په سینکیانګ ایالت کې په زرګونه جوماتونه او زیارتونه د چیني حکومت لخوا ویجاړ شوي



ليکنه: د حسين ضامن

ژباړه: عبدالقدیم ویاړ

چین له کلونو راهیسې د ایغور مسلمانانو په ځورونې تورن دی ، خو په وروستیو میاشتو کې شواهد ښیي چې بیجینګ غواړي د خپلو لږکیو مذهبي او کلتوري نخښې نښانې له مینځه یوسي. د کمپاین د یوې برخې په توګه ، چینايي چارواکو په سینکیانګ ایالت کې په زرهاو جوماتونه یا په بشپړ ډول ویجاړ کړي یا یې زیانمن کړي دي. دا خبر د جمعې په ورځ د استراتیژیکو پالیسو په برخه کې د آسټرالیا د یوه انسټیټیوټ لخوا په خپور شوي راپور کې راغلی دی. راپور پدې تمرکز کوي چې چین څنګه د ایغور مسلمانانو تمدن ، کلتور او تاریخ له مینځه وړو هڅه کوي. راپور ادعا کوي چې په سنکیانگ ایالت کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.

راپور وايي چې په ۲۰۱۷کال کې کوم عملیات چې چیني حکومت هلته ترسره کړل نه یوازې له یو میلیون څخه زیات اویغوران یې ونیول بلکې د دوی په کلتور

یې هم برید وکړ. د راپور له مخې هلته ځایي چارواکو ته وویل شول چې د خلکو په پوهلو دې وخت نه ضایع کوې بلکې د هغوی ټول دود دستور دې بدل کړي او پخواني رسم و رواجونه دې ودروي؟

په اکوسو کې لږترلږه د ۴۰۰ هدیرو سپکاوی شوی دی، دا هدیرې ویجاړې شوي او ورباندې مجسمې ودرول شوې دي. یوازې دا نه بلکې په ۲۰۱۵کال کې د کمونیست ګوند یوه غړي ویلي وو چې په سینکیانګ ایالت کې جوماتونه له ضرورت نه زیات دي او باید ویجاړکړل شي. د رپوټ له مخې بیا هلته تر۸۵۰۰زیات جماتونه ونړول شول چې دا په ۱۹۶۰کال کې له کلتوري انقلاب را وروسته ددغسې یو کار تر ټولو لوړه کچه وه. یوازې دا هم نه بلکې پاتې جوماتونو ته به هم څوک نه ځي

نه یوازې جوماتونه ، بلکې زیارتونه او نور مذهبي او کلتوري ځایونه هم ندي پاتې زیاتره هغه چې دولت یې باید ساتنه کړې وای خو ۵۰سلنه یې ویجاړ شوي. په ۲۰۱۷ کال کې حکومت د شل کیلومټرو په ساحه کې هرڅه بلډوزر لاندې کړل او ویجاړ یې کړل پداسې حال کې چې هلته څوک تلل هم نه. د راپور په وینا ۸۴۵ زیارتونه په نښه شوي چې له دې جملې څخه ۱۶۵ یا خو ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي

په ویجاړو شويو جوماتونو کې یو یې د ګشګر لوی جومات دی چې په ۱۶مه پیړۍ کې جوړ شوی و. له هغه وخت راهیسې دا د اسلامي ثقافت او معمارۍ یوه بیلګه وه. په رسمي توګه دا د فرهنګي میراثونو یوه بیلګه وه مګر له بدمرغه د اسلامي تاریخ د له مینځه وړلو په هڅه کې هغه هم له مینځه یوړل شو. په ۲۰۱۸کال کې نه یوازې دغه جومات ړنګ شو بلکې خبرداری ورکړل شو چې ګوندي کس، زده کونکی یا دولتي کارکونکي ته اجازه نه ورکول کیږي چې دلته لمونځ وکړي. که څه هم دغه جومات بیا ورغول شو، مګر دا ځل ډیر کوچنی و او پر پاتې ځمکه یې پلورنځي جوړل شول

تر یوې لسیزې وړاندې هم په زرګونو کسانو په صحرا کې د امام عاصم زیارت ته د لیدو لپاره تلل. ویل کیږي چې هغه بودایانو ته چې په زرهاو کلونه یې پر چین واکمني وکړې وه ماتې ورکولو کې مرسته کړې وه. خو کرار کرارپه عبادت ځایونو بندیزونه پیل شول او په نهایت کې یې په ۲۰۱۴کال کې په زیارت باندې یو بشپړ بندیز ولګول شو او تیر کال دغه زیارت تقریبا په بشپړ ډول له منځه یوړل شو

د سنکیانگ په اورډم کې خلکو له شاوخوا څلور سوه کلونو راهیسې ددغه بزرګ مزار ته راتلل چا چې په چین کې د اسلام تبلیغ کاوه خو دا زیارت هم ړنګ شو. د راپور په وینا د راحیل دعوت په نوم یوې میرمنې چې د دې ځایونو په اړه یې مطالعه کوله د زیارت له تخریب یوه میاشت وروسته ورکه شوه. د هغې کورنۍ د ۲۰۱۷د ډسمبر راهیسې د هغې په ​​اړه هیڅ معلومات ندي ترلاسه کړي. دوی حتی نه پوهیږي چې هغه ژوندۍ ده که مړه

د راپور په وینا ، دغه انسټیټیوټ د ۳۸۰ داسې شکمنو کمپونه د موندلو لپاره د سپوږمکۍ عکسونه کاروي چیرې چې ایغور مسلمانان ساتل کیږي. دا مرکزونه یا پراخه شوي یا نوي رغول شوي دي. د ۲۰۱۹کال له جولای راهیسې لږترلږه ۶۱ داسې مرکزونه پراخه شوي او تر لسګونو ډیر اوس مهال د جوړیدو په حال کې دي.

دغه راپور وايي چې د چین کمونیست حکومت نه یوازې د ایغور مسلمانانو ژبه ، هنر او د خوړلو عادتونه بدلول غواړي ، بلکې د دوی په ټول کلتور او تمدن برید کوي. د حکومت له لوري داسې ګامونه هم اخیستل شوي چې د ایغور مسلمانانو په کلتور یې د پام وړ اغیزه کړې، مګر د شي جنپینګ اوسني حکومت لخوا چې د اقلیتونو د ځپلو او ځورولو لپاره کومه پالیسۍ پر مخ وړل کیږي تر دې مخکې نه وو لیدل شوي. د دغو کرغیړنو کړنو مقصد یوازې د سیمې مسلمان لږکي کمونست ګوند ته تابع کول دي تر څو د شي جینپینګ د حکومت پر وړاندې غږ پورته نکړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت