د ایغور مسلمانانو پر حالت باندې د پاکستان مجرمانه چوپتیا

ليکنه: سهیل انجم

ژباړه: عبدالقدیم ویاړ

د پاکستاني شاعرظفر اقبال د یوه شعر مفهوم دی چې وایي: که دروغ هم وایې نو ورباندې کلک اوسه، ځکه چې انسان باید د ثبات څښتن اوسي.موږ دروغ ویلو ته هڅونه نه کوو مګر پر خپلې خبرې د انسان ولاړتوب خامخا هڅوو. موږ هم په دې باور یو چې سړی باید ثبات ولري او پر خپله خبره ولاړ اوسي، پر یوې موضوع یا خبره دوه ډوله نظر لرل یا خبرې کول نه وي پکار، منافقت نه وي پکار کنه د سړي وقار له مینځه ځي او ورباندې دخلکو اعتبار هم ختمیږي. له دغې مسالې سره په تړاو بیا کله چې په همدې اړوند د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان حال اخلو نو سړی سخت افسوس وکړي، ښایي یو شمیر خلک هغه د عمل سړی وګڼي مګر کله چې لږ په زیر سره ورته وګوري نو د هغه په شخصیت کې د منافقت نخښې هم له ورایه څرګندې دي. کله چې د دنیا کومه برخه کې د مسلمانانو په اړه کومه خبره را پورته کیږي نو هغه خامخا کوښښ کوي چې ځان د مسلمانانو د ګټو اتل وښیي، اوس وخت کې يي د جمو او کشمیر د مسلې په اړه د هندوستان د حکومت د پریکړې پر خلاف د پاکستاني مقبوضه کشمیرپه پلازمینه مظفرآباد کې د یوه لاریون مشري کوله، هغه د هندوستان دغه ګام غیرقانونه وباله په داسې حال کې چې د هند دغه ګام د قانون او آیین له مخې سم دي . هغه لکه د نورو پاکستانیو سیاستوالو غوندې کشمیر د پاکستان عصبي حجره هم وباله، خو کله چې خبره د چین د ایغور مسلمانانو راځي بیا د هغه په خوله د چوپیتا مهر لګول کیږي او غلی پاتې کیږي. په داسې حال کې چې هغه ځان د ټولې نړۍ د مسلمانانو اتل بولي نو ورته پکار ده چې په چین کې پر ایغور مسلمانانود کیدونکو ظلمونو په اړه هم څه ووایي. خو هغه د چین او پاکستان د اړیکو په خاطر دغه تریخ ګوټ له ستوني تیروي، اوس پوښتنه داده چې ایا د چین ایغور مسلمانان، مسلمانان نه دي؟ په داسې حال کې چې هغه ظلم چې د چین حکومت له ایغور مسلمانانو سره کوي بايد د نړۍ د ټولو مسلمانانو غږ ورباندې پورته شي ملګرو ملتونو، امریکې، بریتانې او نورو ملګونو هم له ایغور مسلمانانو سره کیدونکی بد چلند غندلی دی خو پر دغې مسلې عمران خان بیا خوله چوپه نیولې ده

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې مسلمانان هلته په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي چیرې چې د دوی عقیده په زور سره بدله شوې ده. رپوټ کاږي چې په دغو بند خونو کې لس لکه کسان ساتل کیږي چې له روحي او جسمي فشارونو سره مخ دي، بندیان په زوره اړ ایستل کيږي چې د چیني ولسمشر شي چن پنګ په نوم بیعت وکړي، ماشومان له خپلې کورنۍ، مذهب او ژبې نه لیرې ساتل کیږي. چین د ایغور لږکيو پرخلاف په وروستیو کلونو کې پوځي ګامونه هم پورته کړي چې له امله یې لسکونه کسان وژل شوي هم دي. چیني حکومت په سنګیان ایالت کې نوي قوانین جوړکړي چې له مخې یې مسلمانې میرمنې نشي کولای حجاب واغوندي. په هانګ کانګ کې د ایغورمسلمانانو د حقونو په خاطر لاریونونه وشول خو پولیسو یې پروړاندې له زوره کار واخیست. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایلس ویلز په یوې وینا کې وویل چې پاکستان ته پکار ده هغه اندیښنه چې د کشمیر د مسلمانانو په اړه یې څرګندوي په لویدیځ چین کې له سختو حالاتو سره مخ مسلمانانو په اړه یې هم څرګند کړي. که چیرې پاکستان ځان د نړۍ د مسلمانانو د حقوقو اتل جوړول غواړي نو په دې اړه هم باید یو څه ووایي. په خپله پاکستان کې هم داسې خلک شته چې د عمران خان پر دغه دوه مخي سیاست نیوکې لري او وایي چې باید د ایغور مسلمانانو د حالت په اړه هم څه ووایي. خو عمران خان وایي چې چین په ډیر سخت حالت کې د پاکستان مرسته کړې او پاکستان ته ښایي چې په دې اړه چوپ واوسي. یو ځل کله چې په یوه مرکه کې له هغه نه په کلکه توګه په دې اړه پوښتنه وشوه نو عمران خان ځان بلخوا تیرایست او ویې ویل چې د ایغور مسلمانانو د حالت په اړه هیڅ معلومات نه لري. واه عمران خانه یو خوا ځان د ټولې نړۍ د مسلمانانو ژغورونکی بولې بل خوا بیا داسې ماشومانه خبرې کوې. ته ددې لپاره له دې خبرې سترګې پټوې چې چین د ( چین او پاکستان د اقتصادي لارو چارو) په نوم په پاکستان کې ملیارډونه ډالره پانګونه کړې ده. عمران خان ته لازمه ده چې پر خپلې دغې پالیسۍ بیا کتنه وکړي او که ځان د مسلمانانو اتل کول غواړي نو ورته پکار ده چې ځان د عمل خاوند کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت