – بحرالکاهل په سیمی کی د برابرولو لړۍ لچکتیا په باب د سیمه ایز همکارۍ لپاره اړین اړتیا په منلو وزیرانو خپل ګډه اراده شریکه کړله چی همکارۍ د لاری دا هدف ترلاسه کولو لپاره د یو نوې نوښت پیل کولو په لوری د کار کولو خپل ارادی شریکی کړلی . هغوئي خپل چارواکوته لارښوونه وکړله چی د سږ کال تروروستیو د هغی پیل کولو لپاره د نوی نوښت تفصیل مطرح کولو لپاره زر کار وکړی . وزیرانو د هدف په درک کولو کی د تجارت او اکادمیو مهم رول پرګوته کړو
وزیرانوورته نظرئ لرونکی په سیمی کی نورو هیوادونو ته غږ وکړو په یاد نوښت کی برخه واخلی
Comments
Post a Comment