لومړي وزیر نریندر مودي ویلي چې هند د ذهنیتونو او بازار د چټک بدلون په درشل کې دی
لیکنه: د کوشک رای
ژباړه: د ګل الرحمن همدرد
لومړي وزیر نریندر مودي د ویډیویي کنفرانس له لارې په کاناډا کې په لاره اچول شوي (انویسټ انډیا کانفرانس) ته ارزښتناکه وینا آورولې. لومړي وزیر ویلي چې هندوستان بې له شکه یوازینی داسې ځلیدونکی هیواد دی چې د پانګوونې په ټولو معیارونو لکه د سیاسي ثبات په لرلو، د پانګوونې او سوداګریزو دوستانه پالیسیو ، په حکومتدارۍ کې روڼتیا ، د مهارت لرونکي استعداد حوضې او لوی بازار لرونکی دی
ښاغلي مودي وویل چې د کوویډ وروسته نړۍ کې، هندوستان نرمښت ښودلی او د حل لارې په توګه راڅرګند شوی ترڅو د تولید، رسونې حلقو، او نورو په اړه د بیلابیلو ستونزو مخه ونیسي. هغه زیاته کړه، سربیره پر دې چې لوژستیکي برخه زیانمنه شوه، خو د یو څو ورځو په بهیر کې پیسې نیغ په نیغه د ۴۰۰ ملیونه بزګرانو، میرمنو، بیوزلو او اړو خلکو بانکي حسابونو ته واستول شوې. هغه د بیلابیلو هغو اقدامات یادونه وکړه کوم چې حکومت ترسره کړي ترڅو د وبا له امله رامنځته شوي زیانونو باندې برلاسي ترلاسه کړی شي او ټینګار یې وکړ چې دا د حکومتدارۍ جوړښتونو او سیسټمونو پیاوړتیا ښیې چې په تیرو څو کلونو کې رامینځته شوي
لومړي وزیر وویل پداسې حال کې چې ټول هیوادونه په ګرځبندیز کې قرار درلود، هندوستان شاوخوا ۱۵۰ هیوادونو ته درمل عرضه کول او نړۍ ته یې د درملتون په توګه رول ولوبولو. هغه زیاته کړه چې د روان کال د مارچ نه تر جون میاشتو په دوران کې د کرهنیزو صادراتو کچه٪ ۲۳ سلنه لوړه شوې. هغه وویل د وبا د خپریدو د مخه، هندوستان په سختۍ سره د پي پي اي کیټونه تولیدول مګر نن ورځ نه یوازې هند هره میاشت په ملیونونو د پي پي اې کټونه تولیدوي بلکې صادرات یې هم کوي. هغه ژمنه وکړه چې د تولید کچه به لوړه کړي او د کوویډ - ۱۹ لپاره به د واکسین تولید کې له ټولې نړۍ سره مرسته وکړي
لومړي وزیر مودي توضیحات ورکړل چې څنګه د هندوستان کیسه د سوداګرۍ دوستانه چاپیریال رامینځته کولو کې د حکومت د نوښتونو په لیست کولو سره ورځ تر بلې قوي کیږي. هغه د ایف ډي آی رژیم د آزادولو، له دولت سره د مالیاتي او متقاعدو صندوقونو لپاره د دوستانه مالیې رژیم رامینځته کول، د یو قوي بازار پراختیا لپاره د پام وړ اصلاحات راوستلو، د "اتل" سکټورونو لپاره تشویقي سکیمونو په څیر نوښتونو څخه یو په یو یادونه وکړه. هغه وویل چې د فارمیسۍ، طبي وسایلو او الیکټرونیکو تولیداتو په برخو کې سکیمونه لا د مخه په لاره اچول شوي دي. هغه زیاته کړه چې په لوړه کچه پاملرنې او پانګوالو لپاره د ګټورې لاس ته راوړنې ډاډ ورکولو لپاره، د منشیانو په کچه پیاوړې واک لرونکې ډله جوړه شوې. هغه د هوایی ډګرونو ، اورګاډو سړکونو، لویو لارو، د بریښنا د لیږد مزو او نورو سکټورونو کې د شتمنیو پر فعالو عوایدو باندې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د غیر منقوله جایدادونو د پانګونې زیربنایي دولتي او غیر دولتي ادارو د منیټایزیشن کولو په موخه په بشپړ ډول فعال شوي دي
لومړي وزیر وویل چې نن هندوستان په چټکه توګه د ذهنیت جوړونې او مارکیټ په برخو د بدلون په درشل کې دی. دوی د قانون له مخې د بې شمیره سرغړونو له مینځه وړلو او پریکولو پریکړه کړې. هغه وویل چې هندوستان د نړیوال انوویشن انډیکس په درجه بندۍ کې له ۸۱ څخه تر ۴۸ پورې لوړ شوی او په تیرو ۵ کلونو کې د نړیوال بانک د اسانه سوداګرۍ په درجه بندۍ کې له ۱۴۲ م څخه ۶۳ درجې ته لوړ شوی
ښاغلي مودي یادونه وکړه چې، هغه وخت چې کوويډ ۱۹ په عوج کې وو، هندوستان له ټولې نړۍ نه په لومړیو ۶ میاشتو کې د ۲۰ بیلیونو ډالرو په ارزښت ایف ډي آی ترلاسه کړې. هغه وویل چې هندوستان د کوویډ ۱۹ وبایي بهیر کې یو ځانګړی انداز غوره کړی. هغه وویل چې بې وزلو او کوچنیو کاروبار لرونکو کسانو ته د هوساینې محرک پیکجونه ورکړل شوي او په عین وخت کې دا سهولت هم ترلاسه شوی ترڅو په ساختاري اصلاحاتو کار وشي او د لا ډير تولید او روڼتیا ډاډ ترلاسه کړی شي
لومړي وزیر زیاته کړه چې هند د زده کړو، کارګرۍ او کرهنې په ډګر کې د زړو قوانینو ګڼ شمیر اصلاحات تر سره کړي. یاد اصلاحات به په خصوصي سکتور او همدا راز حکومتي ادارو کې خوندیتوب را منځته کړي او د لوی شمیر ګډون او همدا راز د سوداګرو تر څنګ زموږ د زیارکښو ولسونو لپاره هم د بریا – بریا وضعیت رامنځته کولو سبب شي
نوموړي وویل چې یاد اصلاحات به پخپل ځان بسیا هند د رامنځته کولو په برخه کې زموږ د هڅو ملاتړ وکړي. په خپل ځان بسیا هند رامنځته کولو په بهیر کې، هند هڅه کوي چې په نړۍ کې د خوشالۍ او سوکالۍ د راوستلو په موخه خپله ونډه ادا کړي. هغه زیاته کړه چې هندوستان د زده کړو، تولید یا خدماتو په ډګر کې د پانګونې او کرهنې په برخه کې دهمکارۍ یو غوره مکان دی
لومړي وزیر وویل د هند - کاناډا دوه اړخیزې اړیکې د ګډو ډموکراټیکو ارزښتونو او ډیرو ګډو ګټو څخه پرمخ وړل کیږي. هغه وویل چې زموږ تر مینځ د سوداګرۍ او پانګوونې اړیکې زموږ د څو اړخيزو اړیکو لپاره اړینې دي. هغه روښانه کړه چې کاناډا د ځینو خورا لویو او خورا تجربه شويو زیربنایي پانګوالو کور دی. هغه وویل د کاناډا د تقاعد فنډونه لومړني هغه فنډونه وو چې په مستقیم ډول یې په هند کې پانګونه پیل کړه. د دوی ډیری کسانو لا د مخه په لویو لارو، هوایی ډګرونو، لوژستیک، مخابراتو او املاکو کې لوی فرصتونه موندلي. هغه وویل پخواني کاناډایی پانګوال چې له ډیرو کلونو راپدیخوا په هند کې شتون لري اوس زموږ د غوره برانډ سفیران کیدلی شي
Comments
Post a Comment