په پاکستان کی په ملکی منصبونو د پوځ چارواکو ټاکل د اندیښنی وړخبره
لیکنه : د حسین زامن
ژباړه: د ممتازولی
پدی خبره هرڅوک پوه دې چی په پاکستان کی په ملکی او اداریز منصبونو ترتله د پوځی چارواکو ټاکنو دوام لرلی خو پوځی آمریت په دوران پدی چلند کی نور زیاتوالی راغلی . که ایوب خان یا یحیا خان ، او ضیا الحق یا پرویزمشرف و د دوئي ټولو پوځی واکمنانو په دور کی په ملکی منصبونو پوځی چاروک ټاکلی شوی او پدغو منصبونو یواځی هغه پوځیان ټآکل کیده څوک چی به پوځی واکدارانو ته نزدی او د هغوئي خوښ و لدی کبله چی په اقتدراکی پاتی کیدو لپاره هغوئي د پوځی واکدارانو کومک وکړی شی . د بی نظیر بهټو په لومړی دوری کی ډګرمن جنرال صاحب زاده یعقوب علی خان د بهرنیو چارو وزیرټاکلی شوی و دکوم څخه په څرګند ډول ښائي چی پوځ په ښاری اداری کی څومره لاس لارو . په هغه زمانه کی کابو په دولس منصبونو پوځی چارواک په سفارتی منصبونو هم ټاکل شوی و .
لاکن په اوسنیو تیرو ورځو کی په کار او تقاعد شوی پوځی چارواک په ملکی منصبونو په زیات شمیر کی ټاکلی شویدی . پدغو ټاکنو کی ټولو نه زیات مهمه ټاکنه د تقاعد شوی ډګرمن جنرال عاصم سلیم باجوه دې. د جنوب قوماندی د مهم قوماندی د ټآکلو په توګه د تقاعد کیدو یو ورځ وروسته هم ډګرمن جنرال عاصم سلیم باجوه د چین پاکستان د اقتصادی دهلیزد اداری رئیس و ټاکلی شو څو اونیو وروسته نوموړی د لومړی وزیر د اطلاعاتو او د خپرونو ځانګړې سلاکار هم مقرر کړی شو کوم چی یو سیاسی منصب دی . د داسی په کولو کی اصول او ضابطې هډو په پام کی ونه نیول شول . جنرال باجوه په یو وخت کی په دواړو منصبونو پاتی شو . د اوس مهال خبرونو له مخی نوموړی اوس د لومړی وزیر سلاکار له منصب څخه استعفا ورکړی خو عمران خان دا په وئیلو استعفا رده کړه چی په نوموړی پوری کړی شوی تورونه صحیح ندی او نوموړی ته د خپل منصب د پریښودو هیڅ ضرورت نشته .
عاصم باجوه کله چی د داخلی خدماتود ولسی اړیکو لوئ مدیر و نونوموړی د خپل وظیفی په دوران د هغه وخت د پوځ لوئ درستیز د راحل شریف ډیره زیاته چاپلوسی کړې وه .
د سی پی اې سی سربیره نوری داسی ملکی اداری شته چیرته چی نظامی کسان ځای پرځای کړی شویدی . داسی نوری یوشمیر اداری شته چیرته چی تقاعد شوی پوځان مقرر کړی شویدی .
اوس پدی خبره بحث کولو بیکاره دې چی په ملکی منصبونو د پوځی چارواکو د ځای پرځای کولو د چلند مسئول پوځی آمران دي یا مجبور یا معیوب ښاری انتظامیه . پوځ د ملکی کاډر پرځای هم د قبضی کولو پوره هڅه کړیده .
جنرال پرویز مشرف ۱۹۹۹میلادی کال کی کله چی واکمنی اشغال کړی وه نوهم د هغی څو ورځی وروسته نوموړی بیله ځنی علت ښودلو د پوځ ځمکی اود چاوڼۍ شعبی ملکی لوئ مدیر په لری کولو د هغه پرځای یو میجرجنرال کینولی و . دا یواځی د یو وار خبره نده بلکی د هغی ورځ نه واخلۍ تراوسه پوری هم یو پوځی چارواک مقررکړی شوی . دغه چلند پروړاندی د کاډر د چارواکو لاریونونه، د ستری محکمی پریکړی او په پارلیمان کی پورته کیدونکی غږ هم په پوځ هیڅ اغیزه ونکړله . ۲۰۱۳ میلادی کال کی نوازشریف ۲ کلونو لپاره پدی منصب د یوپوځی چارواک د ټاکلو اجازه ورکړی وه او وویل چی د دی وروسته پدی منصب به یواځی یو ملکی چارواک و ټاکلی شی خو د نوموړی دا امر بی اثره کولو په خاطر د دفاع وزارت د لومړی وزیرلپاره یو لیک تیار کړو او نوموړی ته د ټاکلو په ترڅ کی د تعدیلونو کولو خواست وړاندی کړو لدی کبله چی پدی منصب په دائیمی ډول یو پوځی مامور و ټاکلی شی او د ملی کاډر هیڅ مداخله ونلری .
وئیلی کیږی د کله راهیسی چی ملکی چارواک په ډډه کولو پوځی چارواکو پدی شعبه قبضه کړی هم د هغی راهیسی د حکومت زمکی دغه هدف لپاره نه کارولی کیږی د کوم لپاره هغه پوځ ته ورکړ شوی و . اوس دا زمکی بیله د پارلیمان منظورۍ تجارتی اهدافولپاره کارولی کیږي . دا وضیعت ډیرزیات اندیښمن دې . که په ښاری انتظامئ کی د پوځ زیاتیدونکی مداخله و نه ودرولی شوه نو پاکستان لپاره پائیلی به ډیر سنګین وي.
Comments
Post a Comment