د هند او نایجیریا اړیکې سمې شوې دي
لیکونکی: پدم سنګ
ژباړه: عبدلقديم وياړ
هندوستان اعلان کړی چې افریقا د هند د بهرني سیاست په اجنډا کې لوړ لومړیتوب لري. هند له نایجریا سره اړیکې پراخوي. نایجریا د افریقا په وچه کې یو له ګړندی وده کونکی اقتصاد دی. هندوستان مرسته له نایجریا سره همکاري کوي ترڅو د ظرفیتونو لوړولو او روزنې په برخه کې دوه اړخیزه پراختیا رامینځته شي. هند له نایجریا سره له ۲۰۱۴کال راهیسې څو اړخیزې همکارۍ او اړیکې لري.او له نایجریا سره له ۲۰۱۴ راهیسې څو اړخیزې همکارۍ لري
د هند او نایجیریا ترمنځ دوه اړخیزه ناسته وشوه. د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، ډاکټر ایس جیشینکر او ښاغلي جیفري اونیما له یو بل سره خبرې اترې وکړې او د هند او نایجیریا د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د بحث په جریان کې، دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو ملګرتیا او همکارۍ پراساس د دواړو هیوادونو ترمینځ ښې، اوږدمهاله ، څو اړخیزه او ستراتیژیکو دوه اړخیزو اړیکو باندې وغږیدل. هندوستان په نړۍ کې ترټولو لویه دیموکراسي او نایجیریا په افریقا کې ترټولو لویه ډیموکراسي ده ، دا دواړه هیوادونه د ټولو لپاره د پراختیا، شمولیت او پایښت لرونکي پرمختګ ارزښتونه شریکوي. دواړو لوریو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو او خلکو دوه اړخیزو ګټو لپاره د غوره اړیکو پیاوړتیا کې د تحرک ساتلو لپاره بحث د سیاسي ، اقتصادي او سوداګرۍ ، دفاعي او امنیت ، پراختیایي مرستو او کلتوري همکاریو په برخو کې پراخې همکارۍ وڅیړلې. دواړو خواو د دفاعي روزنې او ظرفیتونو لوړولو په برخو کې د پراخوالي یادونه وکړه او رضایت یې څرګند کړ چې دغو نويو برخو ته پراختیا ورکړي، لکه د دفاعي تجهیزاتو ملاتړ ، طبي او د خوندیتوب خدمات، له تروریزم سره د مبارزې او د بغاوت ضد مبارزې لپاره د آرډي کارپوهانو تجربې شریکول او د معلوماتو او لیدولورو منظمه تبادله. دواړو وزیرانو څرګنده کړه چې د ګډو دفاعي همکاریو د کمیټې راتلونکې ناسته به د دې کال په وروستیو کې په ابوجا کې ترسره شي. دواړو وزیرانو د هند او نایجریا هیوادونو ترمینځ د معلوماتو شریکولو او په خلیج کې د سمندري امنیت لپاره د نظارت د زیاتوالي له لارې د همکاریو د هڅو پر دوام ټینګار وکړ. وزیرانو د دواړو هیوادونو پر وسله والو ځواکونو غږ وکړ چې د تروریزم ، بغاوت او قاچاقو پروړاندې د مبارزې لپاره په روانو هڅو کې ګډ کار ته دوام ورکړي.
په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کې د ۱۳،۹میلیارده ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه تجارت سره ، هند د نایجیریا ترټولو لوی سوداګریز ملګری دی، نایجیریا په افریقا کې بیا د هند ترټولو لوی سوداګریز شریک هیواد دی. د کوویډ-۱۹ ننګونې سره سره ، د هند او نایجریا ترمنیځ دوه اړخیز تجارت دوام لري چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو لپاره لیوالتیا ښیی. نایجیریا د امنیتي انرجۍ په برخه کې د هند مخکښ ملګری دی او دواړو لورو موافقه وکړه چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه همکارۍ لا پیاوړې کړي. دواړو لورو هوکړه وکړه چې د انډینفارم ټیکنالوجۍ ، دفاع او لمریزې انرجۍ په برخه کې هم خپلې همکارۍ پراخه کړي چې د هند کریډیټ لاین له لارې اجرا کیږي. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو د هوکړه لیک لپاره به هڅې ژر تر ژره پای ته رسوي
نایجریایي اړخ د هند د کرونا وبا پر خلاف روانه مبارزه کې د نایجریا د ملاتړ او طبي توکو وروستۍ مرستو په خاطر له هند نه مننه څرګنده کړه. ډاکټر جی شنکر نایجریا ته په مختلفو برخو کې د تخنیکي همکاریو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د هند دوامداره ملاتړ تکرار کړ.
ډاکټر جی شنکر د ښاغلي اونیما څخه د ۲۰۱۹کال په جریان کې د ګینا په خلیج کې د سمندري غلو په دریو بیلابیلو پیښو کې د هندي اتباعو د خوندي خوشې کولو لپاره د نایجیریا له ملاتړ څخه مننه وکړه. دواړه خواوې په نړیوالو مسلو کې ورته چلند او ګډ اجنډا لري. دوی موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو او ډبلیو ټي او په ګډون په څو اړخيزو برخو کې د دوی همکارۍ او متقابل ملاتړ ته دوام ورکړي او لا به پیاوړی کړي. دواړو خواو ټینګار وکړ چې ترهګري د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ او تهدید دی او ترهګري او افراطیت به په خپلو ټولو خبرو او څرګندونو کې غندي

Comments
Post a Comment