د افغانستان په بین الافغانی خبرو اترو د پاکستان او طالبانو د اړیکو اغیز
لیکونکی: حسين ضامن
ژباړه: عبدالقدیم ویاړ
متحده ایالتونو او طالبانو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ. د هوکړې له مخې ، د سږکال مارچ میاشتې تر لسمې پورې افغان حکومت نږدې لس زره طالب بندیان خوشې کړل او په بدل کیې یې طالبانو هم زره کسه افغان پوځیان چې ورسره بندیان وو ، پریښودل. د دې پروسې له بشپړیدو وروسته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر مینځ خبرې پیل شوې، خو د بندیانو د تبادلې په اړه د دواړو لوریو تر منځ لانجه هم راپورته شوه. د خطرناکو طالب بندیانو د وروستۍ ډلې له خوشې کیدو وروسته، بلاخره خبرې د تېرې میاشتې په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شوې. د پاکستان او طالبانو ترمینځ ژورې اړیکې موجودې دي ، کوم چې وړاندیوینه کیږي چې د خبرو اترو په پروسه به اغیز ولري
پاکستان له پخوا طالبان خپله وسیله ګرځولې او د هغوی په واسطه په افغانستان کې خپله جګړه پرمخ بیایي. د پاکستان د پوځي استخباراتو او طالبانو تر مینځ پټې اړیکې هغه وخت څرګندې شوې کله چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د پاکستان آی ایس آی سازمان په ټولو پریکړو کې دخیل و. که څه هم دا لومړی ځل و چې طالبانو په ښکاره ډول له آی اس آی سره خپلې اړیکې اعلان کړې ، خو پر طالبانو د پاکستان ژور نفوذ هغه وخت څرګند شو کله چې ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس وټاکل شو. د بین الافغاني خبرو له پیل څخه مخکې، د ملا برادر په مشرۍ د دغې ډلې د دوحې له دفتر څخه یو پلاوی پاکستان ته تللی و او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په ګډون یې له یو شمیر چارواکو سره ولیدل. په ښکاره ډول د دې غونډې هدف د خبرو پیل کیدو د مخه د پاکستاني بادارانو لارښوونې ترلاسه کول و
ملا برادر د طالبانو یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی او په ۲۰۰۱ کال کې د ملا عمر د حکومت له سقوط نه مخکې په افغانستان کې لوړرتبه قومندان و. هغه د ۲۰۱۰کال په فبرورۍ کې په کراچۍ کې د سي آی اې او آی ایس آی د ګډو عملیاتو پرمهال ونیول شو، خو د هغه له نیول کیدو د مخه ملا برادر د پاکستان له پوځي چارواکو او آی ایس آی سره ښې اړیکې جوړې کړې وې. له همدې امله د هغه نیول د څو ورځو لپاره پټ ساتل شوي وو. هغه نهه کاله د پاکستان په جيلونو کې بندي و، چې په دې موده کې يې په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو پلان او عملي کولو ته دوام ورکاوه. ملا برادر په ۲۰۱۸ کال کې د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په غوښتنه خوشې شو او د هغه خوشې کیدل د پاکستان او طالبانو اړیکې لا پیاوړې کړي
د هغه له خوشې کیدو وروسته ملا برادر د تېر کال په جنورۍ کې د طالبانو د دوحې دفتر مشر وټاکل شو، خو په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو له وژل کیدو وروسته ولسمشر ټرمپ په کمپ ډیویډ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو له مشرتابه سره ناسته لغوه کړه. پروسه ودرول شوه او د پروسې د بیا پیل لپاره ملا برادر د تیرکال په اکتوبر کې له یو یوولس کسیز پلاوي سره پاکستان ته ولاړ او هلته یې د لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې
د افغانستان په حکومتي چارواکو او سرتیرو د طالبانو د برید څرنګوالی دا په ګوته کوي چې بریدونه د پاکستان د اردو او آی اس آی له خوا پلان شوي دي .د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح باندې وروستي برید کې چې هغه ترې روغ ووت، هم دا څرګنده وه چې پاکستاني پوځ او آی ایس آی د برید تر شا لاس لاره. که څه هم طالبانو د برید مسوولیت ونه منلو . په حقیقت کې امرالله صالح د پاکستان ترټولو لوی انتقاد کونکی دی. هغه د افغانستان په سیاست کې د پاکستان لاسوهنه نه مني. له برید څخه دمخه په یوه ټویټ کې هغه وویل چې د ډیورنډ لاین مسله له پامه نشي غورځېدای او دا امکان نه لري چې ډیورنډ په وړیا توګه چا ته ورکړي. هغه دا هم وویل چې پیښور د افغانستان د ژمنۍ پلازمینه وه . دغه برید د امرالله صالح د څرګندونو پر وړاندې د اسلام اباد عکس العمل ښیې
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، چې د افغانستان د بین الافغاني خبرو اترو په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه وویل چې متحده ایالات هیله لري چې دغه خبرې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او هوساینې لامل شي. ملا برادر هم ډاډ ورکړ چې له متحده ایالتونو سره شوي تړون ته به درناوی وشي. همدارنګه طالبان به د پیل شوو خبرواترو د مثبتو پایلو لپاره ترټولو زیاته هڅه کوي. داسې ښکارې چې طالبان په دغو خبرو اترو کې برلاسي دي او له همدې امله د طالبانو او پاکستان تر مینځ نږدې اړیکې به د سولې د دې راتلونکي په اړه ډیره زیاته اغیزه او مهم رول ولري
Comments
Post a Comment