د عمران خان تش په نامه د سولې وړانديز



ليکنه: معین الدین خان

ژباړه: پوشپا کماری/ هریندر کمار سواتی

وینا : د هریندر کمار سواتی

نن سبا په پاکستان کې د عمران حکومت، پوځي تاسیساتو او د مخالفين ګوندونو ترمنځ یو لړ کورني شخړې رامنځته شوې دي. مخکې ورته شخړه رامنځته شوه کله چې نواز شريف په حکومت کې او عمران خان په مخالفت کې و. ددې پر ضد عمران خان او د هغه ګوند قوي هاغه وخت کمپاین پیل کړی وو او پلازمينه اسلام اباد څو ورځو لپاره تړل شوی وو

دا هم يوه کورنۍ مسّله وه او له نورو هيوادونو سره یی هيڅ تړاو نه درلود خو اوس چې عمران خان د هند پر ضد هر ډول تورونه لګولو کې بوخت دی، ځينې وختونه یې دا هم ویلي چې نواز شریف د هند په اشاره د پاکستان پوځ کمزور کولو لپاره توطیه جوړه کړې او کله ناکله یې د پاکستان مسلکي کړکېچونه له هند سره تړلي دي. د ارتباط هڅه یې وکړه خو په ښکاره توګه دا ډول تشې خبرې او ژور تورونه هیڅ اغیزه نه لري. پرته له دې چې د دوی ناراضگی له داسې شیانو سره مخ کیږي. 

په هرصورت، هغه اوس یو نوی تاثیر منځته راوستی چې هغه له هند سره د سولې خبرو لپاره چمتو دی که هند د ملګرو ملتونو د پریکړو سره سم د جمو او کشمیر مسله حل کړي. د دې په خبرو کې، هغه په تیرو ټولو پیښو او تاریخي حقایقو سترګې پټې کړې چې په اړه یې څه شوي او تر دې دمه څه نه دي شوي 

ددې له امله دوی بايد یادونه وکړي چې جمو او کشمیر یو سلطنتي دولت و او تر څو چې جمو او کشمیر خبره ده نو ټولو پخوانیو سلطنتونو د خپل ځان لپاره پریکړه وکړه چې ایا هند سره تړاو ولري یا د پاکستان سره د جمو او کشمیر پاچا د یو څو میاشتو وخت وغوښت چي پوره سوچ دا پریکړه وکړی چی الحاق د کوم هیواد سره وکړی ا و معایده په کومه طریقه لاس لیک کړی . هغه ویل چی باید تر هغه وخت پوری دواړه هیوادونه انتظار وکړي او ځپلمنځی اړیکې وساتي، خو هغه وخت لا نه و وتلی کله چې پاکستان پر کشمیر برید وکړ چې د قبیلوي یرغل په نوم پیژندل کیږي. د دې برید په ترڅ کې، د کشمیر د ويحاړيو صحنې څنګه راپورته شوې چې حتی انسانیت یې وشرمولو. برید کوونکو نه یوازې لوټمار کړي وو بلکې په ښځو یی جنس تیری هم وکړ. په دې شرایطو کې مهاراجا د هند حکومت مرسته وغوښته. په ورته وخت کې مهاراجا د الحاق تړون هم لاسلیک کړ او په دې توګه کشمیر د هند سره وصل شو

په دې برید کې ځینې سیمې د پاکستان لخوا ونیول شوې او تر دې دمه يې نده خالي کړې. دې ته تش په نامه آزاد کشمیر ويل کېږي. د دې نیول شوې سیمې سربیره ، ګلګیت او بلتستان هم دي چې شمالي سیمې بلل کیږي. دغه ټوله سيمه هم پاکستان په کنټرول کې ده ځکه چې دا سیمه یو وخت د کشمير مهاراجا لخوا انګریزانو ته په اجاره ورکړل شوې وه چې د انګریزانو تر وتلو وروسته په طبیعي ډول د جمو او کشمیر برخه شوه. که څه هم دواړه سیمې په پاکستان کې وې خو پاکستان شمالي سیمه ونیوله

هلته عالي محکمې په خپله پریکړه کې ویلي و چې دا سیمې باید په آزاد کشمیر کې شاملې شي ، خو پاکستان لا هم دغه دواړه سیمې نه دي شامل کړې

کشمير د هند يوه مهمه برخه ده او پاکستان په دې باندې په کلکه قبضه کړی او ددی ځینې سیمی یې نیولې دي. ترڅو چې د کشمير مسلی د حل سوال دی نو د عمران خان حکومت باید پوه شي چې هغه مسله چې اوس حل ته اړتیا لري، هغه د پاکستان لخوا نيول شوی کشمیر دی. نیول شوې خاوره پریخودل او هند ته سپارلو لپاره عمران خان باید دا په پام کې ونیسي چې له ۱۹۴۷-۴۸ راهیسې ډیر وخت تېر شوی او په ورته وخت کې د هند او پاکستان تر منځ څو هوکړه لیکونه شوې چې له امله د کشمیر مسله دوه اړخیزه شوه او باید په نړیوال پلیټ فارمونو کې راپورته نشي. په ۱۹۷۲م کال کې، د هند او پاکستان ترمنځ د شمله تړون لاسلیک شو. پاکستان دا هیڅکله نه دی منلی

د لاهور اعلامیه هم د دواړو هیوادونو د متقابل رضایت په اساس په ۱۹۹۹م کال کې عملی شوه. د دې ټولو تاریخي پیښو او واقعیتونو په ردولو سره ، که عمران خان د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونو ته مراجعه کوي ، نو پدې معنی ده چې هغه په سیمه کې له سولې سره هیڅ تړاو نه لري. یوازې د هند دښمني هغه ته قبوله ده او دا د پاکستان د پوځ مهمه تګلاره ده چې غواړي په هر حالت هند پرضد دښمنی پرځای وساتي

پاکستان ته د ملګرو ملتونو ټولو دایمي غړو لخوا لارښوونه شوی چې د خبرو اترو له لارې د دواړخیزو مسلو حل کولو هڅه وکړي خو پوځ په پاکستان کې مهم رول لوبوي، نو دا باید د سولې د ټولو هڅو او موافقو ملاتړ وکړي. په ورته ډول، دا غواړي چې دا هر څه نظرانداز کولو سره په پاکستان کې خپل حاکمیت وساتي. داچې اوس مهال پوځ او عمران خان په بشپړ ډول خپلو کی موافق دي، نو عمران خان هم د پوځ تګلاره غوره کوي ځکه چې د هغه حکومت په بحران کې نښتی پاتی شوی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت