په سمندر کی د چین او پاکستان اړیکه: د نامساعد او غیریقینی رابطه :

لیکنه : د سومیت کمار سینګ

ژباړه : د ممتازولی

په پاکستان کې ستراتیژیک فکر کونکي "د هند په سمندری سیمی کی د" ځواک توازم ساتلو "لپاره د پاکستان بحري ځواک او ګوادر بندر پراختیا ته د لازمي اړتیا په توګه ښائي . په سیمی کی د چین بحری ځواک اشغال عادلانه بللو یولړ مبهم دلائیل او د هند سمندر په اوبو کی د چین اقتصادی او سیاسی آرزوګانو ته تحفظ برابرولو کی د پاکستان بحری ځواک دنده وړاندی کړی شویده

دا ادعاوې نیمګړې دي او پکار ده چې په مناسب تاریخي ، جغرافیائي سیاسي او معاصر شرایطو کې ځای پر ځای کړی شي ترڅو د دوی تشوالی څرګند شي. هغه اساس کوم چی د پاکستان د بحری ځواک راتلونکی دندی موخه دا ده چی د هند په سمندرکی د چین او هند بحری ځواک سیالی مساوي و ګرځولی شی . د چین بیا کتنی او تجدید کارۍ پالیسۍ په باب اندیښنی کابو جهانی دي. نو پدا ډول د هند په سمندر کی د هند په څیر سمندري ځواکونو او چین په څیر توسیع غوښتونکو ترمنځ د هند په سیند کې د ځواک سیالي نه خو نوې ده او نه غیر متوقع

د هند او امریکی پروړاندی تعصب او د چین په حق کی پلوی کول د پاکستان ذهنیت یوه بله څرګندونه ده چی یو لا لوئ قدرت مخی ته خپل هیواد یو اجاری خادم په توګه وړاندی کړی . دا رحجان د هند نیمی وچی د استعماریت وروسته په ګرد تاریخ کی لیدلی شوی

د دی تاریخ بیا یادول اهمیت لری . نن د چین په سیاسی او اقتصادی مرستی ډاډه کیدو سره پاکستان ځان ئې په بلوچستان کی راپورته کیدونکی سیاسی بحران کی کښیوتل احساس کوی . د ګوادر بندر کوم چی پدغه نا آرامه ولایت کی موقعیت لری په سیمی کی د هند بحری ځواک د بیا راپورته کیدو ته ننګونه وړاندی کولو لپاره د پاکستان په هاندی کی د وضیعت بدلولو په حیث لیدل کیږی . په ګڼو علتونو د ګوادر پراختیا د سوداګریز او نظامي بندر په توګه د دې ټولو څرګند ښکاره کول دي چې د پاکستان کورني او سیمه ایز سیاستونه غلط دي

ارزونه ښائي چی په پاکستان کی د پانګونی لپاره د چین زړه راښکون لپاره د ګوادر کارول د اسلام آباد په برخه په حقیقت کی په ستراتیژک لنډ لید تمام شی . د اغیزمنو زیربناو او عصری جوړښت د بلوچستان ولس مبارزه له مینځه نشی وړی کله چی هغوئي د خپل حقه سرنوشت ، په زوره پوځی چپاونو ولکه ترلاسه کولو ، په زوره ښکاره تختونی او د پاکستان پوځی استخباراتو لخوا د فعالینو ټاکلی وژنی پروړاندی مبازره کوی

په ګوادر کی د چین نظامی شتون به دفارس خلیج په سیمی کی قدرتونه راولاړ کړی چی په شمالی هند سمندر کی په مهموستونځمن ځایونو کی د هغوئي نظامی ګټی ته جدی ننګونه وړاندی کړی . نوپدا ډول که دا کورنی یا بهرنی تناظر کی وي د ګوادر د چین یو نیمه آسانتیا په توګه جوړښت هرومرو پاکستان یو پیچلی ستراتیژک وضیعت سره مخ کړی .

د پاکستان اقتصادی وضیعت ترهګرۍ ته ملاتړ برابرولو د هغی سیاستونو له کبله وخیم دې . په اوسنیو تیرو ورځو کی سعودی عربستان له لوری رسیدلی ډب د هغی مشرانولخوا غوره کړی شوی لاری په حقله په اسلام آباد کی د خطرزنګ لیږلی و کوم چی د اسلامی شورا په سازمان کی د پاکستان دریځ ته ګواښ ولاړوي

د هند بحرئ بیا را ژوندی کیدو په حقله د پاکستان سمندری فکرکونکوکی د نا امنۍ احساس شتون لری . د هند سمندر سیمی لپاره د هند مفکوره جامعه او پیوست ده څنګه چی د هغی ساګر یعنی( په سیمی کی د ټولو لپاره د امنیت او ودی ) په پالیسی کی ښکاره دې . د هند دا لیوالتیا چی په سمندری غاړه پراته هیوادونو یو ترجیحی امنیتی انډیوال په توګه رابرسیره شی یومساوی ګام دې کوم چی ګډ احترام او ګډی ګټی په مفکوری نغښتې دې. د چین پالیسۍ د چین په شان نه خو استخراجی او نه استحصالی دي . د خالص امنیت چمتوکونکی کلمه د هند اختراع نده او د هند په شرایطو کی نړیوال مسلکی څارونکولخوا کارول شوې

باید چی پاکستان دا خبره درکه کړی چی د هغی ګټه د هند په سمندرکی یو عادلانه او بیله نښتی په کاریزکړنلار کی پروت دی او دا اجازه ورنکړی چی چین لخوا د چین کمیونسټ ګوند یو ستراتیژک ضمیمی په توګه استحصال نشی



Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت