د سنګیانګ پر ناوړه وضعیت د پاکستاني خبریالانو بې باکانه عکس العمل

لیکنه: د خاور حسن

ژباړه: ګل الرحمن همدرد

دا حقیقت اوس له نړۍ څخه پټ نه دی چې د ایغور خلکو لپاره د چین حکومت په سنګیانګ کې ګڼ شمیر توقیفي کمپونه جوړ کړي. هغو کمپونو ته دوی ري ایجوکیشن یا د بیا روزنې کمپونه وایي. هلته په سلګونه زره ایغوریان په زور زنداني کړی شوي. دوی د خپلې ژبې، کلتور او مذهب پریښودلو ته مجبوریږي. د حکم په نه منلو ورته سزا ورکول کیږي او ظلم پرې کیږي. د ایغور خلکو ږیرې په زوره پرې کول کیږي/ کلیږي، ښځې د نقاب/ چادریانو له اغوستلو منع کیږي. د روژې په میاشت کې پوره هڅه کیږي چې ایغور خلک روژه و نه نیسي. په کور کې د قرآن کریم پر ساتلو ایغور ډبول کیږي او په سنګیانګ کې د مسجدونو ورانولو خبرونه د نړیوالې ټولنې لپاره نور کومه نوې خبر نه ده، مګر د دې ظلمونو سربیره هم د اوسني پاکستاني حکومت پټه خوله پاتې کیدل یوه معما ده. د قول او عمل تضاد په څرګند ډول یو له بل سره جوړ نه راځي. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو باندې د کیدونکو ظلمونو یادونه کوي، له مظلومو مسلمانانو سره د همدردۍ خبرې کوي مګر کله چې خبره د سنګیانګ د ایغور مسلمانانو راشي نو د خاموشۍ څادر کې ځان پټوي. پوښته دا ده چې آیا د سنګیانګ مسلمانان د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه جلا دي او که داسې ده چې په سنګیانګ باندې د ایغور ظلمونه د هغوئ، حکومت د ظلمونو په ډله کې نه حسابوي؟ تیر کال د نورو ۳۶ هیوادونو په ډله کې پاکستان هم د چین سنګیانګ پالیسۍ ملاتړ کړی وو

تیریدونکي وخت سره د ایغور مسلمانانو د بدنامولو لپاره د چین حکومت زاویه بدله شوې ده، د ایغور مسلمانانو په استحصال کې نور هم ډیروالی راغلی. د ۲۰۰۱ م کال له سپټمبر نه مخکې چیني حکومت ایغورانو ته بیلتون غوښتونکي ویل مګر له هغې وروسته یې هغوئ ته د ترهګرو نوم ورکړ. د ۲۰۰۸ م کال د بیجینګ اولمپیک لوبو په بهیر کې د چین حکومت په کراتو کراتو دا خبره کړې وه چې د ایغوریانو لخوا ممکن لوی ترهګریز بریدونه وشي مګر نړیوالو دې خبرې ته د ایغور خلکو د بدنامولو او پر دوی د نورو ظلمونو کولو د چمتووالي په سترګه وکتل چې دا ناسم نه وو. په دې محاذ کې له ناکامۍ وروسته د چین حکومت یو پر بل پسې د توقیف خونو جوړول پیل کړل مګر د پاکستان حکومت په دې کار هیڅ نیوکه هم ونکړه حال دا چې پخپله په پاکستان کې هم انسان دوسته خلکو پر ایغور خلکو د ظلمونو پر وړاندې غږونه پورته کول، نو له همدې امله د پاکستان حکومت دا هم نه شي ویلی چې دوی د ایغور د حقیقي وضعیت په هکله خبر نه دي. له پاکستان نه د خپریدونکي انګلیسي ورځپاڼې (ډان) یو مقاله لیکونکې رفیعه ذکریا د ۲۰۲۰ م کال سپټمبر په ۳۰ مه نيټه په خپل مضمون کې لیکلي چې که چیرې په بشپړه توګه وویل شي نو د سنګیانګ ري ایجوکیشن کمپونه تیار دوزخونه دي.

رفیعه ذکریا د پاکستان لومړۍ مقاله لیکونکې نه ده چې چې د ایغوریانو له ناوړه وضعیت نه د پاکستانیانو د خبرولو هڅه یې کړې، له دې وړاندې هم پاکستانيو زړورو لیکوالانو او مقاله خپروونکو د ایغور د استحصال په اړه لیکنې کړي مګر نړۍ ته د ښودلو لپاره هم د پاکستان حکومت د چین پر وړاندې احتجاج درج نکړ بلکې تل یې دا هڅه کړې چې په ایغور خلکو باندې د چین پالیسیانې په عملي کولو کې د چین هره ممکنه مرسته وکړي. رفیعه ذکریا لیکلي چې په سنګیانګ کې اوسیدونکي ایغوریان محفوظ نه دي مګر په پاکستان کې میشت ایغوریانو سره هم د چین له خوښې سره سم چلند کیږي. په دې هکله رفیعه ذکریا په پاکستان کې د میشت محمد عمر خان نوم د بیلګې په توګه وړاندې کړی. په ۱۹۶۷م کال کې د چینایي حکومت له استحصال نه ډير مجبور محمد عمر خان له خپلې کورنۍ سره راولپنډۍ ته راغلی وو. هغه د عمر ایغور ټرسټ په نوم اداره جوړه کړه او په پاکستان کې یې د میشتو ایغور مسلمانانو کلتور او ژبې ته د ودې ورکولو په موخه په ۲۰۱۰ م کال کې یو ښوونځی جوړ کړ مګر ډیر ژر ورته د قانون پلي کوونکي افسر وویل چې هغه باید ژر تر ژره دا ښوونځی بند کړي او دا ځکه چې هغه د پاکستان او چین اړیکو ته زیان رسوي. محمد عمر خان چې دا و نه منله نو ښوونځی یې ورته له منځه یوړلو. په ۲۰۱۵م کال کې عمر خان به هڅه وکړه چې ښوونځی پیل کړي مګر یوه میاشت وروسته بیا هغه بند کړی شو. پاکستاني چارواکو هغه شکنجه کړ. په ۲۰۱۷ م کې محمد عمر خان مجبور شو چې څو ورځې په توقیف خونې کې تیرې کړي

چې حقایق دومره تراخه وي نو څرګنده ده چې د پاکستان له حکومت نه دا هیله نشي کیدلی چې هغوئ به د ایغور مسلمانانو په هکله څه ووایي، د چین حکومت ته دا ووایي چې هغوئ باید د ایغور خلک تر ټولو کم ترین انسانان وګڼي. دلته نو بیا دا پوښتنه په فطرتي ډول راپورته کیږي چې بیا نو د پاکستان حکومت د ټولې نړۍ له مسلمانانو سره د همدردۍ څرګندونه ولې کوي؟ مسلمانان په داسې ډلو ویشلو او بیا د همدردۍ اظهار کولو باندې به څه ترلاسه کړي؟ د دې پوښتنو په هکله د پاکستان حکومت پرته له پټه خوله پاتې کیدو نور هیڅ هم نشي کولی، او دا ځکه چې د ده دوه ګونی معیار د دې هیواد د کردار هویت ګرځیدلی



Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت