نوښت د لياري د ودي ملي اينجن

ليکنه : د اين بهدران ناير

ژباړه : د پښتو څانګي

هندوستان د نړۍ ذهني ملکیت سازمان کلنۍ درجه بندۍ کې د غوره ۵۰ هیوادونو څخه یو په توګه ، خپل پوزيشن ښه کړی دی. په ۴۸ پوزيشن ، هندوستان د نړیوال انوویشن انډیکس ۲۰۲۰م کې د څلورو ځایونوپه واسطه خپل پوزيشن ښه کړی

سويس ، سويډن ، امريکه ، انګلستان او هالنډ د درجه بندۍ په سر کې راځي. هند په دوامداره توګه خپلي درجې ته وده ورکړي - په ۲۰۱۵م ميلادي کال کې د ۸۱م پوزيشن څخه په ۲۰۱۹م کال کي ۵۲م درجې ته او په ۲۰۲۰م کې ۴۸ م درجي ته ورسيد. درجه بندي د پوهې ، د متحرک ایکوسیستم پيل او ځانګړي کارونو پراساس وي چې د عامه او خصوصي تحقیقاتي ارګانونو لخوا ترسره کيږي

نوښت د لومړي وزیر نریندر مودي لخوا اوليت په اساس پورته کړي شوی او هغه له هر پلیټ فارم څخه په دې اړه خبرې کوي. ښاغلي مودي د خپلواکۍ ۷۴مې کلیزې په مناسبت ملت ته په خپله وینا کې وویل ، هند اړتیا لري چې مسابقه کونکي نړۍ ته لاره هواره کړي. هغه وویل ، د پرمختګ لپاره ، ملت نوښت ته اړتیا لري. هاغه فشار چې د نوښت او تحقیق په برخه کې وي ، هندوستان به په دې سیالۍ کې نړۍ پرمخ بوځي

د ۲۰۲۰م کال د پوهنې ملي پالیسي به د ښوني ټول سیستم له سره تنظیم کړی ترڅو د پوهې رامینځته کولو او نوښت لپاره چمتو شي. لوړه زده کړه باید د پوهې او نوښت لپاره يو اساس رامینځته کړي او پدې توګه د ملي اقتصاد په وده کي مرسته وکړي

نيتي ایوګ د مودي حکومت برنامي ته يو چوکاټ وړاندې کړی . دا د پخواني لومړي وزیر اتل بهاري واجپایۍ په نوم نومول شوی و ، چا چې ساینس یا ویګیان ملي لومړیتوبونو ته راوستلو او د جي کیسان ، جي جوان شعار کي یې جي ویګيان يا د جي ساينس اضافه وکړه . د اټل نوښت ماموریت پدې معنی دی چې په راتلونکو کلونو کې د هند اړتیاو پراساس په ټول هیواد کې نوښت او تشبثاتو ته وده ورکړي

د ماموریت اوږدمهاله هدف کې د پام وړ لوی پلټنه کونکي ساحې شامل کول دي لکه ساینسي او صنعتي څیړنې ، د کرنې څیړنه او طبي څیړنه ملي ټولنیز - اقتصادي اړتیاو سره سمون لري. ترڅو چې تحقیق او نوښت د انسانانو د خدمت لپاره له لابراتوارونو څخه بهر را نشي ، هند نشي کولی د ځان بسیاینې خوب ترلاسه کړي

نوښت یوازې په آزاد ذهنونو او په یو آزاد چاپیریال کيدايشي چي انتظامي ځنځيرونه ونلري . دا د حکومت لپاره یوه ننګونه ده چې د هند ساینسي او څیړنیزو سازمانونو ته بدلون ورکړي ترڅو ټولنیز - اقتصادي پرمختګ ته وده وشي. حکومت غواړي چي خصوصي سکتور هم د ملت پرمختګ کې مساوي شریک شي ، نو خصوصي شرکتونه باید د تحقیق ، پراختیا او نوښت په وده کې برخه واخلي

هنديان له تیرو وختونو راهیسې نوښت رامینځته کوي ، او په هیواد کې د نوښتګر ذهنونو هیڅ کمښت شتون نلري. مګر په هندوستان کې مرکزي ننګونې ، لکه د نورو ځايونو پشان ، مستحکم او د لاسرسي مالي میکانیزم دی. که څه هم حکومت د اختراع ملاتړ لپاره ډیری برنامې په لاره اچولې مګر بيا هم مالي کومک برابرولو کي مالي سازمانونه نازړه توب لري

اوسني وبا د روغتیا لپاره د نوښت حل منځته راوړلو کې علاقه لري. هند اوس احساس کړي چي د روان وضعيت څخه ګټه پورته کړي او په نوښت لاس پوري کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت