هندوستان د کوویډ-۱۹ په دغه وروستی دور کی یو نړیوال ستر قدرت په توګه راپورته شوی
لیکنه : د جی شری نیواسن
ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی
په وروستیو اونیو کې د اقتصاد هڅونکی اشارو لړۍ دا خوشبینۍ منځته راوستی چې د هند اقتصاد ، د ۲۰۲۰م مارچ راهیسې د ناول کوروناویروس خپریدو په پایله وضع شوی بند یا لاک ډاوان پړاو په پړاو په چټکۍ سره پای ته رسیدو سره ، وده کوي. په داسی حال کی چی د فیسټی والو موسم روان دی ، د ښه احساس نښې رامینځته کیدو سره د اکتوبر په میاشت کې د توکو او خدماتو مالیه (جی ایس ټی) راټولولو کې د هڅونې سره په اقتصادی ډګر کی نوي فعالیتونه پیل شوی څنګه چې په یوه میاشت کې له ۱،۰۵لکه کروړه روپیو څخه ډیره جی ایس ټی مالیه راټوله شوي. تر دې دمه ، دا د فبرورۍ میاشت راهیسې د غیر مستقیم مالۍ څخه ترټولو لوړ میاشتنی عاید دی کله چې د مارچ په میاشت کې د ناروغۍ خپریدو او لومړنی اوږد لاک ډاون څخه دمخه دا ډیر زیات دی
دا باید په یاد ولرو چې د اکتوبر په میاشت کې ۱۰،۲۵ سلنه ډیروالی د سپتمبر په میاشت کې د ۴ سلنې زیاتوالي څخه وروسته رامنځته شوی. د مارچ راهیسې د جی ایس ټي عاید کې شپږم پرله پسې کمښت پروړاندې دا دوه میاشتنۍ رجحانات د رغیدو کچه منعکس کوي چې رو رو یې خوځښت ترلاسه کړي. د اکتوبر په میاشت کې د جی ایس ټی عایدات په پراخه کچه د ریښتیني سکتور فعالیت پورې تړاو لري. دا د پام وړ پرمختګونه د فریکونسۍ او پیرود مدیرانو شاخص په شمول د لوړې فریکونسۍ شاخصونو کې ثبت شوي و. د دې تایید لپاره چې د فعالیت بیا پیل کول یوازې ناساپی ندي ، د هیواد تولیداتي سکتور د اکتوبر په میاشت کې د دریمې مستقیمې میاشتې لپاره وده کړې او د پیاوړو پلور ودې په جریان کې په ۱۳ کلونو کې د تولید وده لوی حد ته رسیدلی
په موسمي توګه تنظیم شوې میاشتنۍ سروې سرلیک دی ،د پیرود مدیرانو شاخص په سپټمبر میاشت کی د ۵۶،۸ څخه اکتوبر میاشت کی ۵۸،۹ ته ورسید.دا د یوی لسیزی څخه په زیاته موده کی روزګار پیداکونکی پدی سیکټورکی ښه والی راوستی
په اپریل میاشت کې ، شاخص چی د دوامداره ۳۲ میاشتو لپاره د ودې په ساحه کی وو ناساپی ټیټ شو.د پیرود مدیرانو شاخص په ژبه کی ۵۰ څخه پورته چاپ د پراخېدو په معنی ده پداسې حال کې چې ددی لاندې سکور ټیټ تمویل کوي
د سروې لیکوالانو وویل چې په هندي تولید کونکو کې د نوي امرونو او د تولیداتو کچه د کوویډ - ۱۹ هڅول شوي فشارونو څخه بیرته وده ترلاسه کوی او د اکتوبر میاشت لپاره د پیرود مدیرانو شاخص ودی ته اشاره کوی
جوړونکو اشاره وکړه چې د کوویډ - ۱۹ سست والی چی ددی کال په پيل کی لیدل شوی وو د بازار غوره شرایط او ښه غوښتنې یی منځته راوستلی او ددوی سره یی مرسته کړې . په اکتوبر میاشت کې دی نوي کارونه لاسته راوستل . لکه څنګه چې لوی شرکتونو تولید نور هم زیات کړی ، د هیواد د موټرو ترټولو لوی شرکتونو د اکتوبر په میاشت کې ریکارډ پلور پیل کړ او د جی ایس ټی راټولولو ته یی وده ورکړه او داسی ایالتونو ته هم معاوضه ورکړی شوه . دغی مسلی په دی وروستیو میاشتو کې د همکارۍ فدرالي نظام د ګډوډ کولو ګواښ کړی وو
په زړه پورې خبره دا ده چې د کورني خدماتو سکتور په فعالیت کې لاسته راوړنې ثبتولو سره ، د تولید برخې په قوي مرحله کې حرکت کړی. پداسې حال کې چې د اګست په میاشت کې د تولیداتو د فعالیتونو بیا رغونه پیل شوه ، په اکتوبر کې د نوي کار او سوداګرۍ فعالیت کې د قوي توسیع سره د خدماتو برخه کې سخت مګر څرګند پرمختګ اوشو او د هیواد ناخالص کورني تولید (جی ډی پی ) ته یی وده ورکړه او دا په اقتصاد کې د پام وړ لاسته راوړنو د ټینګښت لپاره وو . د یادونې وړ خبره دا ده چې د هیواد بهرنۍ مستقیمه پانګه اچونه د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یانی له اپريل څخه تر اګست پورې د وبایی ناروغۍ باوجود خورا لوی کچی ته رسیدلې او ۱۳ سلنه وده یی وکړه . د اقتصادي چارو منشي ښاغلي ترون بجاج له مخی دا پانګی ۳۵ میلیارده ډالره جوړیږی
د دې ناڅرګندیدونکي اقتصادي سناریو پروړاندې لومړی وزیر نریندر مودي د شلو سترو نړیوال پانګوالو سره د مجازی ناستې مشري کوي او د څو حاکمیت شتمني او د پینشن پانګو په ګډون ، نن په پلازمینه کې د پانګوونې غوره ځای په توګه د هند دوامداره تمرکز روښانه کوي. پیغام لوړ او واضح دی چې په نامعلومه موده کې چې په ټوله نړۍ کې د وبا ناروغي رامینځته شوې ، هندوستان نړیوال اقتصاد راجلب کولو لپاره یو امید پاتې دی ځکه چې دا د څه لپاسه یو ملیاردو نفوس لرلو سره لوی بازار هم لري ترڅو خدمت وکړي او خدمت یې وشي
Comments
Post a Comment