د تایوان سره اړیکې د هند لپاره خورا مهمې دي

لیکونکی: د حسين ضامن

ژباړه: د عبدالقدیم ویاړ



د چین پراختیا غوښتونکې پالیسۍ او تیری کونکی چلند یې د نړۍ د ډیری هیوادونو لپاره سرخوږی دی. ټوله نړۍ له متحده ایالتونو او هند سره د چین د اوسنيو اړیکو څارنه کوي. په داسې وضعیت کې تائیوان هغه هیواد دی چې کولی شي د چین د مخ پر ودې پړاوونو د ودریدو یا هدف ګرځولو وسیله وي

له تایوان سره د متحده ایالاتو د اړیکو وده د چین لپاره د اندیښنې وړ ده. څو لوړ پوړو امریکایی چارواکو په تیرو اونیو کې تایپي څخه لیدنه کړې. په هماغه ورځ چې د اقتصادي چارو معین کیت کریچ تایپي ته ورغلی و چینايي الوتکو څو ځله د تائیوان له فضا څخه تیری وکړ ، دا کار د هغه پیغام د لیږلو هڅه ده چې چین له متحده ایالتونو سره د تائیوان د مخ پر ودې اړیکو پلوی نه دی. تائیوان هم د چینايي الوتکو د مخنیوي لپاره د جنګي جټ الوتکو په لیږلو سره ورته عمل باندې لاس پورې کړل. نه یوازې دا ، بلکې بیجینګ هم اعلان وکړ چې دوی د تایوان اوبو کې پوځي تمرینات پیلوي. شاید کافي نه وي د چین هوایی ځواک یوه ویډیو خپره کړې چې ښیې اټومي وړتیا لرونکي سمندر کې د ګوام په ټاپو کې د انډرسن هوایی ځواک پر اډه برید کوي. ښاغلی کیت د بهرنیو چارو وزارت ترټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې په تیرو ۴۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره تائیوان ته سفرکوي

چینايي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د کیت د سفر په حواله ویلي چې تایوان د اور سره لوبې کوي او ګواښ یې کړی چې که د هغه کوم اقدام له چین نه بېلتون غوښتونې لپاره وکړي نو چین به اقدام وکړي. په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت خپل دریځ بیا تکرار کړی او وایي چې تائیوان دچین نه بیلیدونکې برخه ده. د چین اقدام په ولسمشر شي جینپینګ کوم اغیزه نه درلوده. هغه له متحده ایالاتو سره د نږدې اړیکو د جوړولو ژمنه وکړه او هیله یې وکړه چې واشنګټن او ټاپي به په بحر الکاہل کې د سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي. تایوان چین ته هم خبرداری ورکړ چې د خپل ځان د دفاع حق لري او هر ډول تیری به یې له کلک غبرګون سره مخ شي.

د ټرمپ اداره تایوان سره په هر ممکنه توګه مرسته کوي او په وروستیو ورځو کې یې دغه هیواد سره مرستې د پام وړ لوړې شوې دي. د ښاغلي کریچ له لیدنې دمخه ، د روغتیا وزیر الیکس ازارین د تایپي څخه لیدنه وکړه په داسې حال کې چې متحده ایالات تائیوان ته یوه زیاته اندازه وسلې ورکوي چې د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو هم پکې دي چې د جنګ په صورت کې د چین په ضد کارول کیدی شي. تیرکال ، متحده ایالاتونو اعلان وکړ چې دوی به تایوان ته د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت ۶۶ ایف شپاړه جنګي الوتکې چمتو کړي

کله چې په چین کې د کورونا ویروس خپریدل پیل شول، بیجینګ یې د پوښلو لپاره ترټولو زیاته هڅه وکړه، کوم چې د ټولې نړۍ لخوا وغندل شو، مګر څنګه چې تائیوان ددغه ویروس له خپریدو وروسته هغه کنټرول کړ په ټوله نړۍ کې د ستاینې وړ وګرځید. ده

تایوان له اوږدې مودې راهیسې د چین د ویرې له امله له پامه غورځول شوی دی. د نړۍ نږدې ټول هیوادونه د ون چین د پالیسۍ سره سم کار کوي. مګر اوس حالت بدلون مومي. نړۍ اوس د تایوان ګټې ګوري ځکه چې تایوان اوس د یو مسؤل هیواد په توګه راپورته کیږي.

هند هم له تایوان سره خپلو اړیکو کې نوی باب پیل کړی دی. د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په تیرو کلونو کې د پام وړ وده کړې. د روان کال په می کې، د هندوستان د پارلمان دوه غړو د ویډیو کنفرانس له لارې د ولسمشر سای د لوړې په مراسمو کې برخه واخیسته او د هیواد د ډیموکراسۍ ستاینه یې وکړه. دغه کار نړۍ ته یو پیغام واستاوه چې د مودي او سايي حکومتونو تر مینځ اړیکې لا غښتلې کیږي. د همدې کال په جولای کې، د هند حکومت په تایوان کې نوی سفیر وټاکه. دا د هند لپاره یو ښه فرصت دی چې له تایوان سره سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي. د چین خراب اقتصادي وضعیت ته په پام سره ، د تایوان پانګوال له چین څخه مایوسه دي. دوی د نورو بازارونو په لټه کې دي او د راپورته کیدونکي قوي اقتصاد په توګه ، هند کولی شي دوی ته د ښې پانګونې فرصت برابر کړي. د تایوان نوی ولسمشر، سای د جنوب ختیځ په اړه د خپلې نوې تګلارې له مخې په سویل او سویل ختیځه آسیا کې د نويو ملګرو په لټه کې دی. هند په ډیری برخو کې د تایوان سوداګریز شریک کیدی شي. په نړیوالو سازمانونو کې ، هندوستان تل د کوچني او ضعیف هیوادونو لپاره یو غږ و ، نو له دې امله اړتیا لیدل کیږي چې تائیوان په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړي. دا نه یوازې د چین لپاره بلکې تائیوان یو داسې هیواد دی چې ورسره سیاسي ، اقتصادي او کلتوري اړیکې د هند لپاره ګټورې ثابتیدای شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت