د هند او سریلانکا اړیکې د لا ښه کیدو په حال کې دي


لیکنه: د کوشيک رای

ژباړه: د عبدالقدیم ویاړ

د هند لومړي وزیر نريندر مودي له خپل سریلانکایي سیال ماهیندا راجاپاکسا سره یوه انلاین غونډه وکړه او په ترڅ کې یې د دواړو غاړو تر مینځ د دوه اړخیزو ښوو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې. دغه دواړه هیوادونه له زریزو راهیسې خپل مینځ کې خورا ښی او دوستانه اړیکې لري. دواړو مشرانو په ترتیب سره هند ته په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰کې د سریلانکا د ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا او لومړي وزیر مهیندا راجاپاکسا د بریالیو سفرونو یادونه وکړه. دغو سفرونو د راتلونکو اړیکو په اړه دواړو خواوو ته یو روښانه لیدلوری ورکړ. د سریلانکا لومړي وزیر راجاپاکسا د هند د لومړي وزیر نريندر مودي هغه ځواکمن لیدلوری چې د کرونا د ناورین پر مهال یې د خپلو ګاونډیانو سره د مرستې لپاره لرو ، ستاینه وکړه.

دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې شته شرایط د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د لازیاتې انګیزې د رامنځته کولو لپاره ښه فرصت دی. د هند لومړي وزیر نريندر مودي بیا په سریلانکا هیواد کې د کرونا وبا د اغیزو د راکمونې په برخه کې د هند پر ملاتړ ټینګار وکړ. دواړو مشرانو دغه راز ومنله چې د تروریزم او قاچاقو پروړاندې د مبارزې برخه کې همکارۍ لا زیاتې کړي. چې په هغو کې د اطلاعاتو او معلوماتو شریکول، د افراطیت له منځه وړل او د ظرفیتونو لوړول به شامل وي

دوی دغه راز هوکړه وکړه چې له سریلانکا سره به د سیمو د تشخیص او لومړیتوب پیژندې برخه کې مرسته کوي ترڅو هلته د پراختیا لپاره زمینه برابره شي او له ۲۰۲۰نه تر ۲۰۲۵پورې هلته د هند له خوا د ۱۰۰۰۰استوګن ځایونو د جوړولو کار کې دهند د مرستې ژمنه چې په ۲۰۱۷کال کې سریلانکا ته د لومړي وزیر مودي د سفر پرمهال یې ژمنه شوې وه ، مرسته وکړي

دواړو لوریو دغه راز ومنله چې د تجارت او پانګونې لپاره په ځانګړې توګه له کرونا وروسته دوره کې زمینه برابره کړي. دواړو هیوادونو دغه راز ومنله چې د بیخ بنسټه پروژو په ځانګړې توګه د بندرونو په برخه کې له نږدې سلا مشورې وکړي او په دغه برخه کې د نږدې همکاریو لپاره د شته هوکړه لیکونو او قراردادونو عملي کولو کې ګړندې ګامونه واخلي. دواړو لوریو دغه راز هوکړه وکړه چې د تجدید وړ انرجۍ په برخه کې په ځانګړې توګه د لمریزې انرجۍ نه د ګټې اخستو په تړاو د هند د ۱۰۰میلیون ډالرو مرستې باندې تمرکز وشي.

لومړي وزیر مودي او ښاغلي راجاپاکسا د دواړو هیوادونو دخلکو ترمینځ د ګډو کلتوري اړیکو پر ټینګښت په ځانګړې توګه د بودیزم، ایورويدا او یوګا په برخه کې ټینګار وکړ. هند به بودایي زیارت کوونکو ته د سریلانکا د کوشیناګر بودا سپیڅلي ښار ته د نړیوالو الوتنو د پرانستنې پرمهال اسانتیا برابره کړي، چیرته چې هوایي ډګر یې اوس اوس نړیوال شوی دی او دغه ښار بودایي مذهب کې له ځانګړي اهمیت نه برخمن دی.دواړو لومړیو وزیرانو هوکړه وکړه چې د تروریزم صنعت ته وده ورکړي او د دواړو هیوادونو ترمینځ د هوا له لارې د تګ را تګ لپاره ځانګړې اسانتاوې په پام کې ونیسي. د سریلانکا لومړي وزیر په ځانګړې توګه له لومړي وزیر مودي نه د هند د هغې ۱۵میلیون ډالرو مرستې مننه وکړه چې د بودایي مذهب د پراختیا لپاره یې دغه هیواد سره وعده کړې ده چې دغه پیسې به د سیمې د بودایي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره ولګول شي او هم به ورباندې د بودا صومعې پراخې او نوې شي.د هند لومړي وزیر له سریلانکا نه وغوښتل چې د تامیل د خلکو هغو ارمانونو ته چې د برابرۍ، عدالت، سولې او یوې متحدې سریلانکا په اړه یې لرې پاملرنه وکړي. د سریلانکا لومړي وزیر وعده وکړه چې ټولو ډلو او توکمونو ته په ځانګړې تو ګه تامیلیانو ته به د هغوی د غوښتنو د پوره کیدو برخه کې د سریلانکا د قوانینو په رڼا کې هڅه کوي. دواړو لوریو ټینګار وکړ چې په سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو کې به همغږي وي او یو د بل مرسته او ملاتړ به کوي، په ځانګړې توګه په نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو او څو اړخیزو ټولنو کې به سره همکار او ملاتړي اوسي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت