د هند او نیپال تر منځ اړیکې د ودی په لور

لیکنه: د منجیو سینګ پوری

ژباړه: د پښتو څانګې

د هند د بهرنیو چارو سکریتر هرش وردهن شرینګلا تیره اونۍ کاټهـ مانډو ته سفر کړی. نیپال ته د هند پوځی مشر سفر څخه وروسته د نوموړي دا سفر به له نیپال سره د هند اړیکې بیا ځای په ځای کولو او اړیکو ته د پام وړ ټینګوالی ورکولو کې مرسته وکړي

د هند - نیپال اړیکې په نړۍ کې څاری نلری او دا د ډوډۍ او د لور په څیر اړیکې دی او خپلمنځی آزاد سرحد لري. څومره چې اړیکې نږدې دي ، هغومره د پیژندنې د توپیر له امله فطري پیچلتیاوې هم شتون لري. البته ، د دغه هيمالیایی هیواد د سیاسي جوړښت ځینې برخې دې ته لیواله دي چې له هند سره په دده په اړیکو کې د چین کارډ ولوبوي

د روان کال ډیروختونو په اوږدو کې د خوځښت بندییز او له کورونا سره اړوند د قرنطین اړتیاو ، یقینا یو څه ټولنیز واټن ته دوام ورکړو . مګر بیا هم هند نیپال ته د کورونا بحران په جریان کې طبي او نورې مرستې چمتو کړې

دا د بهرنیو چارو سکرټور په توګه تر ګمارل کیدو وروسته نیپال ته د ښاغلي شرینګلا لومړی سفر و. مګر دا یوازې د پوهه د ترلاسه کولو لپاره سفر نه و. نوموړي د خپل نیپالی سیال ، بهرت راج پوډیال سره خبرې وکړې ، چې هم یې په دې وروستیو کې د نیپال د بهرنیو چارو د سکرتور په توګه دنده پیل کړې. دی سفر د نیپآل د ولسمشر ، لومړي وزیر ، د بهرنیو چارو وزیر او د مخالف ګوند د مشرانو په ګډون نیپالي مشریتوب سره د لوړې کچې غونډو ته هم لاره هواره کړه

دغې غونډې په جریان کی د دوه اړخیزو اړیکو بیلابیل اړخونه وڅیړلی شول او د کوویډ-۱۹ وبا په واسطه رامنځته شوي محدودیتونو وروسته هم، په وروستیو میاشتو کې یې مثبت پرمختګونه ترسترګو کړل. حتی د بند په جریان کې هم د هند او نیپال ترمینځ سوداګريز او اقتصادي فعالیتونه تر سره کیدل او همدې سره یې پراختیایی شراکت هم روان و. د ناستې په جریان کې بحثونه د ځانګړو اقداماتو په اړه وو چې څنګه ژر تر ژره د پنچیشور څو اړخیزه پروژه او نوي اقتصادي نوښتونه په لاره اچولو په شمول نورې مهمې پروژې رامنځته شي. دواړو لوریو د سرحدي مسلو په اړه خپل نظرونه هم شریک کړل او تر مناسبو دوه اړخیزو جریاناتو لاندې یې دا مسلې پرمخ بیولو په لارو چارو بحث وکړ

د نیپال لومړي وزیر ، کې پي شرما اولي او د هند د بهرنیو چارو سکرټر تر منځ په لیدنه کې مخامخ بحث وشو. دواړو خواوو ټینګار وکړ چې دوه اړخیزې اړیکې او خلکو تر مینځ رابطه باید نوره پیاوړې شي

پرمختیایی ملګرتیا د هند او نیپال تر منځ د اړیکو یوه لازمي برخه ده او د بهرنیو چارو سکریټر دغی سفر د روانې پروژې ژورې کتنی او د کوویډ-۱۹ سره اړوند همکاریو ته فرصت برابر کړ. دا په حقیقت کې د خوښۍ وړ خبره ده چې حتی د ناروغۍ په جریان کې ، د هند له جی نګر څخه د نیپال جنک پور ته د ریل پټلۍ چې د هند لخوا په پراخه ګیج ته برله کړی شوی ، د هند له یي ایم یو ریکس سره پیل شوه

د بهرنیو چارو سکرټر همدارنګه د ګورکها ولسوالۍ ته سفر وکړ ، کوم چې د ۲۰۱۵کال زلزلې مرکز و ، او د هند په مرسته یې هلته جوړشوي درې ښوونځي پرانیستل. د هند او نیپال د اړیکو یو بل مثبت اړخ بودهیزم دی . ښاغلي شرینگلا د مننګ په ولسوالۍ کې د هند په مالي مرسته جوړشوی د تاشپ (تارې) ګومپا په نامه یوه روهاني ماڼۍ پرانیستله

د نیپال بهرنیو چارو سکرټر پردیپ کمار ګیاولي سره د لیدنې پرمهال ، دهند د بهرنیو چارو سکرټر د هند حکومت لخوا د ډالۍ په توګه د ریمډیسویر دوه زره پیچکارۍ نیپال ته وسپارلې. دا مرسته د هند د هاغه همکاریو تعقیب دی چې پخوا یې نیپال ته د کوویډ-۱۹ په تړاو په ملاتړ کې کړي دي. په دې مرستو کې ضروري درمل ، تجهیزات او ظرفیت جوړونه شامله ده. د پیچکارۍ د سپارلو پرمهال د بهرنیو چارو سکرټر د لومړي وزیر مودي د ژمنې یادونه وکړه چې پکې نوموړي ویلي وو چې په هند کې تولید کیدونکی د کوویډ واکسین نه یوازې د هند خلکو لپاره بلکې د ټول انسانیت لپاره دی او هند به دا واکسین هر چا ته د لاسرسی وړ او ارزانه جوړکړي. هغه دا هم روښانه کړه چې اول لومړیتوب به د نیپال په څیر نږدې ګاونډیو او ملګرو هیوادونو ته ورکړل شي

د بهرنیو چارو سیکرټر لخوا لیدنه باید په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د هند او نیپال تر منځ د پرله پسې لوړې کچې بوختیاو لپاره لاره هواره کړی او د هند او نیپال اړیکې داسې دي چې کله کوویډ د 'ټولنیز واټن' غوښتنه کوي نو د دواړو هیوادونو تر منځ باید هیڅ ټولنیز او جوړښتي واټن شتون ونلري

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت