لوړپوړی شنونکی افغانستان په اړه د امریکی دیپلوماسی څخه خوشبین ندي
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه: د ممتازولی
د فرورۍ په میاشت کی امریکی او طالبانو ترمینځه هوکړه خو وشوله خو دغه هوکړی په اړه له پیل راهیسی د شک و شبهاتو ماحول پاتی شو. د دی ځانګړی علت دا دی چی دطالبانو روش څه داسی پاتی شوی دکوم څخه دا خبره په ابتدا کی سپینه شوې وه چی هغوئي به د خپل بنیاد ګره رویه پریښودو لپاره په قطعی ډول رضا نشی . کله چی د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دی خبری قطعی پریکړه کړې وه چی هغه به له افغانستان څخه خپل پوځونه پشا کړی نو لدی امله په هرصورت چی له طالبانو سره هوکړه وشی نو لاښه دې. پدی ترڅ کی د هغوئي لومړنی اولیت دا و چی د امریکی پوځونو پشا کیدو په وخت د طالبانو یا ځنی بل ډلی له لوری هغوئي ته ځنی زیان و نه رسی. تیر کال کله چی خبری اتری پیل شوې وې نو یو شمیر پړاونو خبرو اترو وروسته پخپله ولسمشر دا ئې رد کړی و د کوم علت دا وئیل شوی و چی طالبانو خپل بریدونه بند کړی نه و او هم پداسی بریدونو کی د امریکی یو پوځی هم وژلی شوې و . په هرصورت یو څو ورځو پس خبری اتری بیا پیل شولی او هم سږ کال د فرورۍ په میاشت کی هوکړه هم لاسلیک شوله . خو د دی پلان بله برخه دا ده چی افغانستان کی دننه هم طالبانو او د افغانستان حکومت ورسره نورو ډلو سره په افغانستان کی د سولی په اړه خبری اتری ترسره شی . د امریکی پوځ په نزدی وخت کی بیرته تلی شی د کوم اشاری ترلاسه کیږی . هسی هم په امریکه کی د نومبر په میاشت کی د ولسمشرۍ ټاکنی کیدونکی دي او که رښتیا پوښتنه کوۍ نو طالبانو سره د خبرو اترو عمل یا کومه هوکړه شوی د هغی شا ته هم د امریکی ټاکنی یو مهم سبب ګڼلی کیږی . خو په افغانستان کی دننه د سولی پرځای کولو لپاره کومه خبره انګازه وه د هغی په ترڅ کی نه یواځی دا چی شک و شبهات دي بلکی ترډیره حده مایوسی خپره ده . پخپله د امریکی او لویدیځ شنونکی هم پدی خبره شک څرګندوی چی د طالبانو په لړ کی امریکی چی کوم سفارتی لاره خپله کړې آیا هغه به بریا ترلاسه کړي؟ د بیلګی په توګه شنونکی د میخائیل روبن خیال دې که د امریکی پالیسی جوړونکی دا ګڼی چی که مناسبه سرمایه برابره کړی شی او بشپړه پاملرنه وکړی شی نو دیپلوماسی ډیرګټور ثابت شی . کیدیشی چی په یولړ معاملو کی هغوئي ته هم داسی بریا ترلاسه شوې وي خو د طالبانو په ترڅ کی دا کړن لاره کامیابه نه بریښی . د نوموړی له مخی ولسمشر ټرمپ دا خبره په احساس کولو چی د امریکی افغان مشن ډیر اوږد شوی او په امریکه کی د خلکو زغم او صبر پیمانه ډکه شوې نو لدی کبله نوموړی له طالبانوسره په خبرو اترو دومره فشار راوړلو چی د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو حرکت کولو ته اړ شو او زلمی خلیل زاد دغه کار لپاره د امریکی ځانګړې استازی په توګه و ټاکلو . خلیل زاد د بش په دوره کی په ملګرو ملتونو کی د امریکی سفیرو . شنونکی میخائیل روبن پدی معاملی کی د خلیل زاد په دیپلوماسۍ هم ګوته نیولی ده . د میخائیل روبن وینا ده چی له طالبانو سره د سولی تړون لاسلیک کولو لپاره امریکی لکونه ډالره مصرف کړل او د خپل مشن په ترڅ کی چی خلیل زاد څومره دوری ترسر ه کړل دومره دوری خو پخپله د امریکی بهرنیو چارووزیر به هم نه وی کړې.
داسی نده چی له طالبانو سره د خبری اتری کولو دا لومړنی ازمیښت دې په کومه دوره کی چی د نجیب الله کمیونسټ حکومت ړنګ کړی شوی و نو ملګری ملتونو د مینځګړ توب رول ترسره کولو غوښتو . په هغه وخت کی طالبانو دا لوز کړی و چی هغوئي خبرو اترو د لاری معاملی حل کړی شی او دا چی د ځواک په زور هغوئي به په کابل قبضه ونکړی خو لا خبری اتری روانی وې چی طالبانو په کابل کی ټول ګډ وډ کړل ، د ملګروملتونو ساحه تباه کړله او پخوانی واکمن په وژلو ځوړند کړو .
میخائیل روبن ترمخی طالبان په هیڅ صورت په خپل نظرئ موافقه کول نه ښکاری . هغوئي اسلامی امارت رامینځ ته کولو په حق کی اوس هم دي. هغوئي یو جمعیتي ټولنه بیخی نه خوښوی . کیدیشی امریکا اوس هم دا فکرکوی چی دیپلوماسی به په هرحال کی بریا ترلاسه کړی خو هغه دا هم یاد ولری چی ځنی ډلی داسی هم وي کوم چی په هیڅ صورت کی خپل نظرئ څخه لاس نه اخلی . هرڅنګه چی وی د نوموړی یو پیشنهاد دا دی که امریکه دا سوچ کولو ته مجبوره شی چی دیپلوماسی ګټور ثابت نشو نو هغه پدی خبره غور وکړی چی اوس دی څه وکړی شی . او پداسی صورت کی امریکا او سیمه ایز هیوادونه د افغانستان حکومت ته څه ورکولی شی د کوم څخه دا خبره یقینی کړی شی چی طالبان سلطه ونلرلی شی . د دی معنا هم دا کیدی شی چی په پاکستان زیات نه زیات فشارواچولی شی او نه یواځی دا چی په افغانستان کی دننه د طالبانو په پناه وړونکی په ځایونو بریدونه وکړی شی بلکی په پاکستان کی موقعیت لرونکی سرسیوری ترلاسه کونکی ځایونه هدف جوړ کړې شی یا بیا په بل صورت کی د افغانستان حکومت ته نوې ټکنالوژی او پلیټ فارم وړاندی کړی شی لدی کبله چی هغوئي د طالبانو پخپله چاره وکړی او هغوئي چی هر چیرته وی د هغوئي لټه وکړی شی . دې ته پلان بي نوم ورکولی کیدی شی
Comments
Post a Comment